تازه مطالب
Home » تحليل » ځانګړی نظر » سوله يېز او جګړه يېز ژورنالېزم!/ عبيدالله ساحل
سوله يېز او جګړه يېز ژورنالېزم!/ عبيدالله ساحل

سوله يېز او جګړه يېز ژورنالېزم!/ عبيدالله ساحل

سولې او جنګ ته ژورنالېزم بستر اواروي.

په نړۍ کې روان بوږنونکي وضعيت تر شا ډېر نور لاسونه هم شته خو د ژورنالېزم ونډه پکې غوښنه او د حساب وړ ده.

د نړۍ ځينې هيوادونه داسې دي، چې د رسنيو کنټرول او څار پکې ډير دقيق وي، خو زموږ په څير ځينې هيوادونه بيا داسي دي، چې رسنۍ پکې د نورو د اهدافو تحقق له پاره کوي، د پردي فکر او کلتور تر څنګ هغو سکروټو ته لمن وهي، چې زموږ د ورانۍ او د نورو د ابادۍ ضامن وي.

په ټوله کې ژورنالېزم يا رسنۍ دوه سترې هڅې ترسره کوي:

  • سوله يېزه هڅه
  • جګړه يېزه هڅه

د ژورنالېزم سوله يېزه هڅه کې ټول فوکس په سوله، ټيکاو او امن وي. عامه ذهنيتونو کې همدا ارزښتونه پالي او روزي، خلکو ته د ارامۍ او رڼې راتلونکې ذهنيت ورکوي، د ډار او تحور تصور ختموي پر ځای يې د ډاډ او اطمينا سيوري غوړوي، خپلمنځي بې باوري له منځه وړي، د هر چا له پاره په هر وخت او هر ځای کې کار کوي، ټول اړخونه پام کې نيسي، د هر بې وزله او بارسوخه کس غږ ته انعکاس ورکوي، تعادل ساتي، د محروميت احساس له منځه وړي، اقليت او اکثريت دواړه پام کې نيسي، د جنګ او جګړې پر منشاء سطحي او شعاري تبصري نه کوي، بلکې د عامل په ريښو يې کار کوي او د عمري رغيدو درمل يې لټوي، بې طرفه او منځلاری چلند کوي او لويه هڅه يې دا وي، چې د اور بلې شوې لمبې سړې کړي.

جګړه يېز ژورنالېزم هڅې بيا د دې عکس وي، د جنګ او ناامنۍ اور ته لمن وهي، ثبات او پايښت ته زيان اړوي، د ويرې، وژنې، ډار، ترور…. انځورونو باندې زيات فوکس کوي، د دې له پاره چې عامه ذهنيتونو ته د جنګ او ورانۍ ناسم تصور وړاندې کړي او زړونو ته يې ښکته شي.

جګړه يېز ژورنالېزم په مطلق ډول د ياد سوله يېز ژورنالېزم ضد دی.

دلته زموږ هيواد کې د سولې هڅه په مطبوعاتي ډګر کې هم په ملي کچه او هم د انفرادي حسابونو په کچه له پامه غورځيدلې او يوازې د جنګ او جګړې له پاره کار کيږي.

تر کومه ځايه، چې زه خپلې رسنۍ تعقيبوم هغو موضوعاتو ته ډېر زور ورکوي، چې د توند لارۍ، بې ثباتۍ او بد امنۍ سبب ګرځي، ځينې رسنۍ د رسمي مرکزي دولت په منځ کې د نظام د ځپلو او متزلزل کولو له پاره کار کوي، کوچنی تېروتنه مايکروسکوپ ته ورکوي او عامه ذهنيتونو ته ترې غر جوړوي، دا ټول په اصل کې د هغه رسنیو ځانګړنې دي، چې صراحتا جنګ ته کار کوي نه سولې ته؛ په علمي ډګر کې د جنګ او سولې لپاره ژورنالېزم په کټه ګوريو ويشل شوی:

Peace journalism and war journalism، چې د سولې ژورنالېزم عموما د يو هيواد په ګټه او د جنګ ژورنالېزم د حريف هيواد د ځپلو په موخه کارول کيږي.

د سوله يېز او جګړه يېز ژورنالېزم پرتلېزه مناقشه:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*