تازه مطالب
Home » تحليل » ځانګړی نظر » د ټکنالوژۍ او ايډيالوژۍ جنګ/ ابن مبارک احمدزی
د ټکنالوژۍ او ايډيالوژۍ جنګ/ ابن مبارک احمدزی

د ټکنالوژۍ او ايډيالوژۍ جنګ/ ابن مبارک احمدزی

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر او د نړۍ معاصر فرعون ډونالډ ټرامپ د افغانستان په اړه خپله نوې پالیسي او ستراټيژي اعلان کړه،په دې تګلاره کې له ورایه غرور او کبر پروت وو،جالبه لا دا چې د ټرامپ مزدورانو باندې سم اختر جوړ و،له هغې وروسته په بېلابېلو ډولونو سره له یادې ستراتيژۍ څخه تعبیرونه واخیستل شول،چا ویل له دې سره به د طالبانو نسل ختم شي،چا ویل دا نهایت مثبته پالیسي ده،چا ويل له دې سره به دموکراسي لا هم حاکمه شي او د طالبانو د خوښې نظام (اسلامي نظام ) به هېڅکله هم دلته حاکمیت و نه شي کړای،له حاشیوي خبرو تېرېږم په اصله موضوع راڅرخم چې هغه د یوې ګونګې مسألې په اړه وضاحت دی،زموږ د یو شمېر ځوانانو،دولتي کارمندانو او اجرتي ګوډاګیانو لویه بدبختي دا ده چې امریکایانو ته یې د الله تعالی د (الوهیت) صفت منسوب کړی (العیاذ بالله) نو له همدې امله د نوې ستراتيژۍ پلوي کوي او ویاړي چې له دې سره به د طالب نسل ورک شي او موږ به د دموکراسۍ په رڼا کې ژوند کوو، اوس پوښتنه دا ده چې آیا دغه نوې ستراتيژي به په ريښتیا وشي کولای چې د طالب صف مات کړي او هغوی پرېنږدي چې خپلو موخو ته ورسيږي؟!

خبره تر لمر روښانه ده،تاسو ته بهتره مالومه ده چې له نن څخه شاوخوا شپاړس کاله پخوا هم ناټوګۍ فکر کاوه چې دا امت به د پرمختللو وسلو او مهماتو په استمعال سره ایل کړي،خو په عراق او افغانستان کې مکررو تجربو وښوده چې د اسلامي عقیدې د زورورو څپو مخې ته هېڅ قوت ان که اتوم بم هم وي نه شي درېدلی،زموږ تاریخ له داسې زړورو ځوانانو ډک دی چې د کافرو زور او ظاهري ځواک نه دي ځانته ایل کړي،د اسلامي امارت اتلو سرسپارلو مجاهدینو د اشغال له پیله اعلان کړې چي له خپل دين، وطن او ولس څخه به د امريكايي يرغلگرو ځواكونو په ضد داسي دفاع كوي لكه چي زموږ زړه ورو پلرونو د انگريزانو او روسانو په ضد د هېواد له لوېشت لوېشت خاوري نه د سرو وينو په بيه دفاع وكړه. په‏ دې وياړو چي زموږ مؤمنو مجاهدينو ته الله جل جلاله د دې توفيق وركړ چي د امريكا ضد مقدس جهاد كي ستره ونډه ولري، دا جهاد د اسلامي امارت د با ايمانه سرتېر‏و مجاهدينو په لاس پيل شو، پداسي حال كي چي له يوې خوا د امريكايانو وسلو ډېر خلك وېرولي وو او له بلي خوا د دوى ډالرو ډېر تالي څټي نوكرۍ ته هڅولي وو، ځينو له اسلام، ولس او وطن سره خيانت وكړ، دښمن ته تسليم شول او د امريكايانو تر قومندې لاندې د خپل ولس په خلاف وجنگېد‏ل، ځينو د څو ډالرو په مقابل كي خپل ايمان خرڅ كړ، له امريكايانو سره ملگري شول، د دوى په لاس تپل شوي لاس پوڅي حكومت كي یې برخه واخیسته او د دې مزدور حكومت په تورې ټنډې یې د اسلامي حكومت ټاپه ووهله، د امريكايي يرغلگرو په ضد اسلامي جهاد یې ناروا وگاڼه، د امريكايانو په گټه، د مجاهدينو په ضد او د جهاد په خلاف یې تبليغات كول او فتواگاني یې وركولې چي نور نو د جهاد وخت تېر شوى، د هېواد د بيا ودانولو وخت رارسېد‏لى او امريكايان زموږ د هېواد د نيولو لپاره نه بلكي د بياودانولو لپاره راغلي، بايد د دوى  څخه مننه وكړو، او له دوى نه وغواړو چي د اوږدې مودې لپاره زموږ په هېواد كي پاتې شي او خپل ځواكونه له پلازمېني نه علاوه د هېواد په نورو لويو ښارونو كي هم مستقر كړي!!

امريكايانو او د دوى افغاني مزدورانو دا هڅه كوله چي وښيي زموږ په هېواد د شوروي اتحاد او ناټوګۍ د يرغل ترمنځ څه فرق شته، دوى د امريكايانو بمبارۍ سوله ايزه گڼله، د امريكايي ځواكونو په لاس د افغانانو بې رحمانه وژني یې مشروع او جائزې وژني شمېرلې، ويل یې چي امريكايان د افغانستان د اشغال لپاره نه بلكي د بياودانولو لپاره راغلي، د ددوى ځواكونه آزادي بخښونكي ځواكونه دي نه تېر‏ي كوونكي ، د ديموكراسۍ، آزادۍ او خپلواكۍ پيغام له ځان سره لري، دوى د كرزي او ببرك ترمنځ هم توپير کاوه او اوس یې د اشرف غني او یعقوب خان تر منځ هم کوي، د بن امريكايي غونډه یې داسي گڼله لكه چي هلته د امريكا او روسيې جاسوسان نه بلكي د افغان ولس واقعي منتخب استاځي راغونډ شوي وي او د افغانستان د خپلواكۍ ترلاسه كولو پرېكړه یې كړې وي، دوى له امريكايانو نه غوښتل چي خپلي بمبارۍ لازياتي او د بمونو وزن او زور ځواك لازيات كړي« رباني لالا به ورته ویل چې کلان کلان بما را سرشان ایلا کو، چې تاسو ولیدل د برهان الدین ارمان په قبر کې پوره شو او یرغلګرو په اچین کې تر ټولو ستر بم و ازمویه»، او دوی به هغه وخت ورته ویل چې د تصفيوي عملياتو لمن نورو سيمو ته هم خوره كړئ او له طالبانو او القاعدې نه علاوه نورې ډلي هم پكي شاملي كړئ!! پداسي حال كي چي امريكايانو په افغانستان كي هغه جنايات وكړل چي په تاريخ كي یې مثال ډېر كم موندلى شو، داسي جنايات چي روسانو هم ترې ځان ساته، په قلعه جنگى كي د اسلامي امارت د سلګونو اسيرانو ډله ايزه وژنه، په ارزگان كي په اوو كليو د واده په شپه بمباري، په خوست كي په جامع جومات د تراويح لمانځه په وخت بمباري، د نيازيو او د پچير او آگام په كليو وحشيانه بمبار او د سلهاوو بې گناه ښځو، ماشومانو او سړو وژنه، له طالب او القاعدې سره د تړاو په تور په سلهاوو كسان نيول او گوانتنامو ته لېږدول او په تنگو تنگو قفسونو كي د اوږدې مودې لپاره له محاكمې پرته د دوى ساتنه، د دوستم او د شمالي ټلوالي د نورو وطن خرڅوونكو ډلو په لاس له پنځو زرو نه زيات پښتانه له طالبانو سره د ارتباط په تور وژل،په پروان،کندوز،لغمان،بغلان،مدان وردګو او غور کې د جوماتونو شهیدانول،په جنوبي زون کې د چاپو په ترڅ کې د سلګونو بې ګناه هېوادوالو شهادت او دېته ورته په سلهاوو نور جنايات د امريكايانو د مزدورانو له نظره نه د غندلو وو او نه د يادولو، او نه د بشري حقوقو مغاير اعمال، دوى امريكايانو ته په دې  ټولو جناياتو كي برائت وركولو او ملامتى یې د امریکا د يرغل په مخالفينو اچوله، د غرب په نايټ كلپونو او د فحشا خانو كي د پيدا شوو او روزل شوو تبليغات خو پرېږده حتى امريكا ته تسليم شوو تش په نامه رهبرانو او سركاري افرادو دا هڅه كوله چي د امريكا دا بربنډ يرغل، په افغانستان كي نظامي اډې جوړول، په كابل باندې د يوه لاس پوڅى حكومت تپل، نايټ كلپونه، فحشا او د فساد خورولو رنگ رنگ مركزونه پرانستل، دا هېواد خپله مستعمره گڼل او هغه ته د خپلي خوښي نوى اساسى قانون جوړول، په خپل سر هر وخت او په هر ځاى بمباري، د هرچا نيونه او د خپلو اډو په زندانونو كي د اوږدې مودې لپاره د دوى تعذيب او ځورول او گوانتنامو ته د دوى لېږدونه، د تعليم او تربيې لپاره د خپلي خوښي داسي تعليمي نصاب وړاندي كول چي افغاني ماشومان له خپل ملي كلتور او اسلامي هويت نه پردي كړي، پدوى كي د خپلواك او آزاد ژوند او له خپلواكۍ نه د دفاع په لار كي د جهاد او قربانۍ جذبه مړه كړي، د راډيو آزادي او امريكا غږ له لاري د افغانانو د گمراه كولو لپاره 24 ساعته تبليغات او د افغانستان دننه گڼ شمېر راډيو سټيشنونه فعالول او له دې لاري د افغانانو د مذهب، او كلتور ضد خپروني كول، د روسانو په څېر افغانستان ته ملكي او نظامي مشاورين رالېږل او د تش په نامه مؤقت حكومت واگي هم عملاً په خپل لاس كي اخستل … دا ټول یې روا گڼل او د دې په ضد یې جهاد ناروا گڼلو!! په حقيقت كي دا د تورو او سپينو پگړيو په سركوونكي آخوندان د منافقينو تر سردار عبد الله ابن ابى ابن سلول نه هم سخت منافقين دي، دې آخوندانو د لا اله الا الله كلمه په دروغو ويلې، په ژبه یې د لا اله الا الله ذكر خو په زړه كي یې له طاغوت نه تمه او وېره او په عمل كي یې د خداى او مؤمنانو له دښمن سره دوستي او ملگرتيا!!

د امريكايانو وحشيانه بمباريو عام ولس سخت وېرولي وو، چا چي د جهاد ضرورت احساساوه د اكمالاتو د منابعو نشتوالى، له دښمن سره د گاونډيو ملگرتيا او د پناه ځاى نه درلودلو په وجه یې جهاد ته زړه نشو ښه كولى، په همدې سخت حالت كي يوې ډلي با ايمانه او په خداى مينو مجاهدينو د مرحوم أمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) تر قیادت لاندې د جهاد لپاره ملا وتړله، د خداى په نامه یې لوړه وكړه چي يا به خپل هېواد آزادوي يا به په‏ دې لار كي خپل سر قربانى كوي. دوى جهاد پيل كړ، الله تعالى د دوى په هڅو كي بركت واچواوه او له انتظار نه اوچت نتائج یې پرې مرتب كړل.دا دی موږ ولیدل چې په ۲۰۰۱ کې طالبانو حق نه لاره چې په غارونو او سمڅو کې لا ژوند وکړي،خو نن یې ښارونه او ولسوالۍ په لاس کې دي،ناټوګي زاره چاودې ده چې راځئ سوله وکړه! د شرق او غرب قوتونو اوس خپله ماته او د طالبانو په بریالیتوب اعتراف کړی دی،د اسلامي امارت له تأسیس څخه تر اوسه څه د پاسه ۲۰۰۰۰۰ ځوانان د الله تعالی د دین له پاره قرباني شول او دا لړۍ لا هم روانه ده غځېږي،د چا پلار یې مخه نه شي نیولی،بنا دا امت مړ نه دی،په دې امت باندې د ړندو او کڼو ګومان مه کوئ،دوی د جهاد په نسل مشهور دي،دوی د غازیانو بچیان دي،دوی د مظلومانو ټولګي دي،دوی د اکبر خان او ایوب لمسیان دي،امریکايي تهذیب،د ډیسکو او نایټ کلپ تهذیب د افغانستان مسیر نه شي بدلولی،دا وطن به د غازبانو وطن وي ان شاء الله.اوتم بمونه به مو د هیروشیما او ناګاساکي په څېر ښارونه ویجاړ او ښایستونه له منځه یوسي خو عقیدې نه شي له منځه وړلی،شپاړس کلن استعمار چې استحمار هم ورسره مل و د افغانانو مسیر بدل نه کړ،نو د بمونو په مور او پلار به هم هېڅ بدلون په کې را نه ولئ،دا وطن میرات نه دی،شته داسې ککرې چې په ټول زور سره به تر وروستۍ سلګۍ له تاسو سره ډغره ووهي ان شاء الله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*