تازه مطالب
Home » موږ څوک يو او څه غواړو؟!
موږ څوک يو او څه غواړو؟!

موږ څوک يو او څه غواړو؟!

 

ژمن د آزادو ليکوالو، ژورنالېستانو او د فکر خاوندانو له خوا جوړه شوې انټرنټي پاڼه ده، چې اصلي موخه يې خپلو خلکو ته خدمت دی. هو نن سبا په انټرنټي دنيا کې پښتو او دري وېب پاڼې ډېرې دي، خو معياري او د باور وړ د ګوتو په شمار دي. د وېب پاڼې جوړول يو شوق شوی، ډېری داسې خلکو هم انټرنټي پاڼې جوړې کړي چې آن سم ليکل هم نه شي کولای! خو د پاڼې جوړولو مينه ورسره وي. د ژمن ستره هيله دا ده چې خپلو لوستونکو ته مختلف مواد په معيار برابر وړاندې کړي. د معيار تر څنګ د ليکنو او معلوماتو معنويت و اولويت هم موږ ته ډېر اهميت لري. ژمن غواړي خپلو لوستونکو ته داسې مواد وړاندې کړي چې لږ تر لږه لوستونکی يې په لوستو پښېمانه نه شي.

د دې له پاره چې ياد اهداف پلي شي، ژمن ځينې نوښتونه په نظر کې نيولي چې په نورو پښتو سايتونو کې لږ ليدل کېږي.

د دغسې نوښتونو او بېلګه ليکنو اساسي موخه د لوستونکي معلومات ډېرول او له ستړي کېدوونکي عام طرزه د لرې کولو په موخه رامنځ ته شوي.

ژمن فرهنګي ډله “ژمن” انټرنتي پاڼې ته د اضافي کار په سترګه نه ګوري، بلکې د يوه اساسي کار په سترګه ورته ګوري او د سترو مقدسو اهدافو هنداره يې ګڼي. دا چې ژمن فرهنګيانو دغې پاڼې ته په دومره ستره کتلي او د خپل قيمتي وخت ډېره برخه يې ورته ځانګړې کړې، له لوستونکو هم دا هيله لرو چې خپل ارزښمتن نظريات او ښې مشورې راسره شريکې کړي، څو پر مخ لاړ شو او لامثاله پاڼه ترې جوړه کړو.

په همدې هيله

“ژمن” فرهنګپال

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*