تازه مطالب
Home » تحليل » طالب، د ملي ارزښتونو او ګټو په تله کې!
طالب، د ملي ارزښتونو او ګټو په تله کې!
قاضي نجیب الله جامع

طالب، د ملي ارزښتونو او ګټو په تله کې!

لیکنه او شننه / قاضي نجیب الله جامع

بشرې ژوند او د ورپیښو ستونزو سره د ملتونو چال چلند، په حقیقت کې د هغو ټولنو لرغونې وحیاتو یا پسکولوژي څخه اغیزمن وی او دغه اغیزه هغه وخت بربنډه بڼه پیداکوي کله چې ټولنیز پس منظر ته یې د یوې روښانه او تبعیض څخه خالی هنداری له وړانګو کتنه وشی.

په شرقي نړۍ او خاص کرده د اسیا په زړه افغانستان کې ډیر کله موږ ته راپيښ چیلنجونه او بیا د هغوي په اړه د قضاوت ډول تل د دغه بنسټیزو او منل شوی معیارونو پر خلاف د سلیقوی او له تبعیض څخه ډکو تحلیلونو په مالګه تروه او اغیزمن وی.

 داکه د یوې متحدي جغرافیې بحث وی لکه لوی افغانستان یا د یوه ملت د بقا خبره هویت افغانیت وی او یا ورپورې تړلې د پیړیو ترخه، خواږه.

طالب د لفظ له اړخه کیڼ اړخو ته او طالبان د یوه سیاسي فکر په توګه زموږ د نن ورځې د یو مشهود او ځواکمن حقیقت په ډول تر دې کچې  یو شمیر لغړزني ډیموکراټانو، اتش په اختیاره پاټکیانو او د هغوی نړیوالو درغلګرو، غاصبو ملاتړو ته د غضب وړ دې چې نه یوازی د همدی مظلوم اکثریت په وړاندی هره ورځ د پروپاګند ویلو، تهمت تړلو او سپکاوی ناولۍ او زیږه ژبه کاروی، بلکښې د هغوی د قدر وړ قربانی د ځان، مال او ټولو شتو په کچه نفی کوی او هغوی د ګران افغانستان د معاصرو ناخوالو په وړاندی د خیانت تر درشله تورنوی.

هغه چاره چې هیڅکله یې زه د یو ازاد وجدان په توګه نشم منلی او د دې پیغور په وړاندی چې زموږ د ځلانده تاریخ یوه اساسي برخه جوړه وی غواړم د منطقي استدلال، دیني واجب حقانیت او د ورځنېو روښانه حقایقو په رڼا کې د پرتلنۍ په ډول ځواب کړم.

کوم چې د دغه بحث له پاره د ازموینۍ غوره تله ملي ارزښتونو او ګټې دې، دا چې چا د ولس او خاورې له کوم ارزښت او ویاړ څخه په څنګه حالت کې څنګه پالنه وکړه او مقابل لوری څه وکړل؟؟؟.

د پېل په توګه لومړی : طالب او طالبانۍ خوځښت هغه مهال ظهور وکړل یا یې د رسالت ملي او شرعي رسې تر ملا وتړله کله چې ګران هیواد د نني حاکمو لوپرو پاټکمارو له لوری د قوم، ژبې، صمت، تنظیم، مذهب او نژاد په نفاق او شقاق اچونکو اورونو کې سوځيدل، کابل د ګوندې ټوپکیانو له لوری په پنځو پلازمینو ویشلی شوي وه، هر یوه یې بیل قانون او شریعت لرل، کوتاتریکانو د ولس مال او سر ننګ او ناموس نغړلو کې سیالۍ کولې، داسي جنایتونه وشول چې د بشری تهذیب او شکنجه تور تاریخ یې په یاد نه لری.

پداسې حال کښې طالب راغي د ټولنۍ ورک جوهر [ قانون او حاکمیت یې را وګرزول ] او هیواد یې د یوه نسبي حیثیت څښتن کړل، د تجزیه عوامل یې تر کولابه وځغلول او د وطن مور ته یې بېرته د شان او عزت لوپټه ور په سر کړله.

دویم : طالب د ولس له منځ څخه، د ولس په ژبه، د ولسي ریفورمونو او باورنو له دود سره سم د ولسي اړتیاو او د هغوي د ارزښتونو او ګټو څخه د پالنی په لار کښې په یو معلوم کرکټر او هدف چې په لومړۍ ګام کښې د لنډغریزم او انارشیزم پایته رسول وه او په دویم قدم کښې د ملي ګټو ساتنه بریالی او د ولس له ملاتړ څخه برخمنه تېره لري، چې دا هغوی ته چې دوی ته په تهمت ککړ نسبتونه کړې ښه ځواب دی.

مګر هغوی چې طالب پاکستان ته منسوبوی، ایا هیره یې دي چې د طالب په خلاف د دوی حرکت د افغانستان له  خاورې نه  بلکې له پاکستان څخه وه، هلته یې خپلی بریاوی لمانځلی، هلته یې خپل حکومت اعلان کړل، هلته به همدغه منحوس ( ای، اس، ای ) د دوی ترمنځ جرګې کولی او تر دې لا تر لمر روښانه دا چې د دوی شعار دا وه چې [ جهاد افغانستان، دفاع پاکستان ] طالب خو نه هلته خپل حکومت اعلان کړې او نه داسي څه تاریخی او شرمونکې لاسوندونه یې په اړه وجود لری.

دریم : افغان ولس یو نیم میلون تنه انسانان قربانی د سرو لښکرو، دسور سېلاب او سور ناورین چې د دوی خپلواکۍ او ازادی یې تر پښو لاندی کړې وله ورکړله، هغوی یو نیم میلون ټول عاقل او بالغ انسانان ولو، هغوی دغه قربانی د کوم شخص، تنظیم او صمت په خاطر نه دی ورکړې بلکښې هغوی دا هرڅه د وطن د مور د حیثیت او شان د بیا اخیستلو په هدف ورکړله. ولې تاسو د هغوي د سرښندنو او حماسو څه قدر وکړل، ایا هغوی د یوی داسي غمیزي او خیانت لایق ولو، تاسو هغه وخت نه یوازی د افغان ملت هیلۍ له خاورو سره خاورې کړي بلکښۍ د یو امت بریا مو د وخت د یو جابر او ظالم ځواک په وړاندی له ماتی سره مخ کړله، چې هغه د اسلام د سیاسي نظام تجربه وله، یوازي پر هغه مو هم بسنه ونه کړله، هیواد مو د خپلو خرمستیو په غوبل کې لولپه کړ، تر هغه وروسته مو د اسلامي حکومت واله بله تجربه ناکامه او حق هم له ولس څخه واخیست، تر کمونیزم د بی رحمه دښمن او د اسلامي نړۍ سره د دښمنی او په مسلمان وژنه کې ریکارډ ماتونکې هغه څوک چې د دوی د مرستو او ملاتړ په مټه مو لومړنۍ قبله د صهیونیسټانو په ناولو منګولو کې ولویده امریکا، د هغه سره مو یوځل بیا لاس یو کړ، خاوره مو د هغوي د لوبو په اختیار کې ورکړله، تاسی یې ځمکنی عسکر شولي، هغوی ته مو وویل چې زما د اکا زوی طالب په وژلو کې تر ټولو د ربانی په خبره ستر ستر بمونه واچوی، زندانونه مو پری ډک کړل، نو ایا طالب داسی له تاسی سره کړې او ایا طالب د داسی یو څه تاریخ لری.

څلورم : طالب کابل ته د پردیو پوځیانو په مټو نه ننوتل، مګر تاسو دوه ځلي د پاکستان او دوه ځلی د یرغلګر امریکا د [ بی ۵۲ ] په زور او د ناټو په سوټې ننوتلي.

پنځم : د طالب په شتون کې یو افغان هم د پردیو په واک کې نه ولو، مګر د پاټکیانو په نني انقلاب کې د امریکا او هر ۴۳ هیوادونو یې دلته یو، یو زندان درلود، په واده، جنازی، جماعت، ښونځۍ، کلیو، پوستو او حتا په روغتونونو وحشیانه ړندۍ بمباری وشوی، خاینانه چاپی ولویدې او د اوباما د مرستیال جوبایډن په خبره هر هغه افغان چې سپي وداړۍ هغه ترهګر دي.

مګر دوی هیڅکله دا ونه غندل ځکه هغه د منتسکیو په خبره: ځینې خلکو ته خپلواکي بل ډول ښکاري او منلی یې نه شي، کله کله پاکه هوا هم هغه چاته، چې په ناپاکو ځایونو کې اوسېږي، زیان رسوي.

شپږم : هغوی چې طالب پاکستان ته منسبوی ایا دلیل لری چې طالب دي د افغان ولس په ملي داعیی، سیاسي حیثیت او ولسي حق ډیورنډ فرضي کرښه یوه ذره د ولس او تاریخ د ناموس په کچه دریځ څخه تنازل کړی وی، په شا شوی دی وی، بلکښي د عوامی نشنل تحریک مشر اسفندیار ولی خان په یوه مشهوره ویډیو کې وایې : کله چې طالبانو کابل ونیو، کندهار کښې د دوی پښي ځمکي ته ورسېدی نو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کندهار ته یو سفر لرل، هغه ملا عمر ته په یوه ناسته کښې وویل : چې اوس خو ستاسی واکمني د هیواد له ۹۵ سلنه پورته خاوره لري، نو که له موږ سره دغه د ډیورنډ په نامو موجود ستونزه حل کړی مونږ به تاسو سره ډیرې مرستی او کمک وکړو، مګر ملا عمر د اسفندیار ولی خان په خبره دومره په غصه کیږی چې بابر په وروستي سپکاوی نوموړې له خپلۍ خوني باسی.

ولې هغوی چې د یو ملت چیغې وهي، د فتنه دور چې مقاومت ورته وایې د هیواد د تجزیه څخه د ساتلو په نوم یادوی دوی کله هم داسی دریځ لرلی، ایا دوی د پاکستان په سفارت کې د هغوی د خپلواکۍ د ورځی په جشنونو کې د ډیورنډ مسله شاته پاتی نه بولي، ایا عبدالله داسی څه پاکستانیو سناطورانو ته نه وه ویلی، دوی نه وایی چې ډیورنډ یوازنی ستونزه دی، اوس ایا ډیورنډ زموږ خاوره نه دی، له خاوری ګرزیدل خیانت نه حسابیږی، ایا دا د طالب تله له ملي ارښتونو؛ ګټو څخه د پالني په لار کښې نه درنوی، او څوک زیات د پاکستان د ستراتیژک عمق اجنټان دی.

اووم : په انګور اډه کې د پاکستان له لوری دروازی جوړولو ته چا اجازه ورکړه، ولې لا بیا هم حکومت تر هغه چې ولس یې د ورانولو جرات ونه کړل حکومت تر اخره ګونګه خوله پاتي وو، دغه شرم ته به څوکو په کوه ژبه او وجدان ځوابه ووایې او ایا د طالبانو په وخت کښې داسی یوه وړه پیښه شوی؟؟؟.

اتم : د طالبانو په وخت کې د افغانستان یوه ذره هومره خاوره هم د پاکستان له لوری نه وه لاندی شوی، مګر همداوس موږ ولیدل چې حکومت د ننګرهار په لعل پوره ولسوالۍ کښې د پاکستان د ځمکنۍ تېري په وړاندي بې دریځه پاتي دی. ایا د طالب د وطن خاوري ته درنای او پالنه له اوسني حکومت سره برابر دی؟ او ایا دا د ملی ګټو چې د یو ملت په ملی امنیت پورې اړه لري د پرتلنۍ او ریښتینی رسالت بیلګه نه دی.

نهم : د طالبانو په وخت کې  د افغانستان یوه لویشت خاوره دهیڅ ګاونډې تر یرغل او استعمار لاندی رانه غله، مګر اوس وینو چې په ډیورنډ په رڼا ورځ اغزن تارونه غځول کیږی، کټاري پری درول کیږی، امریکایان هغه رسمي ګڼې او حکومت د تنظیمی ایتلافیان سره تر اوسه حتی کوچني غندنه هم د ارګ او سپېدار له لوری نه دی ترسره شوی.

لسم : طالب په نظامي او استخباراتی برخه کې له پاکستان سره هیڅ راز رسمي او غیری رسمي تړون نه دي لرلی، ولې اوسني حکومت له پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښۍ په اوږدو کښې د نظامي عملیاتو  توافق او هوکړې لرلی دي، مګر بیا هم دوی په درواغژنو تبلغاتو کښې ځان د پاکستان نه پخلا کېدونکي دښمن ګڼي او په طالب پسي بې بنسټه تورنه تړې.

یولسم : څه وخت طالب له ( ای، اس، ای ) سره رسمی تړون لکه د اوسنۍ دولت لرل، چې بیا د ولس په فشار په تعلیق کې ولویدل او د ملی امنیت پخوانی ریس نبیل صیب خو هغه بیخي مرګ او شرم وبلل.

دولسم : طالب څه وخت، چېرته او له چاسره د وطن د ګروه کولو، د افغانانو د وژلو، د هغوي قاتلینو تهد تیانمصونیتورکولو تړون کړې؟؟؟، مګر ګډ حکومت چې ځان آزاد ګڼي، خپل مشروعیت د ولس شګون ګڼي، له هری خبری سره د منختب، منتخب چې هغه منتخب مو بیا له منتخب سره په منتخب حکومت او منتخبو پایلو کې ولیدل داسی تړون د وخت له جنایتکار او غاصب استعمارګر  امریکا سره لاسلیک کړل چې پایله یې په کندز کې د دنجونو د مکتب بمباری، په هلمند کې د اردو پوستو بمباری، په هرات شینډند کې د ولسی وګړو بمباری، په پکتیا کې بمباری او حتی په لوګر کې د هغو بیګناه هیوادوالو بمباری او وحشیانه وژنه چې ولسمشر دهغو ترمنځ رالوی شو، متفکر شو، ریس جمهور شو ولې پایلی یې دا وی.

ولې طالب هیڅکله د خپل ظهور په تاریخ کښې د خپل ملت قاتلینو ته نه مصونیت ورکړې، نه یې د هغوی کرایې قاتلینو ته لاسونه پړه کولي او نه یې لکه کابل میشتی مفت مفتیان د هغوي ډرون وژلو په وړاندی چوپتیا غوره کړی او نه یې لکه د تنظمی جګړو د محض قهرمان نومو له قبره دغه افغان وژونکې، انسان وژونکې او مسلمان وژونکې ته د خوښي څڼې غورځولي.

دیارلسم : د طالب حکومت نه لکه د مجاهدینو په پاکستان کې اعلان شو او نه لکه د دوه سره حکومت د امریکا په جاسوس، یرغلګر او د جنایتونو مدافع سفارت کې، ایا دا د طالب د خپلواکۍ، ملي ارښتونو څخه د پالنۍ او ولسي ګټو ته د واقعي ژمنتیا په نامو نه دي؟ او ایا هغوی چې د [ ډار، وحشت، د حالاتو د امنیتی کولو ] له لاری غواړي تاریخی حقایق تحریف کړي، لوړ او برحقه غږونه په ستوني کې خپه کړي، ټولنه داسي جوړه کړې چې یوازی د دوی  ړوند او د زمانی له جهل څخه ډکې کارنامو ته د حقانیت سپیڅلۍ جامه ور واغوندي، سپیڅلۍ او پاکه نه وه.

څوارلسم : طالب په وخت کښې بګرام او ګونتانامو نه ولو، د طالب په وخت کښې قومي جهالتونه تردې کچې د هیواد پایښت او یوالي نه ګواښه، د طالب په وخت کښې فساد تر سفر کښته ولو، اخلاقي بي حرمتی او بربنډتوب پایته رسیدلی ولو، طالب هیڅکله ګوندي شرارتونو او ستمي ځان غوښتنو ته لکه نن چې د قدرت او تنظیموالو میدان بیا پری ګرم دی د وجود زمینه نه وه مساعد، د طالب په وخت کښې هیڅکله افغان ولس د هویت له پاره ونه ژړل، هیڅکله ملی شخصیتونه توهین نه شول، هیڅکله پردې پالنی ته منطق ونه لټول شو هیڅکله باطل په برحقه استدلال ثابت نه کړای شو، هیڅکله افغانستان د نړۍ د لومړي فاسد هیواد په توګه ونه پیژندل شو، موږ په نشه یی توکیو کې لومړي مقام نه لرلو، هیڅ چا  او هیڅهیواد لکه د امریکا سفیر هوګو لارنس د دې حق نه لرل چې لکه انګلیسی وایسرایان زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي وزیر، والي او حتی د لری پرتو سیمو ولسوالان د دوی په خوښه وټاکل شي، افغان دي په کابل ساده چاقو په جیب کښې ونه ګرزوی مګر پردې دي له ټانګونو او توپونو سره د هیواد په پلازمینه کښې خپلسري لنډغري وکړي، په شلمه پیړې کې  زموږ هوا او ځمکه د هیڅ پردې په واک کښې نه وله مګر نن چې یوشتمه پیړۍ دویمه لسیزه مخ په پایته رسیدو دی زموږ هوا او ځمکه د پردیو په اختیار کښې او موږ یو بی اختېاره او بی واکه ملت یو.

هغه ملت چې رهبران یې له پردیو سره ګډ حکومت جوړه ولی شی، مګر له طالب سره واحد  افغانستان  نشي زغملي، د ۴۳ یا ۴۷ هیوادونو بربنډ نظامي شتون باندی ویاړي او دکابل او هیواد هره ګوښه کې تر ملي بیرغه اروپایی او غربی بیرغونه زیات او لوړ څړیږی مګر د طالب سره ملي لومړیتوب سوله یوازی د یو سپین ټوکر په سر پریږدی، ځکه چې دي بي واکه نشی ثابت.

حال داچې د یوه تخیمن له مخي حد اقل د ورځي ۶۰ تنه افغانان په دغه اورونو کښې لولپه کیږی ولې د کاذب مشروعیت، قانون او حاکمیت ټېکدران لا اوس هم د ولس لومړیتوب او د افغان وژني د پایته رسول په لار کښې د سولې لپاره لومړني ګامونه هم نه دی اوچت کړې، بلکښې خنډونه یې ورته جوړ کړې، دا بهیر او فعالین یې ځورولي او هر هغه څوک چې د دوي په وړاندی د استدلال او منطق له سنګره د ولس له لومړیتوبونو بحث کړې ځای یې د ملی امنیت زندان او تیاره د وحشت او شکنجه خونی شوی.

اوس قضاوت ستاسو دی، وخت تاسو درکوو چې د خپل تاریخ له یوه اساس او مسول پړاو څخه د قوم د ټېکدارانو، تنظیمی جګړه مارو، شکنجه ګرو خادیانو، کینه کښو سیکولرانو او دولتی تنخوا خورو په ژبه استدلال او قناعت کړې، یا د یو تاریخی او ژوندي بهیر د کړنو او ایډیالونه پرتلنه د حالاتو، امکاناتو او زمانی د جبر د مستنداتو  په رڼا کې د مقایسوی معیارونو پر بنسټ د خپلی ټولنی د ښې سبا او روښانه راتلونکې په موخه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*