تازه مطالب
Home » تحليل » ځانګړی نظر » آیا د سدیس خان پسې لمونځ کېږي؟/ شریف الله خالد
آیا د سدیس خان پسې لمونځ کېږي؟/ شریف الله خالد

آیا د سدیس خان پسې لمونځ کېږي؟/ شریف الله خالد

د کعبې شریفې امام سدیس خان وړمه ورځ په امریکا کې یوه کانفرنس ته د وینا پر مهال د نړیوالې تروریستې امریکا وحشي پاچا ټرمپ او د سعودي ظالم او غلام پاچا درسته  نړۍ کې د امن راوستلو او تروریستی له منځه وړلو ټیکه داران وبلل او امریکایان یې خپل نزدې ملګري او دوستان وبلل.

په عراق او افغانستان کې د امریکایانو له لورې سلګونه زره بې ګناه مسلمانان په شهادت ورسېدل، لسګونه زره زخمیان او معیوبین شول، جوماتونه شهیدان شول، مدرسې ړنګي شوې، مګر سدیس خان یې د امن راوستلو ټیکه دار بولي.

سعودیانو یمن ته نا ترسه توغندي مرش کړي دي، داخلي زندانونه یې د مسلمانو غيرتمنو مجاهدینو څخه ډک دي، د الله تعالی له کور څخه یې د حج ادا کولو نه  د قطر مسلمانان وګرځول، مګر سدیس خان یې د امن راويستلو ټیکه دار بولي.

الله رب العزت مسلمانانو ته امر کوي چې کافر په دوستئ مه نیسئ! ( سورة المائده آیت: ۵۱ ) مګر سدیس خان چې د کعبې شریفې امام هم دی د نړیوال کافر، تروریست او  قاتل  په تعریفونو نه مړیږي هغه چې د ټولې دنیا امن او سلامتیا او د مسلمانانو اتحاد یې له منځه وړی دی ؛ سدیس خان د امن ټیکه دار وباله.

الله رب العزت مسلمانانو ته وايي: یهود او نصاری به تر هغه پورې ستاسو څخه راضي نه شي چې د هغوی د ملت اتباع مو نه وي کړې. ( البقره آیت: ۱۲۰)

سدیس خانه! تا ولیدل چې تا او ستا پاچایانو د امریکا په غلامئ کې هره قرباني ورکړه، پخوا مو د همدې امریکا په حکم د روس سره جنګیدونکي افغانان مجاهدین بلل او مصارف مو ورکول، خو نن همدا مجاهدین تروریستان بولئ او د امریکا ستاینه کوئ چې دا تروریستان له منځه وړي، ځکه چې اوسنی جنګ يې ستاسو د بادار سره دی، مګر د اسلامي هېوادونو يووالی چې ستاسو تر قومندې لاندې دی امریکا ملګرو ملتونو ته سپارښتنه وکړه چې تور لیسټ کې یې داخل کړه! مګر تاسو ورته بیا هم لاس په نامه ولاړ یئ؟؟ الله رب العزت ریښتیا ويلي چې { وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ ٱلْيَهُودُ وَلَا ٱلنَّصَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ  } سدیس خان چې د کعبې شریفې امام هم دی، خو کړنې او ويناوي يې په ښکاره ډول د قرآن شریف د آیتونو سره په ټکر کې دي، همدا راز دا به ومنو چې د ده کړه وړه د سعودیانو خوښ دي، نو په حرم کې خو لسګونه زره نور هغه مسلمانان هم لمونځونه کوي چې په یو نه یو ډول د امریکا له وحشته په تکلیف شوي دي، ایا د هغوی زړه به وغواړي چې د داسې امام پسې لمونځ وکړي؟؟ ای سدیس خانه! بیا به د “مَنْ أَمَّ قَوْماً وَهُمْ لَه کَارِهُوْنَ” مصداق ونه ګرځې؟؟

نبي پاک صلی الله علیه وسلم یو صحابي د امامټ څخه ځکه معزوله کړ چې قبلې طرف ته یې لاړې تو کړي وې، نو سدیس خانه! تا چې د قران شریف دې آیتونو ته شا کړې د پورته حدیث ( “مَنْ أَمَّ قَوْمًا….) او د نبي علیه السلام له لورې د يوه امام د معزوله کولو د عمل له مخې به نور په کومو سترګو د مکي حرم د جومات په محراب کې د امامت لپاره دریږې؟

چون کفر از کعبه برخیزد

کجا ماند مسلماني؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*