تازه مطالب
Home » تحليل » ځانګړی نظر » د مرګونو سوداګر!/قاضي نجیب الله جامع
د مرګونو سوداګر!/قاضي نجیب الله جامع
قاضي نجیب الله جامع

د مرګونو سوداګر!/قاضي نجیب الله جامع

آزادي ملتونو ته کرامت وربښي، مګر درنښت ترې غواړي سید جمالدین افغان وایې شرقی هیوادونه او ملتونه تل پدی برخه کښې د خپل تاریخ له دوه کړاونو سره لاس او ګریوان وو. چې یو خارجې استعمار دی او دویم د هغوی کورنې عامل داخلي استبداد.

د ټرمپ په وژلو، جګړه ماری، وحشت ډیرولو او په ټوله کې د جګړې پر دوام ولاړې ستراتېژي له علان څخه د ګډ حکومت د سر لارو ډاکترغنی، عبداللهاو ټولو هغو تود هر کلې چې تر پرونه یې ځانونه د جګړې ضد ټلواله څخه بلل، سوله، امن، خپلواکه اوسېدل او پدی لاره کښې یې کله نا کله درواغجن او له لاپو ډک دریځونه لرل. اوس یې څېرې بربنډي او پټي دښمنۍ یې برملا او رسواه شوی.

ځکه د افغانانو طبیعت داسی دې چې هغوی هیڅکله تاړاګرو او استعمارګرو ته د زور په وسیله د تسلیم سر نه دې ټېټ کړي، هغوی چې کله هم د یو افغان په ستونی پښه ورکیږدی او هغه د خپل ژوند وروستي سلګۍ وهی، د دي پرځای چې له هغه څخه د تسلیمیدو انتظار باسی، مګر نه هغه به خپله وروستي ساه ګانۍ دښمنته په ښکنځلو تیر کړی.

بل لور ته اوس د خلګو ذهنی پوهه خورا اوچته شوی، د جګړې ماهیت له هر اړخه تر پخوا څو برابره روښانه شوی او ولسي قضاوت هم دا دي چې هیڅ افغان ټروریسټ نشي کیدای، طالب افغان دې مګر هیڅ پردی پالي ته موږ افغان نشو ویلی.

ځکه له امريكايي منطق څخه زموږ تجربي ښودلی چې هغوي هر هغه افغان ترهګر بولي چې د دوي د تاړاکګریو په وړاندی ودریږی، د جنایت منطق یې وننګوي، افغان وژنه یې وغندي، د آزادي احساس ته یې پر شخصی غوښتنو او ګوندی ګټو لومړیتوب ورکړی، هغه د دوی دښمن دی، په هغه شېبه په تور لیست کې داخل او ځای به یې ګونتانامو او باګرام وی او یا به لکه د ټرمپ او د هغه د سلف بوش په خبره وژل کیږی.

چې د دغه تور وحشت معلومه بیلګه د هسکۍ مېنۍ له ابله ورځنی تورتم څخه نیولې بیا همدا پرون د هرات په شينډنډ ولسوالۍ بخت اباد سيمې کې امريکايي بې پيلوټې پر ولسي خلکو بمباری کې  په سیمه کې د ټرمپ د ستراتیژی له امله ۳۵څخه ډیر بی ګناه هیوادوالو ته مرګ ژوبله اړولی.

بنا د ټرمپ پالیسی چې سهیلی اسیا هم تر خپل چتر لاندی رانغاړی او لا اوس یې د چین او روسیې په څیر د سیمه ایزو اټومی ابر قدرتونو حساسیتونو او اندیښنی راپارولی، دا د دئ ښودنه کړی چې دا تګلاره سوله ناممکنه کوی، افغانستان د نویو او وینه بهونکو جګړو داسی ګړنګ ته ورټیل وهی چې کلونه څه چې لسیزی، لسیزی به یې په شرارتونو کې رایسار او ښکېل وی .

د بېلګه په توګه د امريکا يوه پخواني پوځي افسر او د بهرنيو چارو پخواني وزير کولن پاول د دفتر رييس متقاعد ډگروال لارينس ويلکرسن د ټرمپ د جګړه ماری ستراتیژی تر علان وروسته ويلي، چې امریکايي پوځيان به تر راتلونکو پنځو لسيزو په افغانستان کې پاتې وي او هلته به د سيمې د هېوادونو او امريکا ترمنځ کړکېچ روان وي.

ډگروال ويلکرسن ويلي، چې افغانستان د سيمې هغه يوازېنی هېواد دی، چې امريکا کولای شي، له دغه ځايه د روسيې او چين پر ضد گامونه اوچت کړی.

دغه امريکايي چارواکي ويلي، چې د ډونلډ ټرمپ د نوې سټراټيژۍ له مخې به امریکا د خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره تر ناڅرگندې مودې په افغانستان کې پاتې وي.

هغه وايي: «هغه څه، چې موږ ګورو، دا يوه ستره لوبه ده، چې روسيه، چين، امریکا او د مرکزي اسيا دولتونه په کې ښکېل دي.»

د ملی یوالی د سهامی شرکت جوړولو اساسی موخه هم همدا وه چې امریکا د یوی بی نظمه، بی څښتنه، او پاشلی ټولنی د رامنځته کولو له لاری ، کورنی او سیمه ایز مسایل داسی پیچلی کړی، تر څو د بحران مدیریت د اصیلو او په هیواد مینو افغانانو له واک څخه وباسی چې د ملی یوالی حکومت او رهبران یې د دغې ډرامه ښه، وړیا او ایمانداره ممثلین کیدای شوی.

ځکه دغه ټیټ تصور چې ځینې ډلي یې لري، چې سوله ته رسېدل یوازی د جګړې له لاری کیدای شی خورا احمقانه ځکه دی چې کله ۱۶۰ امریکایې او ناټو تر پوزی په وسلو بار ځواکونو ونشوی کولای طالبان سولې ته په زور حاضر کړی نو ایا محال نه دی چې ۴ یا ۸ زره ځواکونه دی د جګړې رنګ بدل کړی، دا پداسی حال کښې چې په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار اداره سیگار وايي، چې په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې زیاتې شوې او دا مهال د هېواد ۴۳سلنه خاوره له طالبانو سره ده.

بنآ هغوی چې د ټرمپ پالیسي او د هغوی اجرتی عسکرو ته په لاسونو پړه کولو کې سیالۍ کړی،هغوی چې له امریکایانو سره گډ افغانستان جوړولی شي ولې له طالب سره ګډ افغانستان نه شي زغملی، هغوی  چې له طالب سره دښمني ته کار وایې او پدغه نامو یې خوری، د مرمي ضد موټرو کې ګرزیږی، مزی او چړچې پکښې کړی، امتیازات اخلي ودی پوهیږی چې د جګړې غزول حل لاره نه دی. دوی د مرګونو له سوداګر امریکا سره پدغه نړیواله، کرغیړنهاو د تاریخ تر ټولو په شرمونکې او خاینانه توطیه کې ګډ دی، دوی نشی کولای تر ابده د نیواک او اشغال تر سیوری لاندی په امن کښې او اوسیږی، د دې اور لمبی به حتمن د دوی کور ته هم رسیږی.

د سولې له پاره غوره ادرس د جګړې اغیزمن لوری طالبان دی، د سولې تر ټولو اصلی او اساسي خنډونه د جګړې د مشروعیت او دوام عوامل د بهرنیانو نظامی شتون او د هغوی جنایات دی.

پاکستان سره سوله محض درواغ دی، او دا د فرصتونو سره تکبر او پاکستان ته د امتیازاتو ورکړه دی.

راځي دغه حاکمیت چی اوس یواځې تر سیمټي دیوالونو رایسار دی د سولې له لاری ملي کړو. د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا چې اوس یوازی په سرکونو او لویو ښارونو پوری محدوده دی نشي خوندی کیدای دا به د طالب په راتگ تر دروازه،  تر خم آباده، تر مارجې او تر ډنډ پټان لوی شي.

په درناوي

د یو خپلواکه او لوی افغانستان په لور

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*