تازه مطالب
Home » تحليل » افغانستان، نظام جوړونه، درسونه یې/ محمد عارف رسولي
افغانستان، نظام جوړونه، درسونه یې/ محمد عارف رسولي
محمد عارف رسولي

افغانستان، نظام جوړونه، درسونه یې/ محمد عارف رسولي

(لومړۍ برخه)

ولې په افغانستان کې له پخوا ثبات لرونکی نظام نشته، په دې هکله ستونزې کومې وې، شتون لري او اوس څه کول په کار دي چې هیواد مو د مشروع مرکزي اقتدار او نظام خاوند شي او په هر اړخیزه توګه په پښو ودریږي؟ دا هغه سوالونه دي چې ورته ځواب موندل که له یوې خوا د لوړ پوړیو دولتي چارواکو او سیاستوالو مسؤلیت دی خو ورباندې پوهېدل، ورسره مرسته کول او هم غوښتنه یې د هر لوستي افغان دنده هم ده.

په دې مقاله کې په افغانستان کې د تېرو دوو پیړیو په اوږدو کې په نظام جوړونه او سیاست تمرکز کیږي. د بحث اصلي ټکی دادی چې په افغانستان کې د مشروع اقتدار تشه چې له خپلمنځي شخړو رامنځته او نړیوالو استعمارګرانو د سیمې د قدرتونو په مرسته له دې تشې ګټه اخیستې او زموږ په ملک کې یې د غوره نظام جوړولو مخه نیولې ده. دا پخوا لمړنی لامل و، اوس هم مرکزي مسئله ده او که غمه یې و نه خوړل شي په راتلونکي کې به هم همداسې وي.

په دې لیکنه کې به هڅه کیږي چې د خپلو تاریخي شخصیتونو ښه کارونه او په انصاف سره د تیروتنو یادونه هم وشي. هیله ده موږ خپلو ملي او تاریخي مشرانو ته د عیني تاریخي واقعیتونو په چوکاټ کې وګورو. په مثبتو او ښو ټکو یې سترګې پټې نه کړو خو تیروتنو ته یې هم په انصاف او یوازې د زده کړې لپاره ګوته ونیسو او په هیڅ صورت یې و نه غندو. دا به ستر جهالت او نړیوال استعمار ته هو ویل وي چې د خپل استقلال د ګټندوی او ستر غازي امان الله خان قدر و نه پېژنو.

افغانان، سیاست او نظام جوړونه

د افغا نانو په هکله ويل کېږي چې په جنګ کې ښه دي خو په سياست کې يې مزه نشته. سترو لښکرو ته د هېواد د ويجاړولو او بې سارو سرښندنو په بيه ماته ورکولاي شي، خو ستراتېژيک فکر ته وده نه شي ورکولای، پرانېستي سياسي او اقتصادي بنسټونه او دهغو په بنا ولسواک او با ثباته نظام نه شي جوړولای چې خپلواکي یې وساتي او پرمختګ وکړي. د دې به زيات لاملونه وي خو په يو څو مهمو لاملونو يې په دې مقاله کې بحث کيږي.

پخواشينۍ سره سياست د يوه علم، هنر او مسلک په توګه زموږ په هېواد کې نه دی مطرح شوی. زموږ د خلکو سیاسي شعور لوړ نه دی او موږ پاخه سياسي سراسري ملي ګوندونه د تاريخ به اوږدو کې نه لرل او اوس هم ورڅخه بې برخې يو.

که څه هم افغانستان یو وخت د سیمه ییز سیاست او علومو مرکز و د البېروني، جامي، ابن سینا، افغانستان سید جمال الدین او نورو په څیر ستر ستر پوهان په کې راپورته شول. د غزنویانو، غوریانو، هوتکیانو او بدالیانو په واکمنیو کې د کسپین سمندرګي څخه نیولي چې د ایران په شمال کې پروت دی تر ډیلي او ګجراته پورې سیمې یې په ځان کې رانغښتې مظلومان یې له ظلمه را ایستل او سیمه ییز او نړیوال طاقتونه وو.

احمد شاه بابا ځکه هند ته ورغی چې شاه ولی الله ورڅخه غوښتي و چې د هند مسلمانان د مرهټوو له ظلمه وژغوري او هغه دا کار وکړ. همدارنګه، بیا د هند خلکو د انګریز په وړاندې له زمانشاه څخه مرسته وغوښته، د هندوستان مهاراجه ګانو د شاه زمان د لښکرو لپاره په ورځ کې یو لک  روپۍ لګښت ومانه او هغه له خپلو لښکرو سره د انګریزانو د مقابلې لپاره هند ته ورغی. نو اوس مهمه خبره داده چې پوه شو وروسته څه پېښ شول چې افغانان یې بې وسه کړل، د ملک زیاتې برخې یو په پل دښمنانو بېلې کړې، هیواد مو د پردو د سیالیو ډګر شو.

د ستونزو پیل او زړی

انګریزانو د دې لپاره چې په هند کې د شاه زمان په مشرۍ له افغانانو څخه ځان خلاص کړي او په بېغمۍ سره د هند بې ساري زیرمې او اقتصادي ګټې و زبېښي، تر خپل ښکېلاک لاندې یې راولي، د پارس قاجار واکمنان یې و هڅول چې په دوراني امپراطورۍ او قندهار برید وکړي. انګریزان او ایرانیان وتوانېدل چې د افغانانو په منځ کې خپلمنځي شخړې راپورته کړي او شاه محمود د شاه زمان ورور د هغه په مقابل کې راپورته او استعمال کړي، شاه زمان اړ شو چې بېرته قندهار ته راشي خو هلته په دواړو سترګو ړوند شو او شاه محمود یې ځای ناستی شو. دا شخړه د میرویس نیکه او احمد شاه بابا او د دوی د یو څو ځای ناستو تر برم او عظمت وروسته د هیواد لپاره د سترې بد بختۍ پیلامه وه.

له همدې نېټې د افغان شهزاده ګانو په منځ کې بدمرغي، د قدرت به سر شخړه او پردو ته احتیاج پیل، مرکزي نظام کمزوری، تدبير، عظمت، مدنیت، پوهه، علوم، نظام جوړونه له افغانانو هیر شول او د سیاسي مرکزي مشروع اقتدار تشه رامنځته شوه چې استعمارګرانو ډکه کړه. د شاه زمان له مرګه وروسته د څلویښتو کلونو لپاره د شهزاده ګانو تر منځ خپل منځي شخړې او د افغانستان د تاریخ تر ټولو توره دوره تر ۱۸۳۸ م کال د امیر دوست محمد خان تر واکمنۍ پورې یې دوام وکړ. دا اوږده څلویښت کلنه توره دوره ځکه ملاماتوونکې وه چې په هیواد کې د هوتکیانو او ابدالیانو په لاس رامنځته شوي بنسټونه، مدنیت، وسله وال قوتونه، قومي جوړښتونه او نظم یې وشړول او د پردو لاسوهنو ته یې لاره اواره کړه. هیله دا ده چې په دې بدمرغه دوره، د هغو په ستونزو او تاریخ باندې زموږ تاریخ پوهان څیړنې وکړي او د نن او سبا لپاره ورڅخه درسونه زده کړي او زموږ ملت او سیاسیون یې پلي کولو ته په کلک هوډ ژمن شي.

موږ ګورو چې که په ملک کې د مشروع اقتدار او ثبات چې په سختۍ او اوږده وخت کې رامنځته کیږي، تشه وي، ستر ستر پوهان او ان نبوغ لرونکي عالمان دا تشه نه شي ډکولای. ځکه دا تشه یوازې د وخت په تېرېدو او په سیاسي پروسه کې ډکېږي. له همدې کبله، په دې توره دوره کې که څه هم افغان سيد جما ل الدين غوندې علمي او د قرن مجدد کسان رامنځته شول، چې ټولو شرقي او اسلامي ملکونو ته يې د ازادۍ غوښتنې، یووالي او علم فیوضات او رڼا خواره کړل، د استعمار ضد روحیه یې رامنځته او ازادي غوښتونکي تحریکونه یې رامنځته او تقویه کړل؛ خو څرنګه چې په ملک کې د سیاسي مرکزي او مشروع اقتدار، سیاسي او اقتصادي بنسټونو، د قانون د حاکمیت تشه راپیدا شوې وه او د اصلاحاتو لپاره سم بستر نه و، د هېواد پرګنو او چارواکو دا وړتیا نه لرله چې د غوره مشروع نظام او اقتدار تشه ډکه کړي. استعمارګران او د سیمې رقیب قوتونه په اسانۍ وتوانېدل چې د اصلاحاتو د بریا مخه ونیسي. بیا وروسته موږ غازي امان الله خان غوندې رهبران پيدا کړل چې د لمړي ځل لپاره يې په ټول شرق کې استعمار وننګاوه، د ښه نظام بنسټونه يې هم کېښودل خو په ملک کې د شته جهالت، پوره غوره کادرونو او ښه ټیم نه لرلو، خپلو يو شمېر تېروتنو او استعماري نيرنګونو د هغه مخه هم ډب کړه. د امان الله خان ښه پروګرامونه، نیک نیتونه او هو تیروتنې باید زموږ معاصر شنونکي  په انصاف سره و ارزوي، درسوه ورڅخه راوباسي او اوسني مشران یې باید په عمل کې پلي کړي.

له يوې خوا زموږ خپلو کمزورتياوو او له بلې خوا د روس او انګريز د سترو استعماري لوبو له لاسه په افغانستان کې د سياسي او ټولنيزو اصلاحاتو چاپېريال نه شوای رامنځ ته کېدای، کم علمي شخصيتونه رامنځته او يا رهبري ته رسېدلای شوای، نو طبیعي خبره ده چې ښه رهبران په ښو کادرونو کې رامنځته او ستر ستر کارونه کولای شي. د ښو کادرونو په تشه کې ښه رهبران د چاپلوسانو او خاینو کسانو په ولکه کې راګیر کیږي او ښې لاسته راوړنې نه شي لرلای.

نو له همدې کبله، په وروستيو دوو پېړيو کې موږ ډېر کم داسې مشران لرل چې هم يې په نړيوالو معتبرو علمي نهادونو کې د سياست علم لوستی وي، هم يې د رهبرۍ استعداد، هنر او اړينه ريښتينولي لرلی، او هم په عمل کې په راز راز دولتي پستونو کې په نړيوالو اړيکو او سياست، اقتصاد، تقنين، حکومتولۍ او نظام جوړونه کې پوخ شوی وی، او هم يې د زيات وخت لپاره د افغانستان دولت او حکومت رهبري کړي وای.

مرحوم شهید داود خان یو وطندوسته، د لوړ شخصیت لرونکی، د زیات انرژۍ او کفایت خاوند انسان و، خو په خواشینۍ سره د اشخاصو په پیژندنه او ټیم جوړولو کې یې کمښتونه درلودل. کېدای شي یو لامل یې دا وي چې د قوي شخصیتونو چې تل یې مدح شوې وي، هیڅ څوک یې په مخ کې نه وي درېدلی او نه یې وي ننګولي، یو ستر نقص داشي چې آغا بلې، غوړه مالان خو بې وفا او بې مروته کسان خوښوي، په ځان یې راټولوي، ستر ستر مسؤلیتونه ورکوي او ښه شخصیتونه ورڅخه لیرې کېږي. له همدې کبله قدیر او رسولي غوندې بې کفایته کسان د ده نظامي کابینه وو، ده په ښو کسانو باور و نه کړ او هیواد ورنه د بحران خواته لاړ.

پوهیږو چې شهيد موسی شفيق او شهید میوندوال داسې کسان وو چې د دولت د رهبرۍ پورته خصوصيات يې لرل. خو وخت يې خورا لږ و، د ساړه جنګ اغیزو، د بهرنيانو دسيسو، په دولت کې د خارجیانو نفوذ او په هیواد کې د ښو کادرونو او قوي حزبونو نشتون هغوی د کافي وخت لپاره کارته پرېنښودل او شهيدان شول. نو ځکه زموږ دولت ډېر کم د کوم مسلکي سياست پوه لخوا رهبري شوی، چې په علمي لحاظ د عامه ذهنيتونو رهبري د ملي وحدت په لور وکړي، داسې ستر ملي ارمانونه او ګډ ملي لرليدونه مطرح او عام خلک پرې راټول او ملت جوړونه په مسلکي او علمي توګه وکړي. په پايله کې زموږ سياسي او ټولنيز کلتور او شرايط د غوره سياسي تفکر، ګوندونو او وتلو سياستوالو په رامنځته کولو کې پاته راغی.

د ناکامو سیاستوالو تګلارې

د نورې نړۍ په خلاف د تاریخ په اوږدو کې تر یو څو کسانو وراخوا زموږ سیاستوال د ملي ارمانونو او غوره اجنداوو په شاوخوا او په عامه ذهنیت جوړونه   (Consensus Building) نه پوهیږي. دوی چې لوړ ګډ ملي ارمانونه نه لري، اړ وي چې د قومي کرکو او نفرتونو خورولو له لارې یو شمیر جاهل خلک په ځان راټول کړي.

له همدې کبله زموږ سياستوال د راتلونکي لپاره د مثبتو او لوړو ارمانونو د معرفي او ورته د کار په ځای تل په تېره زمانه کې په منفي مبارزه کې لګيا وو او اوس هم همداسې دي. دې ډول اندونو هغوی ته عکس العملي دريځونه ورکړي. په بل عبارت دوی تل ځانته منفي موخې لکه د نورو کسانو، ډلو او مفکورو له منځه وړل او داسې نور څه ټاکلي چې نه يې غواړي.  زموږ ډېرو  لږو سياستوالو په مثبتو موخو او هغه څه چې د ښو مشرانو د زړه غوښتنې وي پانګونه کړې ده. کمو مشرانو مو په علمي او مسلکي توګه د ملت په یوه ګډه اجندا راټولول، فقر ورکول، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ راوستل، ملي ایدیالونو ته کار کول او ورباندې پانګونه کول پخپلو کاري پروګرامونو کې لرل، داسې چې دوی هغه د راتلونکی لپاره د يوه غوره او مثبت ارمان په توګه غوښتلای.

بريالي او په نړيواله  کچه منل شوي رهبران او سياستوال بيا خپل زيات وخت و خپلو لوړو ملي ارمانونو او ايديالونو ته چې دوی يې د زړه له کومي غواړي، د دوی د زړه او ټول ژوند مثبت ارمان وي، وقفوي. دا ارمان هيڅکله هم منفي نه وي، د چا د محوه کولو لپاره نه وي، په هغه څه تمرکز نه کوي چې نه يې غواړي بلکه زيات تمرکز يې په خپلو لوړو ګدو ملي ارمانونو وي. دا ټکی په نړيوال معاصر سياست او د سیاست په علم کې مهم او مرکزي ټکی جوړوي. که د اسلام اصلي روح ته ښه ځير شو او د الله د رسول سيرت او سنت مطالعه کړو يقين به مو لا ثابت کړي چې د الله رسول په مثبتو ارمانونو تمرکز کاوه او هغه منفی افکارو ته اهمیت نه ورکاوه او د کار اجندا خو یې بیخي نه وه. خو په خواشينۍ سره زموږ زياتې سياسي ډلې او شخصيتونه له دې  سياسي او ټولنيز فن او هنر څخه محروم دي او منفي مبارزه او عکس العملي دريځونه زموږ د سياستوالو په خټه کې اخشل شوې او داسې فکر کوي چې مبارزه خو يوازې همدا ده.

مبارزه زموږ په ملک کې یوازې دې ته ویل کیږي چې د کوم بل کس، ګروپ او یا بلې مفکورې په وړاندې خلک بدرد ووایي، کرکه ورسره وښيي او بس. په اصل کې ګټوره او علمی مبارزه داده چې د لوړو مثبتو ارمانونو د لاسته راوړلو لپاره خولې تویې کړو، خلک په ځان راټول کړو او د ټیټو ارمانونو خلک لاندې په خاورو خځلو کې پرېږدو نه دا چې تل ورسره لاس او ګریوان وو. خامخا به مفسدین او خاین خلک وي چې ریښتینو مبارزینو ته خنډونه به جوړوي، خو دوی باید و نه توانېږي چې ریښتیاني مبارزین له خپل اصلي مسیر څخه چې په لوړو ګډو ارمانونو تمرکز دی بلې خواته واړوي او په منفي او عکس العملي سیاستونو کې راګیر کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*