تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » افغانستان » په کندهار کي د شاتو توليداتو وده کړې ده او تير کال اته ټنه د مچيو شات توليد سوي دي
په کندهار کي د شاتو توليداتو وده کړې ده او تير کال اته ټنه د مچيو شات توليد سوي دي

په کندهار کي د شاتو توليداتو وده کړې ده او تير کال اته ټنه د مچيو شات توليد سوي دي

صدیق الله علیزی

کندهاري شات چي په نړيواله کچه لوړ کيفيت او ښه ذايقه لري تود بازار يي پيدا کړى دى او ان اوس نړيوال تجارتي مرکز دوبۍ او ګاونډيو هيوادونو ته هم صادريږي .

دا مهال په کندهار کي ٣٢ د مچيو فارمونه سته او اړوند مسوولين وايي چي دا سکتور نور هم د ودې په حال کي دى .

په کندهار کي د نورو وطني توليداتو تر څنګ کندهاري شاتو هم خورا وده کړې ده او ان اوس يي نړيوال بازار هم پيدا کړى دى.

د مچيو دا شات چي دا مهال د ٣٢ فارمونو له لاري توليديږي خورا ښه کيفيت او تود بازار لري .

د کندهار د کرني او مالدارۍ رياست ریس حفیظ الله سعیدي وایي  چي کندهاري شاتو ته دا مهال نړيوال بازار پيدا سوى دى او د ښه کيفيت او خوند له امله يې مشتريان هم زيات سوي دي .

ښاغلى سعيدي وايي، چي دا سکتور نور هم د ودي په حال کي دى او دوى وخت پر وخت د مچيو نه د عسل اخستلو په برخه کي کسان روزي .

د کندهار اوسيدونکي او د شاتو پلورونکي هم د عسلو له بازاره خوښ دي او وايې  چي د ښه کيفيت له امله په وړ بيه خرڅيږي .

تر دې مخکي د ګاونډيو هيوادونو څخه بي کيفيته شات چي اکثریت یې د بورې نه جوړېدل  د ښه  شاتو په نوم راوړل کيده چي د ګټو پر ځاى به يي تاوان زيات وو  .

د کندهار تازه او باکيفيته شاتو د پاکستاني او ايراني بي کيفيته شاتو مخه ډب کړې ده او  د بهرنيو هيوادو د شاتو د بازار  د نشتون له امله يې اوس بيخي واردات هم نسته .

د کندهار خلک غوښتنه کوي اړوندي دولتي ادارې دي  يوه ښه کړنلاره په کار واچوي او د هغو شرکتونو مخه دي ونيسي چي غواړي شات بې کيفيته کړي .

https://youtu.be/_1nfJPHrmbQ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*