تازه مطالب
Home » تحليل » ځانګړی نظر » بغدادي پیر افسانوي ناول که تاریخی سند؟/  سمیع الله صافی
بغدادي پیر افسانوي ناول که تاریخی سند؟/  سمیع الله صافی

بغدادي پیر افسانوي ناول که تاریخی سند؟/  سمیع الله صافی

څو ورځي وړاندی د جمعیت اصلاح مشهور ملا، ملا صبور د راتلونکی اسد ۲۸ چی د انګریزانو څخه د ازادی د ورځ ده لپاره د پلان شو کنسرټونو په اړه خپل فیس بک پاني باندی ولیکل:

(۲۸ اسد باندې چې کوم خلک د رقص او سرود برنامې جوړوي اصل کې د آزادۍ د ورځې بې عزتي کوي، د آزادۍ د شهيدانو روح خامخا په داسې ناکاره برنامو خفه کېږي، درست لمانځل دادي چې کوم هدف لپاره افغانستان آزاد کړای شوی هغه هدف لاس ته راوړو چې اسلامي نظام او قانون دی، افغان قام د دې لپاره ازادي نه ده تر لاسه کړې چې خلک د پکښې ډمانې وګډوي، که څوک دا وايي چې آزادي ددې لپاره تر لاسه شوېړبه خپل عقل د وژاړي انګريزانو خو دا کارونه له مونږ ځنې به ښه توګه سرته رسولی شول نو بيا له هغوی نه د آزادۍ اخيستو فائده څه وه؟ خوشحالي د الله عبادت کې ده، د زړونو اطمينان د الله ﷻ په ذکر تر لاسه کېږي بيا هم ملت په داسې ښکلې ورز د رقص او سرود دمحفلونو د قائمولو سخت مخالف دی، دا ورز بايد په داسې ښکلې او درنه توګه ولمانځل شي چې د افغانانو د وقار او عزت سره برابره وي.)

ددې فیس بکي لیکنی سره بیا د مولا صبور په خلاف لیکل شروع شول، مخالفینو یی خبره بیخی ګډوډه کړه او ددې کوشش یی وکړ چی اصلی خبره چی د کنسرټونو سره مخالفت دی ورکه کړي او مولا صبور په دې متهم کړي چي د ازادی جشن ته حرام ویلی او امیر امان الله خان یی بیا کافر بللی. خوشحال اصفی، عمرزی او نورو چی له موضوع یا صحیح خبر نه وه او یا یی ځانونه قصدا بی خبره اچولي همدا د دروغو اوازې خپل د لیکنو لپاره بهانه وګرځولې د فیس بک تر څنګ یی تاند،روهي او نورو سایټونو کی مولا صبور پسي لیکل وکړل او هر نوعه اخلاقی حدود یی تر پښو لاندی کړل. په هر صورت راځو د خپل بحث موضوع ته. په همدې وخت کي د مولا صبور مخالفینو یو بل کار هم وکړ چی د نصیر احمد احمدی لخوا د امان الله دور باندی لیکل شوی ناول بغدادي پیر ته ډير کمپاین وکړ. او مولا صبور یی د بغدادي پیر په نامه یادوه. عامو ځوانانو ته یی دا ناول د یو تاریخی لاسوند په حیث معرفی کاوه او کوي. چی اوس یی د فیس بک والو منځ کی دې بحث ته زمینه جوړه کړه چی ایا ناولونه د تاریخی کتابونو او اسنادو حیثیت لري او کنه؟  زه دلته تاسو سره د یو شمېر مشهورو فیس بکی لیکوالو نظرونه په دې اړوند شریکوم چی د هغوی له جملې ښاغلی عنایت الله کاکړ لیکي:

 (که افسانوي ناولونه د کوم شخصیت د اتلولۍ او تاريخي کارنامو لپاره وړ رفرنس ګڼل کيدلای شي، نو بیا زموږ سيکولر حضرات ولې د نسيم حجازي د رومانتیکو او حماسي ناولونو مخالفت کوي…؟

که دا ډول ناولونه تاريخي سند نشي کيدلای او هسې تشې ببولالي وي، نو بیا یې له بغدادي پير نه ولې غوَيَمَه جوړه کړيده…!یا به د اسلامپالي نسیم حجازي ناولونه هم راسره د تاريخي رفرنس په بڼه منئ او یا به راسره له یوه مخه بغدادي پير هم د جعلیاتو یوه ټولګه بولئ…!).

د اسلام اباد نړیوال پوهنتون څخه د ماسټری تازه فارغه ښاغلي ښاغلي ذاهد جلالي لیکي:

(تاريخي ناولونه

پښتون نشنلېست ليکوال، جمعه خان صوفي، يو وار د افغانانو په اړه تمسخر آمېزه او دردوونکې جمله ليکلې وه. هغه ليکلي وو چې پر افغانانو د لارډ مېکالي قانون نه دی پلې شوی، نو دوی له علمي څېړنې سره آشنا نه دي. دا خبره واقعيت هم لري. له انګرېزانو سره د مقاومت يو قيمت چې موږ ورکوو، دا دی چې له معاصرې نړۍ سره ډېر آشنا نه يو. پوهاندان مو لا هم په علمي ليکلو کې ستونزه لري او د ژوند ټولو برخو کې له نورو شاته پاتې يو. ادبي ليکل او ناول ليکنه هم له دې عمومي قاعدې استثنا نه ده.

تاريخي ناولونه له ډېرو عالي ادبي پنځونو څخه دي. نړۍ کې يې مثالونه ډېر دي. خو دا کار آسانه هم نه دی. د دغسې ناول ليکوال بايد نه يوازې د لوړې سويې اديب او ناولېست وي، بلکې پر تاريخ بايد ډېر مسلط وي او کومه موضوع کې چې ليکل کوي د تخصص تر حده پرې وپوهېږي، که نه هسې به خپل او د بل وخت ضايع کړي.

د دغسې ناولونو ښه نمونه د نسيم حجازي کتابونه دي. حجازي پر اندلس ډېر ليکل کړي. هغه د اندلس پر تاريخ ډېر ژور پوهېده او په دغه موضوع يې چې کوم ليکل کړي، هماغو ټولو ځايونو ته تللی او ټولې هغه ماڼۍ او سيمې يې کتلي دي چې ناول يې پرې ليکلی دی. بلې خوا د هغه ادبي ځواک يې ليکل ډېر جالب دي او سړی پر تاريخ پوهوي او ليکوال کوي يې. دغه راز، د هغه «وروستی مورچل» د سلجوقي سلطنت د سقوط په اړه دی او د منګوليانو وحشت يې په ډېر ښه شکل تمثيل کړی دی.

بل مثال يې ترکۍ ليکواله، ايليف شفق ده. د هغې «د مينې څلوېښت اصله» د مولانا جلال الدين او شمس تبريزي په اړه ده او د دغسې تخليق يوه ډېره عالي نمونه ده. چا چې پر دغه موضوع مطالعه کړې وي، پوهېږي چې ليکواله پر موضوع څومره حاکمه ده. هغه د تصوف ژور فهم لري او په ډېرو دقايقو يې پوهېږي. هغې دغه راز د مولانا رومي ژوند ډېر دقیق لوستی او په خپله موضوع کې له اصلي سرچينو سره آشنا ده. ځکه يې کتاب هم نړيوال شهرت خپل کړ.

خو که د تاريخي ناول ليکوال يا يوازې مورخ وي او ادبي ليکل ونه کړای شي، يا يوازې اديب وي او له تاريخه ژور فهم نه لري، کتاب به يې بريالی نه وي. د دې يوه نمونه ښايي د «رومي لور» په نامه د فرانسوۍ ليکوالې ناول وي. هغه نه پر انګليسي ډېره حاکمه ده او داسې ښکاري چې له تصوف سره هم ډېره آشنايي لري. نو کتاب يې هغسې بريالی نه دی لکه د ايليف.

څه موده مخکې زموږ ملګري، ويس فرحان صاحب «نيکه» ناول راډالۍ کړ. زما يې لوستو ته ډېره تلوسه وه او ډېر خوشاله شوم چې زموږ ټولنه کې داسې ناولېستان هم شته چې تاريخي ناولونه ليکي. خو کله چې مې ولوست، پوه شوم چې موږ لا دغې مرحلې ته نه يو رسېدلي. د ياد کتاب ليکوال ښه ليکل کوي، خو دا چې تاريخي ناول بېله دنيا ده، هغه پرې ډېر حاکم نه دی. نه يوازې دا چې تاريخ په کې په ښه شکل نه دی ترسيم شوی، بلکې له ادبي لحاظه هغه خوږوالی په کې نه شته چې بايد ناول کې وي. مثلا، په يوه صفحه کې لس دولس وارې د ميروس خان نوم په ډېر تکراري او خسته کن شکل ياد شوی.

بله د مصادرو موضوع ده. زموږ ليکوالو ته ګوګل او فېسبوک هم مصادر ښکاري. د دغسې ناولونو ليکوالان بايد ډېره ژوره تاريخي مطالعه ولري او له اصلي مصادرو سره آشنايي ولري. زموږ د ليکوالو دغې ستونزه هم ښکاره کوي چې موږ لا د دغسې ناولونو مرحلې ته نه يو رسېدلي. نن سبا چې پر «بغدادي پير» بحثونه تاوده دي، ما دا کتاب لا لوستی نه دی خو داسې ښکاري چې دغه کتاب هم د «نيکه» په څېر په مصادرو، دقت او ژبه کې ستونزې ولري.

له دې هر څه سره، د خوشالۍ خبره دا ده چې زموږ ټولنه کې د دغسې ليکلو رواج په پيلېدو دی. هر لومړی کار همداسې کمزوری او کاواکه وي. له دې ټولو ستونزو سره، د يوې ښې هڅې په توګه يې درنښت کېدای شي او هيله دا ده چې زموږ ليکوال د ادب دغې برخې ته ځانګړې توجه وکړي، ځکه نه يوازې د لوستونکي ادبي ځواک ښه وي، بلکې ورسره يې پر تاريخ هم پوهوي).

ذاهد خلیلی د فیس بک یو بل فعال ولیکل:

(پوهاند کاکړ ليکي چې تر اوسه پورې دغسې ليکنه ليدلې شوې نه ده چې د هغې له مخې به د پاچا په نسکورولو کې د انګرېزانو لاس وي. دغه خبره لوډويک اډامک په خپل کتاب (د شلمې پېړۍ تر نيمايي د افغانستان د بهرنيو اړيکو تاريخ) کې چې کتاب يې د هند او انګلستان د رسمي اسناد له مخې ليکلی، تاييدوي. انګرېز لارنس هغه مهال له سيمې وتی و چې امان الله خان د اروپا په سفر و.

امان الله خان د خپل سقوط عوامل په خپله برابر کړل. د هغه ځينو سمونونو ملايان او حکومتي چارواکي خپه کړي وو چې دواړه يې پر ضد يو ځای شول او بيا په کې يو غل او داړه مار ميدان ته راووت او دغه بې سواده (خادم دين رسول الله) شو چې نن ځينو ناخبره ملايانو ته لوی مجاهد او اتل ښکاري.

د دې پر ځای چې ناول ولولئ، مستند تاريخونه ولولئ. په دې اړه پوهاند کاکړ د (پاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه)، د غبار (افغانستان د تاريخ په اوږدو کې)، د مقالو ټولګه (امان الله خان؛ د خپلواکۍ ستوری) او دغه راز د عبدالباري جهاني ځينې مقالې د يادولو وړ دي.

د اشخاصو او پېښو په تړاو د ناول پر بنسټ پرېکړه به ناانصافي وي).

ظاهر عمار لیکي:

(يوه عاجزانه هيله دا ده چې د غازي امان الله خان له ژوند او کارنامو خبرېدل د “بغدادي پير” تر لوستو مه محدودوئ. “بغدادي پير” په خورا هنرمندانه توګه د اماني دورې د عوام فريبه استعماري تکتيکونو له ځينو برخو پرده پورته کړې، له خپل ملت او حقيقي زعماوو سره د مينې او همدردۍ شعور پکې ورکړل شوی خو د اماني دورې د ټولو حقايقو عکاسي پکې نه ده شوې. اماني دوره بايد تر ناولونو ور هاخوا د تاريخ په معتبرو کتابونو کې هم مطالعه شي.)

غنچه ګل ارمان د ټیپ د کیسټ د یو تصویر سره د همدې موضوع په تړاو لیکي:

(د سيد مامد کيسټ ويل يې چې د واده په شپه په حجره کې بنډار ګرم وو. په خبرو، خبرو کې د يوسف عليه السلام پر کيسې بحث راغی. په دې کې ډېر خرافات تبادله شول. وايي يوه ملا صاحب پکې وويل چې وروڼو د يوسف عليه السلام اصلي کيسه په قران کريم کې داسې راغلې، دا نورې خبرې پکې اضافي دي او د خدای پر پېغمبر بې ځايه تورونه دي. په دې وخت کې يوه له کونجه راټوپ کړل او ويې ويل چې مونږ خو هم څه له خېټې نه يو لګيا، له مونږ سره هم دليل دی. ملا صيب ترې وپوښتل چې څه دليل دی؟ هغه وی ځواب ورکړ چې د سيد مامد (يو ډم وو) په کېسټې کې مې دا کيسه اورېدلې!

ځينو، ځينو د بغدادي پير له ناوله هم هغه د سيد مامد ډم کېسټه جوړه کړې، د قران او تاريخي حقايقو په وړاندې يې هم نېغه، نېغه کوي. د دې دومره پرېمانه تاريخي شواهدو په مينځ کې د استدلال له پاره ناول او افسانې ته پناه ور وړل او ناول ته د تاريخي سند په توګه قائلېدل له لوستونکي وړاندې د ليکوال او له ليکوال وړاندې د لوستونکي پر پوچ-مغزۍ دلالت کوي.)

عنایت الله کاکړ لیکی:

(په بغدادي پير مو ژړل چې نصير احمد احمدي یې پر خره سپور راۇړ.

موږ د بغدادي پیر په تړاو په دې بحث لګیا وو چې ناولونه هیڅکله هم د تاریخي رفرنس په بڼه نشي کارول کیدای او دا زموږ ځینو لمبر بدله ځوانانو چې څومره پروجکشن دغه ناول ته ورکړ،. دا یې په حقیقت کې د امان الله خان له شخصیت سره ظلم وکړ،. هغه یې په دې ډول د یوه مستند شخصیت نه په یوه بې بنسټه،. موهوم او قلابي افسانوي شخصیت واړاوه.

په دې برخه کې یو چا د ناول د لیکوال ښاغلي احمدي یوه لیکنه را اخیستي ده چې د خپل کسر نفس تر څنګ یې دا ادعا کړي ده چې د ناول کرکټرونه او پیښې یې ټولې مستندي دي او که څوک غواړي چې و یې مومي نو ګوګل او تاریخي کتابونه دې پسې ولټوي…!

که په ګوګل کې راغلی هر روایت د کاڼي کرښه وي نو بیا خو د ګوډ ملا صاحب تر مبارکو کوناټیو لاندې د وښو زرغونېدل هم یو تاریخي حقیقت دی او انکار ترې د همدومره درجې کفر دی لکه څومره چې د. امان الله خان له وطندوستۍ نه د انکار په مورد کې ګڼل کیږی.

ښاغلي احمدي د دغو تاریخي حقائقو په ضمن کې یو هم د وتلي انګليسی جاسوس لارنس له لوري د پل خشتي د جومات امامت ګڼلی او هغه هم یو دوه نه بشپړ پنځه ويشت کاله…!

موږ ډیر لیرې نه ځو،. یواځې په دوو مواردو کې د بغدادي پیر افسانوي مریدان چلینجوو چې د مستند تاریخي رفرنس په استناد دې لاندې دوه پیښې ثابتي کړي:

لومړی, ډیویډ جونز یا ایشو رام هندو چې په مرادخاني کې یې طبابت کاوه خو په اصل کې ستر جاسوس وو? د بغدادي پیر د ناول د بنسټ خښته همدغه د ډیویډ جونز یادښتونه دي!

ډیویډ جونز څوک وو،. کله کابل ته راغی،. څه یې وکړل، چیرته لاړ،. چېرته ومړ؟

دوهم, لارنس له کومه کاله تر کومه کاله په پل خشتی کې ملا وو؟ څه نوم یې وو؟. د نظام په خلاف یې خلک هڅول،. نظام یې ولې په اړه غلی وو،. بیا څه شو؟. د لارنس په خپلو یادښتونو کې ولې د پل خشتی د امامت یادونه نه ده شوي…؟

نورې خبرې به تر بیا سره پریږدو، چټیات مه لیکئ، کره تاریخي اسناد مو را مخې ته کړئ او یواځې دغه دوه مورده ثابت کړئ.)

ذاهد خلیلي لیکي:

(ناولونه بېخي نه لولم. تر اوسه مې ډېر پخوا د حجازي دوه (د غازي داستان او محمد بن قاسم) او د احمدي (اغزن سيم) لوستي او (نيکه) مې يې څو مياشتې دمخه اخيستی؛ خو لا مې پاڼه هم نه دی لوستی.

د کتاب نوم چې ناول شو، هغه بيا تاريخ نه شو ګڼلی. د ناول او تاريخ تر منځ ځمکه او اسمان فرق دی. ناول کې، چې ليکوال به يې پرې ښه پوهېږي، احساسات، تمايلات او اړخ نيونه په ډېر ښه شکل ځايېدلای شي.

د حجازي، احمدي او بل هر ليکوال ناولونه ولولئ؛ خو يوازې د ناول په سترګه ورته وګورئ. د خپل قلم د چټکولو او د خوند او د خپل ذوق د خړوبولو له پاره يې ولولئ؛ خو هېڅکله پرې په بحثونو او مجلسونو کې حوالې مه ورکوئ. دا به څومره ساده ګي وي چې څوک درسره د ناول يو پراګرف د يوه شخص يا پېښې په اړه د ثبوت په ډول ومني.

که د اشخاصو او پېښو په اړه ځان په واقعيت پوهول غواړئ، باور وکړئ، که يې په ناول کې پيداکړئ. په واقعيت د ځان پوهولو له پاره د مؤرخينو او نورو ليکوالو کتابونه ته مراجعه وکړئ.)

نورو ډيرو دوستانو پر همدې موضوع لیکل وکړل چی د ټولو را یو ځای کول دلته مشکل دی، خو اوس په کار دا ده چی د تاریخ تکړه متخصص د بغدادي پیر د لوستلو وروسته د دلایلو او تاریخی حقایقو په وړاندي کولو دا ولیکی چی ایا دا ناول رښتیا هم مستند دی کنه؟ که وي په څومره حد کي؟ همداسي د ادبیاتو او تاریخ پوهانو ته په کار ده چی دا موضوع هم علمی وڅېړي چی ایا تاریخی ناولونه د تاریخی اسناد حیثیت لری او کنه؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*