تازه مطالب
Home » تحليل » د ټرمپ تګلاره او د افغانستان نامعلومه برخليک/ بشير صديقي
د ټرمپ تګلاره او د افغانستان نامعلومه برخليک/ بشير صديقي

د ټرمپ تګلاره او د افغانستان نامعلومه برخليک/ بشير صديقي

تېره دوشنبه د آګسټ په يوئيشتمه 2017م کال ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه خپله تګلاره روښانه کړه خو د تګلارې پر جزئياتو يې د خبرو کولو څخه ډډه وکړه چې دغې موضوع په نړيوالو رسنيو کې ددغې تګلارې په اړه ګونګوسې رامنځته کړې. د ولسمشر ټرمپ تګلاره هيواد دننه د يو شمير رهبرانو او سياسيونو د پراخ هرکلي سره مخامخ شوه خو له بل اړخه بيا طالبونو او آن ځينو نورو چارواکو دغه تګلاره په سختو ټکو وغندله.

ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې وويل,”وروسته د اوږده بحث او هر اړخيزې څېړنې وروسته زه په افغانستان کې د امريکا ملي ګټو ته په دريو ټکو کې خلاصې ته اړ شوم”.

لمړى) مونږ د يو باعزته پايلې په لټه کې يو چې زمونږ د هيواد د شان سره برابره وي او د هغو قربانيو وړ وي چې مونږ دغه هيواد کې ورکړي, په ځانګړي توګه د هغو سرتېرو سرښندنه چې هلته يې په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى.

دوهم) د سپتمبر د 11 پېښه چې زمونږ د تاريخ غمجنه پېښه وه له افغانستان څخه پلان شوې وه ځکه ياد هيواد هغه وخت دداسې چا لخوا اداره کېده چې جنګياليو ته يې خوندي پټنځايونه ورکړي و. زمونږ ناڅاپي وتل به افغانستان کې يو ځل بيا د قدرت تشه رامنځته کړي او دغه ترهګر به يو ځل بيا پدې وتوانېږي چې ځان غښتلى کړي. زه نه غواړم چې د عراق تېروتنه تکرار کړم.

دريم) امنيتي ګواښونه چې مونږ يې له افغانستان او جنوبي آسيا څخه لرو زيات دي همدامهال په دغه سيمه کې 20 ترهګريزې ډلې د متحده ايالاتو له لوري پېژندل شوي چې دا زمونږ امنيت ته ستر ګواښ دى.

ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه په خپله تګلاره کې وويل; زمونږ تګلاره به د وخت د مهدوديت په اساس نه بلکې شرايطو ته په کتو ولاړه وي. زمونږ امنيتي، اقتصادي او ډيپلوماتيک فکتورونه اړ دي چې سره يوځاى ګډ کار وکړي تر څو د يوې بريالۍ نتيجې شاهدان اوسو. زمونږ د تګلارې بل اړخ به د پاکستان په اړه وي چې څرنګه ددغه هيواد سره اړيکې ټينګې کړو. مونږ په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي پټنځايونو په اړه نور زغم نشو کولاى ځکه پاکستان هغه ډلې تمويلوي چې هره ورځ زمونږ بچيان وژني؛ پاکستان زمونږ سره په همکارۍ ډير څه ترلاسه کړل مګر که خپلو کړنو ته همداشان دوام ورکړي نو ډير څه به له لاسه ورکړي. هندوستان ته لازمه ده چې زمونږ د سياسي او اقتصادي همکار په توګه افغانستان کې خپلو پراختيايې کارونو ته دوام ورکړي.

د ټرمپ دغې تګلارې په هيواد دننه او نړيوالو رسنيو کې تند غبرګونونه او هرکلي له ځانه سره لرل. ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د ولسمشر ټرمپ د تګلارې حمايه او د متحده آيالاتو له همکارۍ مننه وکړه؛ ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وويل, “اوس د ابهام او شک وخت پاى ته رسېدلى، بې له شکه مونږ سختې شيبې تيرې کړې خو اوس مو د خداى په مرسته د اعتماد فضا رامنځته کړې او د ګډو ګټو تعريف مو روښانه کړى”.

پخواني د ملي امنيت مشر امرالله صالح د ټرمپ تګلاره د احمدشاه مسعود د آرمانونو يوه برخه وګڼله او داسې يې وانګېرله چې دا تګلاره دې احمدشاه مسعود له قبر څخه جوړه کړې وي.

 بل اړخ ته بيا پخواني ولسمشر حامد کرزي او طالبانو د ټرمپ تګلاره په کلکو ټکو وغندله. کرزي وويل, “ټرمپ د سولې او ملي جوړجاړي پرځاى يو ځل بيا د جګړې پر دوام ټينګار کړى چې دا به جګړه په افغانستان کې لا ګرمه کړي”. کرزي دا تګلاره د افغانستان د ملي ګټو خلاف وبلله.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د ټرمپ ستراتيژي د امريكايانو د وارخطايى څرګند حقيقت وباله؛ هغه د طالبانو په خپره شوې اعلاميه کې ويلي چې, “امريکايان وارخطا دي چې څنګه ددوى اوږده جګړه نه ختمېګي او مونږ به دغه وارخطايي نوره هم زياته کړو، مونږ په زرګونو فدايې ځوانان بريدونو ته چمتو کړي چې په نژدې وخت کې به جنرال نيکولسن او نور ورته امريكايي جنرالانو ته دا جوته کړو چې دوى له کوم ډول دښمن سره مخامخ دي”. مجاهد همداراز زياته کړې چې امريکايان دې په خپل زور او ځواک نه مغرورېږي مګر دوى بايد حقيقت درک کړي او د جګړې ددوام پرځاى د خپلو عسکرو په ويستلو فکر وکړي.

ټرمپ د افغانستان ګاونډي او په افغانستان او سيمه کې د دوامداره بحران راپنځونکي هيواد پاکستان ته ګواښ وکړ. ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې پاکستان د هغو ډلو په ملاتړ تورن وباله چې دده په وينا هره ورځ ددوى بچي وژني او په سيمه کې وحشت خپروي او ګواښ يې وکړ که پاکستان همداشان خپلو کړنو ته دوام ورکړي نو هماغه شان چې ياد هيواد متحده ايالاتو سره په همکارۍ ډير څه لاسته راوړي همدغه شان به ډير څه د ترهګرو په ملاتړ له لاسه ورکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې د هغه څرګندونې غلطې وبللې او زياته يې کړه چې پاکستان او متحده ايالاتو ايالاتو ته اړينه ده چې د تروريزم خلاف جګړه کې په ګډه مبارزه وکړي ترڅو دغه کرکجنه پديده لمنځه يوسي.

په اسلام آباد کې ميشت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مشر او د سنا غړى سحر کامران بيا د ولسمشر ټرمپ ستراتيژي نوې ونه بلله بلکې دا يې د امريکا د سياستونو يوه برخه وګڼله چې اوس غواړي سيمه کې نوي جنجالونه وزيږوي.

د ولسمشر ټرمپ نوککه له پاکستان نه او د هندوستان ستاينه د افغانستان د بيارغونې د پروسې له کبله او همداشان هندوستان خپل د يو مهم اقتصادي همکار په حيث ګڼل دغه لانجمنې موضوع ته لا پېچلتيا ورکړې؛ د ټرمپ د څرګندونو وروسته د چين هيواد په رسمي ډول د پاکستان حمايې ته راودانګل. ددغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت وياند په رسمي کنفرانس کې د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې وويل, چې پاکستان ددغې پديدې سره په مبارزه کې تر ټولو دمخه هيواد دى او ددغې جګړې په لمړي کتار کې ولاړ دى چې تر دې دمه يې ډيرې قربانۍ ورکړي. او تمه ده چې پاکستان به د چين په مرسته ډير ژر په اسلام آباد کې د نړيوال کنفرانس کوربه وي تر څو د دنړيوالو حمايت ترلاسه کړي. مارک مازيتي او سلمان مسعود په نيويارک ټايمز کې خپلې خپرې شوې مقاله کې وايي,”افغانستان د پاکستان او هندوستان د نيابتي جګړې د ميدان حيثيت لري خو له بل اړخه بيا دواړه هيوادونه افغانستان په سيمه کې د يو همکار هيواد په توګه په حيث کې شمېري”.

خو د ټرمپ د څرګندونو نه دا له ورايه جوتيږي چې متحده ايالات په سيمه کې خپل د اقتصادي همکار د برلاسي ښودلو په لټه کې ده چې د فعالې ډيپلوماسۍ له ليارې افغانستان کولاى شي ددغه حالت څخه مثبته ګټه پورته کړي او د ګډو ګټو تعريف خپلو ستراتيژيكو همکارانو ته روښانه کړي.

مايک پنس د ولسمشر ټرمپ مرستيال په خپلو څرګندونو کې ويلي, “د ټرمپ تګلاره کولاى شي زمونږ مخکينى ماتې لمنځه يوسي”. هغه وايې د ټرمپ اولويت د امريکايانو د ژوند خوندي کول دي چې ولسمشر له لمړى ورځې دا موضوع په خپلو خبرو کې روښانه کړې. پنس د ټرمپ د ملت جوړونې جنجالي موضوع په اړوند زياته کړې؛ چې زمونږ موخه په افغانستان کې د ډيموکراسۍ حاکميت يا د يوه قوي مرکزي دولت چې وکولاى شي ټولې وړې او غټې ډلې ټپلې د مرکزي حکومت تابع کړي نده، بلکې موخه مو د فساد کموالى، د اصلاحاتو رامنځته کول او د پوځ غښتلي کول دي.

له بل پلوه جېمز سټريدس د امريكا د مرستندويه ځواکونو قوماندان د ټرمپ د تګلارې په اړه وايې؛ د ولسمشر ټرمپ تګلاره نوې نده بلکې دا هماغه د 2013م کال ستراتيژي ده چې د بدو په منځ کې بدترين انتخاب دى. هغه د افغانستان جګړه د ويتنام سره پرتله کړې او ولسمشر ټرمپ يې د تاريخي تيروتنې د بيا تکرارولو باندې تورن کړى؛ جېمز وايې د 2400 امريکايي سرتېرو د وژل کېدو او تقريباً د يو تريليون ډالرو لګښت وروسته مونږ بيا هم د ويتنام په شان حالت ته راګرځېدونکي يو.

د طالبانو د ورځ تر بلې غښتليا او د نويو سيمو نيول هغه څه دي چې د افغانستان راتلونکى نامعلومه لوري ته راکشوي. رود ناردلنډ [د افغانستان برى د ټرمپ د تګلارې تر چتر لاندې] مقاله کې وايي چې طالبان کمزوري شوي نه دي مګر تر پخوا يې ډيرې خپلې ريښې غزولي او د نويو سيمو د نيولو په حال کې دي. هغه حقاني ډلې ته په اشاره کې او د طالبانو د رهبرۍ په شورا کې ددوى شتون په اړه ويلي چې ددوى يوځاى والي جګړې ته لا قوت وربښلى او طالبان اوس د تېر نه ډير افغان امنيتي ځواکونو سره تندروانه غبرګون کوي.

کابل کې مېشت امريکايي قومندان بيا وايي چې د ټرمپ د تګلارې موخه داده چې طالبانو ته روښانه کړي چې دوى د پوځي لارې نشي کولاى په افغانستان کې د جګړې ګټونکي شي مګر اوس ددې وخت رارسيدلى چې سولې ته غاړه کېږدي او افغان دولت سره يوځاى شي. يو باثباته افغانستان د افغانانو هيله او د نړيوالو موخه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*