تازه مطالب
Home » تحليل » د مفکر اراده!/قاضي نجیب الله جامع
د مفکر اراده!/قاضي نجیب الله جامع
قاضي نجیب الله جامع

د مفکر اراده!/قاضي نجیب الله جامع

تاریخ د سترو مېړونو له ارادو څخه سرچینه اخلي، په هرځای کې چې بشپړ ایمان وي، نو هلته به پیاوړې اراده هم شتون ولري، بې ارادې انسان هغه چا ته ورته دي، چې په هېڅ شي ایمان نه لري .

له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د امریکایانو د وتلو ژمنه هغه څه وه چې د افغان ولس ملي او دیني احساسات یې د بهرنیانو د کرغیړنو او ناولۍ خرمستیو په وړاندی راکابوه کولی شوی، د مخالفینو جګړه ایز مشروعیت یې ننګولی شوی او په ټوله کې دا د یو نیک ګام په توګه د افغانی ورک ډیالوک چې په لویو مسایلو کې په ځانګړې ډول چیرته چې د ښې حکومت واله په برخه کې جدی ستونزی وجود لری د یوی سرتاسری اجماع په رامنځته کولو سره ډاډمن او تل پاتی ټیکاو په لور د جګړه ځپلو ټولنو د بیا ځان بساینې په لار کې وړ حرکت وه.

ولې د مفکر له لوری وروسته له هغه چې د خلګو د ارادی په ستونی یې منګولې خښې کړلی او اساسي قانون یې د یو منلی ولسي تړون په توګه واک ته د رسېدو له پاره تر پښو لاندی کړل، په څه کم ۲۴ ساعته کې دننه د ګډ حکومت د لومړنۍ لاسته راوړني په توګه له بهرنیانو سره د امنیتی کرغیړن او ناولۍ هوکړه لیک لاسلیکولو وښوده چې د دوی مشران څومره بی ارادی، په نورو پوری تړلی او د افغان ولس له ارزښتمندو سرښندنو څخه بی خبره دی.

 ځکه رایه ورکول د خاوری پلورلو او هیواد پلورلو قباله نه دی چې هر چاته دی زړه وغواړی ډالي یې کړه او معامله پری وکړه،  د امریکا سره امنیتی هوکړې قانوني حیثیت او تاریخي بڼه مقایسه د دغه تړون څرنګوالې هیڅکله د ګندمک، جمرودو، روالپنډي او ډیورنډ سره د ذری هومره هم توپیر نه لری. بل لور ته  دولت د ملت په مانا ده، که چېرې دولتونه د ملتونو نه وي، نو د ځوړتیا په لور تګ او پاشل کېدل هغه حتمی برخلیک دی چې په شرقي نړۍ کې د ګوډاګیو او ځانتپلو واکمنو په برخه کې تر شاه لویه پر پړه لري.

مفکر یوازي پردی هم بسنه ونه کړله بلکښې په نورو ملي لومړیتوبونو او ولسي ژمنتیاوو یې پداسی حال کې چې د جګړې له مشروعیت څخه یې را ونه کاږل، د جګړې لوچک ادبیات یې ورځني نوښت وګرزول، نه یې ورته کور پریښود نه ګور، پروپاګند د سولې ستراتیژی شوله، ټکول او د رهبرانو وژل یې حل لاره. حال داچې تجربې ښودلې هر ډول عقیده، چې له سخت مخالفت سره مخامخ شي، نو ډېر پلویان پیدا کوي او کله نا کله د پلویانو شکنجه، ځورول او د سرلارو وژل یې بیا په پرمختګ کې اغېزمن رول لوبوي او د پلویانو شمېر یې زیاتېږي ، چې د مولوی عبدالسلام ضعیف صیب په خبره افغاني ټولنه چې دودیز جوړښت لری دلته د یو کس وژل د پنځو ۵ نور دښمنانو د زیږولو په معنی دی.

د دغه جرات او ارادې  پایلی تر دی کچې یو اړخیزه ثابتی شولی چې افغانستان لکه د شلمي پیړۍ یوځل بیا یوازی د یو بلوک په غیږ کې واچول شو، هغه چې د غلطو داخلی او حساسیت پارونکو سیمه ایزو مانورونو له امله اوس هیواد د منطقه ایی قدرتونو له سخت انزواء سره مخ دی.

ځکه هغوی چې د امريكايي عسكرو په ورتلو د خوښۍ څڼې غورځولي او کاذب استدلال یې چلاوه اوس منطق دا دي داسې مهال چې بهرنيو تر سلو زرو زياتو پوځيانو دلته شتون لرل امن ټينګ نكړاى شو پداسې حال کې چې له امريكا سره په اصطلاح ترهګرۍ ضد جګړه كې د نړۍ هیڅ هېواد هم مخالف نه ؤ. د سيمې په كچه هم ټول ځواکونه د ترهګرۍ ضد جګړې له ائتلاف سره چې امريكا يې مشري كوله ملګري وو. اوس چې د امريكا د ترهګرۍ ضد جګړې څرنګوالى افشا شوى او د سيمې او نړۍ په كچه په ستره كچه مخالفتونه ورسره كېږي، كوم اصیل وجدان او غیرتمند ضمیر به په افغانستان كې د پوځونو پر زياتېدلو ډاډه شي او دا به د افغانستان او سيمې په خير وبولي؟؟ مګر نه دوی ( ګډ حکومت مشران ) ورته لاسونه پړه کوی او دا یې لکه د دوه بنو د سیالي او شریکې میدانه هم دی

د منتسکیو په خبره د لویزیان ځناور غواړي، چې مېوې تر لاسه کړي، ځکه ونې له بېخه باسي، د ظالم، مستبد او فاسدو حکومت څرنګوالی هم دې ته ورته دی. ځکه د دوی نړیوال باداران پردی پوهیږی چې د یوه ملت د له منځه وړلو او تباهۍ له پاره یوازې څو غله بس دي، چې د چارو واګي ور وسپارل شي او هغوی څنګه چې یې زړه وغواړي په هر څه معامله وکړي او هر ارزښت دی د خپل حوس او شیطانۍ غوښتنو په موخه په قمار ووهی، حتا که دا د یوه قام ملی حیثیت آزادی، سیاسي حیثیت خپلواکې او ولسی لومړیتوب سوله چې ژوند یې ورپورې تړلي هم وی.

د مونتسکیو  په خبره د ظالم حکومت بنسټ ډار دی او له ډار څخه مقصد آرامي ده، خو باید پوه شو، چې دغه آرامي، سوله نه بلکې یوه داسې چوپتیا ده، چې هره شېبه د دولت په وړاندې دښمنۍ او کرکې پیاوړې کوي.

اوس ولس ته دی چې د مفکر بي تفکره، تشه او په شعاری تېر ایستلو ولاړه ځانتپلی آراده وننګوی، د یوالې په ټغر یې په وړاندی راټول شی او د هغو ډرون ویشتلو حساب ورسره وکړی چې ارګ یې په اړوند خوږ ګرول او سر ګرزول څه چې ساده د خواشیني اعلامیې هم نه خپروی. او حتا لکه د شینډنډ تر څو چې د هرات د والی ویاند نوه منلی دفاع وزارت هغه مظلومان ترهګر ګڼل او دولت وزیری یې په پشمي بریتو د ویاړ لاسونه هم راکاږل.

درناوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*