تازه مطالب
Home » تحليل » يورنډ قضيه؛ شاليد او پر افغان-پاک اړيکو يې اغېزې
يورنډ قضيه؛ شاليد او پر افغان-پاک اړيکو يې اغېزې

يورنډ قضيه؛ شاليد او پر افغان-پاک اړيکو يې اغېزې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

تېره اوونۍ د اروپايي پارلمان د مرستیال رییس ریچارډ چارنسکي Ryszard Czarnecki یوه مقاله «پر ډیورند کرښې د بیاکتنې وخت» تر عنوان لاندې د اروپايي پارلمان په مياشتنۍ مجله (EP Today) کې خپره شوه. په دې مجله کې د ځينو قضيو په اړه د اروپايي پارلمان د غړو هغه ليکنې خپرېږي چې دوی فکر کوي هغه قضيه په اوسني وخت کې دوی ته مهمه ده او بايد پاملرنه وته واړول شي.

نوموړي په دغه مقاله کې ليکلي، چې باید لوېدیزوال پر ډېورنډ کرښې له سره کتنه وکړي او د افغانستان تاریخي حق پرځای کړي. د ده په خبره «د ترهګرۍ د پای ته رسولو لپاره وخت رارسېدلی چې د ډېورند کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پر بنسټ دغه کرښه له سره وکښل شي.»

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې دا لومړی ځل دی، چې بهرني لوري د ډيورند قضیه راپورته کوي. له دې وړاندې، د هېواد په داخل کې هم د ډیورند کرښې په تړاو بحثونه هغه مهال راپورته شول، چې افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته په سفر ولاړ او هلته یې د پاکستان له لوی درستیز سره د پېنډۍ په “جي ایچ کیو” کې ولیدل او بیا د پاکستاني استخباراتو آی ایس آی او افغان استخباراتو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د چارنسکي دغه مقاله په افغاني رسنیو کې له تاوده هرکلي سره مخ شوه او د ډیورنډ قضیې په تړاو یې بحثونه بیا راپورته کړل. دا چې ګندمک او ډیورند تړونونه یا په اصلي معنا د دغو کرښو ارزښت په څه کې دی، د پاکستان او افغانستان دليلونه څه دي، د ډیورنډ قضیې حلول اوس د هېواد په ګټه دي او که نه، ایا د افغانستان-پاکستان په اړیکو کې اصلي ستونزه همدا ډیورند ده او ايا د ډیورند قضیې له حلېدلو سره به د افغانستان ستونزې هم هوارې شي؟ هغه پوښتنې دي، چې په دغه تحليل کې مو ځواب کړې دي.

ګندمک او ډيورند؛ پر بې‌استازي ملت تپل شوي تړونونه

په ۱۹مه پېړۍ کې، په افغانستان کې د تزاري روسیې او برېتانوي هند ترمنځ لویه لوبه پيل شوه. هغه مهال دواړو استعماري امپراتوریو د “وړاندې تګ” تګلاره غوره کړې وه. روسیې د منځنۍ اسیا مسلمان امارتونه او واړه دولتونه یو په بل پسې د خپل استعمار تر سینې لاندې کول. په بل اړخ کې، برېتانوي هند هم، د هند مستعمره کول له بنګال څخه پيل کړل او د خپلې “وړاندې تګ” تګلارې له مخې په تدریج سره د هندوستان د شمال لوېدیځ په لور ولاړ او په پای کې په ۱۹مه پېړۍ کې د افغانستان تر پولو راورسېد. هغه مهال د دواړو استعماري ځواکونو د “وړاندې تګ” تګلارو یو بل ویرولي وو. له همدې کبله په ټوله ۱۹مه پېړۍ کې د دوی د رقابت ډګر تر ډېره افغانستان و او د دوی دا رقابت د لویې لوبې په نامه سره یاد شو.

د برېتانیې استعمار د ګندمک په نامه لومړی تړون په ۱۸۷۹ ميلادي کال کې له امیر محمد یعقوب خان سره داسې مهال وکړ، چې دی د افغان-انګریز جګړې دمخه او پرمهال د خپل پلار او د افغانستان د پاچا امیر شیر علي خان له‌خوا په زندان کې بندي و.

له ډېرو تاریخي کتابونو څرګندېږي، چې دی په نورمال حالت کې نه و، دا تړون یې په تحمیلي توګه د انګریزانو د پوځي حضور پرمهال ورباندې وتپه او له بلې خوا جالبه خبره دا ده، چې کله انګریزان له افغانستانه ووتل نو دی یې په هندوستان کې له ځان سره نظربند وساته. د افغان-انګلیس د دویمې جګړې پرمهال امیر محمد یعقوب خان د ولس استازیتوب نه درلود، بلکې ټول ولس د خپلواکۍ په جګړه کې ښکېل و.

په بل اړخ کې د ډیورند تړون هم، له امیر عبدالرحمان خان سره په ۱۸۹۳ کال کې داسې مهال وشو، چې دی د نقرص په ناروغۍ اخته و او روسیې هم، افغانستان د انګلیس د نفوذ ساحه ګڼلې وه. دغه راز انګریزانو سردار محمد ایوب خان او د غلجیانو ۸۰۰ مشران هم په هند کې له ځان سره ساتلي وو، امیر عبدالرحمان خان د دوی له وېرې هم له انګریزانو سره تړون وکړ، چې مبادا انګریزان یې ورته د بغاوت په پلمه راونه پاڅوي.

د ډيورنډ کرښه ولې د منلو وړ نه ده؟

د ډیورند په تړاو افغان اړخ یو لړ داسې دلایل لري، چې د نورو له‌خوا ورته سم او قانع کوونکي ځوابونه نه دي ویل شوي. دغه راز د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو یو لړ داسې دلایل هم شته، چې د افغان لوري له‌خوا ورته سم او قانع کوونکي ځوابونه نه دي ویل شوي.

ځينې دا دليلونه په لاندې ډول دي:

لومړی: افغان مورخ حسن کاکړ چې د ډهلي، لندن او کابل په آرشیفونو کې يې ژورې څېړنې کړې، داسې فارسي او یا هم انګریزي متن نه دی موندلی، چې د امیر عبدالرحمان خان خپل لاسلیک پرې شوی وي.

دویم: د تاريخي شواهدو له مخې، امیر عبدالرحمان خان د ډيورنډ کرښې یوه نقشه اصلاح کړې؛ خو بیا یې هم لاسلیک نه دی پرې کړی.

درېیم: امیر عبدالرحمان خان له ۱۸۹۵ تر ۱۸۹۷ کال پورې په متواتر ډول انګریزانو ته لیکونه استولي، چې له مخې يې د ځينو سيمو په تړاو چې د ډيورنډ کرښه پرې تېره شوې، خپل مخالف دريځ هغوی ته روښانه کړی او له هغو سيمو څخه د دغې کرښې تېرېدل يې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

څلورم: که چېرې د ډيورنډ تړون یو “تړون” وای، نو ولې د انګلستان له پارلمان او یا هم د افغانستان له پارلمان او یا هم له کومې لویې جرګې څخه نه تصویب کېده.

پنځم: په بل اړخ کې که چېرې د ډيورنډ تړون یو دايمي “تړون” وای، نو انګریزانو ولې هر ځل د افغانستان له پاچاهانو سره په جلا جلا ډول لاسلیک کاوه.

شپږم: دا یوازې د امیر عبدالرحمان خان او انګریزانو ترمنځ د نفوذ د ساحې وېشل وو، نه کوم سرحد ایستل؛ ځکه هغه مهال انګریزان پر هند د روسيې له یرغل څخه په وېره کې وو او همدا راز په قبایلي سیمو کې د امیر عبدالرحمان خان له لاسوهنو هم اندېښمن وو.

اووم: افغانستان، له افغان-انګلیس دویمې جګړې د خپلواکۍ تر جګړې پورې، د ګندمک تړون له مخې یو تحت الحمايه دولت و، چې بهرنۍ پالیسۍ یې د انګریزانو په لاسونو کې وې، نو ځکه افغانستان هغه مهال هېڅ نړيوال شخصیت نه درلود او د دا ډول تړون لاسلیک کولو صلاحیت یې هم نه درلود.

اتم: افغانستان هغه مهال یو کمزوری دولت درلود او د ټول افغانستان استازیتوب یې نه شو کولای؛ نو ځکه که چېرې پر دغه تړون د امیر عبدالرحمان لاسلیک هم پيدا شي، هغه مهال يې د ټول افغانستان د دریځ استازیتوب نه شو کولای.

نهم: له هندوستان څخه د انګریزانو له وتلو وروسته، برصغیر په دوو برخو ووېشل شو، پاکستان او هندوستان. له همدې امله پاکستان د انګلستان ځای‌ناستی دولت نه دی او د دغه تړون -که چېرې لاسلیک شوی هم وي- قانوني حقوق پاکستان ته نه شي لېږدېدلی.

لسم: د پاکستان له جوړېدو وروسته، چې په شمال لوېديزه سرحدي صوبه (اوسني خیبر پښتونخوا) کې کوم رېفرنډم وشو، هغه تر ډېره ناقص و؛ ځکه: لومړی؛ د رایو وړ خلکو څخه یوازې ۵۱ سلنه خلکو په رېفرنډم کې رایه کارولې وه، هغه هم د جعلي رایو له چاڼ کولو پرته. دویم؛ هغه مهال د دغې صوبې ډېری هندوان، چې د رایو ورکولو وړ وو، هندوستان ته کډوال شوي وو.

درېیم؛ د ۱۹۳۹ او ۱۹۴۵ کال په صوبايي ټاکنو کې هم، د ډاکتر خان په مشرۍ کانګرس او خدايي خدمتګار ډلې ټاکنې ګټلې وې او مسلم لیګ د پاکستان د جوړېدو له اجنډا سره ټاکنې بایللې وې.

په افغان-پاک اړیکو کې اصلي ستونزه څه ده؟

پوښتنه زیږي، چې ایا په اوسنیو شرایطو کې د ډیورند قضیې هواری د هېواد په ګټه دی او کنه؟ که چېرې د سړې جګړې پرمهال د افغانستان بهرني سیاست ته ځېر شو، نو کابل تل د ډیورند پر سر د خبرو اترو غوښتونکی و؛ خو دا پاکستان و، چې پر ډیورند یې خبرې اترې نه کولې او په ورته وخت کې یې له کابل څخه غوښتل، چې ډیورند په رسمیت وپېژني. ان دا ډول غوښتنې په پوست-سړه جګړه کې له طالبانو څخه هم درې ځله وشوې.

په اوسنیو شرایطو کې د ډيورند قضیې حلول ځکه هم شوني نه دي، چې له یوې خوا افغان دولت په کمزوري وضعیت کې دی او له قوي دريځ څخه برخمن نه دی او له بلې خوا د ډیورند په رسمیت پېژندل به د افغانستان قضیه او روان ناورین حل نه کړي. ځکه:

لومړی؛ اوسمهال د ډيورند کرښه عملاً د پاکستاني پوځ په لاس کې ده. پاکستان د خپلې “بارډر منجمنټ” نوې تګلارې له مخې هر هغه څوک چې ویزه ونه لري پاکستان ته نه پرېږدي. د پاکستان ډېری پوځ په ازادو قبایلو کې مېشت دی. نو ځکه به پاکستان ته هم، د ډيورند منل او نه منل ډېر ارزښت ونه لري (که څه هم د کابل له اړخه د ډيورند کرښې په رسمیت پېژندلو سره به د دوی اندېښنې د تل لپاره ختمې شي).

دویم؛ په افغانستان کې د پاکستان اصلي ستونزه یو پاکستان‌پلوی حکومت او یا په بله معنا د ستراتېژيک عمق ترلاسه کول دي، ترڅو له ډهلي سره د کابل اړیکې تر ډېره د پاکستان تر کنټرول لاندې وي او یا هم د کابل-اسلام‌آباد اړیکو په پرتله د کابل-ډهلي اړیکې خړې پړې وي.

له همدې کبله، که چېرې کابل اوس ډيورنډ کرښه ومني هم، څوک تضمین کولای شي، چې د ډيورند کرښې له رسمیت وروسته به پاکستان په افغانستان کې لاسوهنې نه کوي؟

خو له دې سره سره، دا خبره په دې معنا هم نه ده چې افغانستان او پاکستان دې د ډيورند د لاینحله تګلارې له مخې له یو بل سره روابط خړ پړ کړي. په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته، چې د سرحدي قضیو په څېر مهم مسایل او ستونزې یې په موقتي توګه شاته پرې اېښې او له یو بل سره ښې اړیکې لري. د بېلګې په توګه هند او چین. دواړه له یو بل سره قوي سوداګريزې او اقتصادي اړیکې لري؛ خو سرحدي قضيې تر ډېره پر دغو دوو برخو دومره اغېز نه دی ښندلی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*