کور پاڼه » تحليل » دطالبانو دتعلیم او تربیې دکمیسیون مشر: دعلم رڼا دهیواد ګوټ ګوټ ته رسول غواړو
دطالبانو دتعلیم او تربیې دکمیسیون مشر:  دعلم رڼا دهیواد ګوټ ګوټ ته رسول غواړو

دطالبانو دتعلیم او تربیې دکمیسیون مشر: دعلم رڼا دهیواد ګوټ ګوټ ته رسول غواړو

 

   دطالبانو دتعلیم او تربیې دکمیسیون مشر الحاج مولوي محمد اقبال د الاماره ویب پاڼي سره  اوږده   مرکه   کړي، او د تعلیم او تربیې په اړه یې پر ډیرو مسائلو رڼا اچولي، او هم یې ورسره خپل د کمیسون د فعالیت په اړه   خبري کړي. موږ هم  دموضوع داهمیت له امله دامرکه دژمن درنو لوستونکیو ته  وړاندې کوو.

   

پوښتنه  :  ډیر محترم مو لوي صاحب تاسو ته هرکلی وایو که له هرڅه وړاندې دمعارف کمیسیون دتشکیلاتو په اړه  معلومات راکړئ  ، دغه راز ددې کمیسیون د دندو په اړه هم  که معلومات راسره شریک کړئ  ؟

ځواب : الحمد لله وکفی والصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی امابعد فاعوذ بالله من الشیطن الرجیم  یرفع الله الذین آمنو منکم والذین اوتوا العلم درجات ، صدق الله العظیم

له هرڅه وړاندې  داسلامي امارت دمعارف کمیسیون په استازیتوب  تاسو او ټولو لوستونکو ته  مسنونه  تحیه السلام علیکم  وړاندې کوم .

ستاسو دلومړنۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې داسلامي امارت  دمعارف کمیسیون تشکیلات په لاندې ډول دي .

 دکميسيون عمومي رئيس ،دکميسيون اعضاء  چې عبارت د(٢٣) نفرو څخه دي ، اداري رئيس ، علمي بورډ ( علمي شورى ) چې  په ( ١٦ ) نفرو جيّدو علماوو مشتمل دى.

دغه راز دمعارف کمیسیون په ټولو ولاياتوکې دتعليم اوتربيې رئيسان اوپه ټولو مفتوحه ولسواليو اوهغو ولسواليو کې چې دتعليم اوتربيې کارپکې روان ده دتعليم اوتربيې مديران لري چې ټول ولايتي رئيسان ( ٣٤ ) اوټول دولسواليو مديران (٣٠٨) نفره کېږي . اوهم دهر ولايت لپاره يويو تعليمي مرستيال مقرر شوى دى چې هغه هم (٣٤) نفره کېږي  چې په دې توګه زموږ دفعالینو شمیر  سوونو ته رسیږي .

او دمعارف دکمیسیون دلائحې له  مخې زموږ دندې په لاندې ډول تشخیص شوي دي

١- دکميسيون دضروري تشکيلاتو بشپړول.

۲- دابتدائي اولمړنيو زده کړو لپاره په کليوالي سيموکې کليوالي مدرسې او مکاتب جوړول.

۳- دديني لوړو زده کړو لپاره ليليه مدارس اودرسونه جوړول.

٤- دقرآنکريم دقرائت ، تجويد اوحفظ لپاره دارالحفاظونه جوړول.

٥- دعصري زده کړو لپاره شرائط برابرول .

٦- دعالي تحصيلاتو دمؤسساتو نظارت کول.

٧- دجهاد ديتيمانو لپاره دارالا يتامونه جوړول .

۸- د إفتاء اوقضاء په برخه کې کورسونه جوړول.

پوښتنه : په تیرو څو کلونو کې دمعارف کمیسیون دمهمو فعالیتونو په اړه که  معلومات راکړئ ؟

ځواب : تاسو پوهیږې چې موږ په  ډیرو سختواو جګړ ایزو شرایطو کې قرار لرو ،  چي له امله یې     دمعارف کارونه له   خنډونو او مشکلاتو سره  مخ دي ، خو بیا هم موږ دالله تعالی شکر اداء کوو چې له شته امکاناتو په استفاده  موږ تراوسه دمعارف په برخه کې ډیر څه کړي چې ځیني فعالیتونه په لاندې توګه یادولای شو .

دکليوالي مدرسو په برخه کې

څرنګه چې زموږ اکثريت ملت په اطرافواوکليوالي سيموکې ژوند کوي اود ډېرو تعليمي اسانتياوو څخه بې برخې دى نودهغوى دکوچنيانو لپاره په خپلو کليو کې دابتدائي ، ضروري ديني تعليماتو لپاره دکليوالي مدرسو جوړول دکميسيون له اهدافو څخه يو مهم هدف دى چې په لاندې ځانګړتياوو سره په دې برخه کې قدم اخيستل شوى دى !

الف : ددوى دتعليم لپاره دکليو امامان مؤظف شوې دي ترڅو په ورځ کې اقلاً له ( ٢ ) څخه تر (دوه نيم ) ساعته پورې دخپل کلي کوچنيانوته په مسجد يا يو کورکې درس ووايي.

ب : ترڅو چې ددوى لپاره يو ټاکلى نصاب جوړېږي مروّج ديني مضامين لکه

قاعده ، قرآنکريم ، شروط الصلاة ، قدوري ، پنج ګنج او دمجاهدينو دوخت دمکاتبو د لمړنيو درېو صنفونو کتابونه ورته ويل کېږي .

ج : پورتني کتابونه او ورسره نورتعليمي مواد لکه قلم ، کتابچه وغيره دکميسيون لخوا ورته برابرېږي.

د : دهجرت په ديارکې هم کوشش روان دى ترڅو په کمپونو کې هم زموږ دمهاجرو کوچنيانو لپاره دتعليم زمينه برابره کړو.

هـ : ددغو کليوالي مدارسو لپاره دوخت اوشرائطو سره سم ددرېو کلونو يو نصاب جوړ شوى اوچاپ ته آماده دى.

دديني  زده کړو ( ليليه مدارسو ) په برخه کې !

الف : دمدارسو دښه تنظيم ، دتعليم اوتعلم دکيفيت دلوړوالي ، او دطالبانو داخلاقي معيارونو د برابر ولوپه منظور په ( ٢٠ ) مادو کې يوه مسوده دکميسون لخوا دمدارسو دمشورو اونظرياتو په پام کې نيولوسره ترتيب شوي اوټولو مدارسوته توزيع شوې چې ترعمل لاندې ده ، په دغه مسوده کې تعليمي کال ، دامتحاناتو وختونه ، دامتحاناتو نظم ، دطالبانو لپاره تعليمي اواخلاقي اصول ، دطالبانو تر منځ دتقريري اوتعليمي مُسابقې مقررات روښانه شوې دي.

ب : دپورته مسودې په رڼاکې سږکال په ٤/٥/٦ ربيع الثاني / ١٤٣٤ هـ ق چې د١٣٩١  هـ ش کال ددلوې /٢٦/ ٢٧/٢٨ چې د ٢٠١٣ ميلادي کال دفروري د١٤/ ١٥/١٦ سره سمون خوري دشپږمې درجې دطالبانو ترمنځ دډېرو زياتو مدارسو په سطح تقريري مقابله اومسابقه وشوه چې الحمدلله په پوره نظم اوترتيب اوبرياليتوب سره ترسره شوه.

اوښه په زړه پورې تقريرونه په عربي ، فارسي او پښتو ژبوکې  وشول چې بيا ښو نمرو اخيستونکو طالبانوته اوهم ټاکلي ممتحنه هيئت ته په زړه پورې انعامونه ورکړل شول.

ج : دعلمي بوډ (علمي شورى )  لخوا ټولو ديني مدارسو لپاره دډېرغور اوڅيړنو وروسته د١٤٣٣ هـ ق کال درجب المرجب دمياشتې په ٢٥ نيټه چې د١٣٩١ هـ ش کال دجوزا دمياشتې ، ٢٦نېټې سره سمون خوري دټولو ديني مدارسو لپاره يوجامع اومعياري واحد تعليمي نصاب ترتيب اوتصويب شو چې په ابتدائيه ، متوسطه ، اويوولسو درجومشتمل دى اودوخت اوضرورت سره سم مضامين پکې ځاى شوي چې دغه نصاب سمدلاسه ټولو مدارسو ته توزيع اودمدارسو اواستاذانو لخواښه استقبال شو چې پدې لومړي کال کې ترډېره حده عملي شو.

د : په کال کې درې امتحانه واخيستل شول سه ماهي ، ششماهي اوسالانه چې په سالانه امتحان کې دلوې دورې ( دوره حديث ) او وړې دورې (موقوف عليه ) دفارغينو څخه په مشترک ډول دمتحدوپرچوپه شکل کې امتحان واخيستل شو، سره له دې چې دا لومړى ځل اولومړى کال وو اومشکلات هم زيات  وو په راتلونکې کې  به دا بهیر نور هم ښه کیږي ، کوم فارغینو چې په امتحان کې برخه اخیستې کمیسیون په پام کې لري چې هغوی ته رسمي اسناد ورکړي .

دیني لیلیه مدرسې  چې دتل لپاره زموږ دملک يوه علمي سرمايه ده اودنېکبختۍ خبره داده چې دغه لړۍ همېشه زمونږ دملت اوعامه مسلمانانو ترحماېې لاندې را روانه ده او اوس هم په دغه سختو امنيتي شرائطوکې دحالاتو په تناسب ديني ليليه مدرسې او درسونه موجود دي اوهم دهجرت په کمپونو کې زموږ دبا احساسه اوبادرکه علماء کرامو په زيار اوکوشش کافي مقدار کې مدارس تأسيس شوي اوپه فعاليت لګيادي چې ددغو دښه انسجام اوتنظيم  پخاطر لاندې اقدامات ترسره شوې دي.

الف : دکميسيون لخوا وخت په وخت دمدارسو مسئولين اومهتممين راغوښتل کېږي او دتعليمي نظام دبهبود  اوترقۍ اوپدې لارکې دپرتو ستونزو دحل په خاطر ورسره ګډې غوندې جوړېږي.

ب : دديني ليليه مدارسو دنظارت اوکنترول لپاره يو علمي مجلس(علمي شورى )  چې په ( ١٦ ) نفرو عمده اوجيدو علماوو اوشيوخو مشتمل دى تأسيس شوى ترڅو وخت په وخت دکميسيون سره په همکارۍ کې په دغو مدارسو کې دوضع شوو اصولو اومقرراتو اوهم دمدارسو پرنصاب نظارت اوکتنه وکړي.

ج : په مختلفو سيموکې دمدارسو دښه تنظيم اوپوره مراقبت په منظور دعلماوو څخه نمايندګان ټاکل شوې دي ترڅو دمربوطه سيمې دمدارسو نظارت وکړي اودضرورت په وخت کې دمدرسو دمهتممينو سره غوندې وکړي.

دعصري تعلیمي ادارو په برخه کې

دعصري زده کړو لپاره هم کوشش شروع ده ترڅو دامکاناتو ترحده ښه شرائط ورته برابر کړو اودموجوده مکاتبو پوره نظارت کېږي البته ددغو عصري ادارو اومکاتبو لپاره پر نولس (١٩) مادويوه مسوده ترتيب شوې ترڅو دهغې په رڼاکې دمکاتبوهراړخيز نظارت وشي. دمثال په توګه.

 ١- دمکاتبو نصاب هروخت کنترولېږي اودا دعلماوو ديوهيئت لخوا کتل شوي اوپه هغوکې لازم اصلاحات راوستل شوي  اودغه داصلاحاتو اوراق تقریبادټولو مکاتبو اداروته رسول شوى دى چې دمسئولو اشخاصو لخوا يې نظارت اوتعقيب کېږي.

٢- تعليمي پروګرام دمکاتبو لپاره دکميسيون لخوا ترتيب شوى ، ديني اوضروري مضامينوته زيات وخت ورکول شوى اوپه تقسيم اوقات کې رامخته شوي دي.

٣- په هرمکتب کې  دضرورت په اندازه ديني علماء اومجوّد قاريان مؤظف شوي ترڅو ديني مضامين اوقرآنکريم دهغوى لخوا تعليم شي .

yyyy

٤- دشاګردانو داخلاقي اوتربيتي معيارونو دلوړوالي په منظور ورځني ، پنځلس ورځنى اوڅلور مياشتنى سمينارونه اوکنفرانسونه په نظرکې نيول شوې دي چې دديني علماوو لخوا ورته ديني روزنه ورکول کېږي.

٥- نامطلوبه اشخاص چې داسلامي عقائدو اومقرراتو پرخلاف دغلامې ادارې سره سياسي او مفکوروي روابط لري نظارت کېږي دتشخيص په صورت کې له اداري څخه ايستل کېږي.

٦- غيرشرعي اوغير افغاني يونيفارم مطلقاً بند دي.

۷- ګوندي اوتنظيمي فعاليتونه چې دمسلمانانوپه منځ کې تفرق راولي مطلقاً بند دي.

٨- داسلامی  تعلیم کتابونه چې عقیدوي او فقهي مسائل احتوا کوي  په ټولو ټولګیو کې لازمي ګرځول شوي دي

٩- دعالي تحصيلاتو لپاره چې کوم شاګردان پوهنتونونو ته مراجعه کوي هغوى ته ابلاغ کېږي چې دخارجي دولتونو لخوا په جوړ شويو پوهنتونونو اوحربي ښوونځيو اوپوليسو اکادمي کې شموليت ممنوع دى.

د دارالحفاظونو په برخه کې.

د دارالحفاظونو په جوړولو کې هم دامکاناتو ترحده کوشش روان دى خود موجوده دارالحفاظونو لپاره په نظرکې دي ترڅو له يوې خوا دهغولپاره يو په زړه پورې نصاب ترتيب کړو.

اوله بلې خوا دامتحاناتولپاره يومنظم پروګرام جوړاوفارغينولپاره يې ښه معياري سندبرابر کړو.

ان شاء الله.

۱۰- دعالي تحصيلاتو دمؤسساتو اوپوهنتونونو دنظارت لپاره مشخصه اداره موجوده ده چې دهغې لخوا يې نظارت کېږي اوهروخت ورسره په رابطه کې ده کوښښ کوو ترڅو دغه لړۍ او رابطه نوره هم منظمه اوګړندۍ کړو.

 دجهاد ديتيمانو په برخه کې!

۱۱ــ  دجهاد ديتيمانو لپاره په موجوده وخت کې دوه دارالايتامونه لرو چې د(٢٠٠) په شاوخواکې يتيمان پکې زده کړې کوي ددوى لپاره ښه صالح او پرهيزګاره استادان ټاکل شوي ددوى دتعليم څخه علاوه ددوى داخلاقي تربيې لپاره هم پوره انتظام شوى اوپوره نظارت يې کېږي ، ددې څخه علاوه ددوى خوراک ، پوشاک ، اونورټول ضرورتونه يې کميسيون په غاړه اخيستي دي.

په راتلونکې کې کوښښ کوو که ممکن وو دغه دارالايتامونه نور هم دضرورت په اندازه ډېرکړو.

۱۲ــ د إفتاء اوقضاء په برخه کې هم موږ وعده کړې اوکوښښ کوو ترڅو په لوړه سطحه دتخصص ښه معياري کورسونه جوړ کړو اونامتو اوجيد علماء کرام داستادانو په حيث ورته وټاکو چې دغه کاربه هم زموږ دټولنې عمده علمي مشکلات اونيمګړتياوې رفع کړي

پوښتنه :  دښمن هڅه کوي دمعارف له سیستم نه په استفاده دافغانستان نوی نسل ګمراه کړي او له همدې امله یي په نوي نصاب کې ځیني غلط افکار ځای په ځای کړي ، ددې توطیې په شنډولو کې دمعارف کمیسیون تراوسه کوم ګامونه اخیستي دي ؟

ځواب : په دې اړه هم مونږ مخکې اشاره وکړه چې دښونځيو په نصاب کې دښمن هڅه کوي چې په ډېرمرموز اومکارانه ډول داسې مضامين پکې ځاى په ځاى کړي ترڅو شاګردان بې لارې اوذهنيت يې ورخراب کړي خودغه نصاب ترجدي څارنې لاندې دي اوهر وخت يې  داصلاح لپاره دفني اومسلکي علماوو هيئت ټاکل کېږي ترڅو هغه خرافات تشخيص اومحوه کړي او دموضوع اصلي تعبير داسلامي اصولو په چوکاټ کې روښانه کړي چې اوس هم دغه داصلاح پاڼي دسږ کال لپاره دټولو مکاتبو اداروته رسولى شوې دي اودمسئولو کسانولخوا يې پوره تعقيب کېږي.

پوښتنه : کله ناکله  دهیواد په مختلفو سیمو کې ښوونځي سوزول کیږي ، یا  دښوونځیو نجونې مسمومیږي او یا هم  تیزاب ورباندې شیندل کیږي ، ستاسو په نظر دا کارونه څوک کوي ؟

ځواب : دښونځيوسوزول اويا دښوونځيو په نجونو تيزاب شيندل اويايې مسمومول داسلامي امارت دپاليسيو خلاف يو عمل دى اوهروخت يې دغه کارونه غندلي اورد کړې دي زموږ دايقين دى چې دغه ډول کارونه داسلامي امارت ددښمنانو اودلاس پوڅي ادارې کارده چې پدې اړه اسناد هم په مطبوعاتو کې خپاره شوې دي ترڅو په دې کارسره داسلامي امارت په ضد ديوې تبليغاتي حربې په توګه استفاده وکړي .

پوښتنه : دښمن تور پورې کوي چې مجاهدین  دمعارف له مسئلې څخه سیاسي او تبلیغاتي استفاده کوي ، او له همدې امله کله ناکله دهیواد په مختلفو سیمو کې ښوونځي تړل کیږي ، ددې مسئلې حقیقت څه دی ؟

 ځواب : مونږ مخکې روښانه کړه چې اسلامي امارت کوښښ کوي ترڅو ديني اوعصري علوموته وده ورکړي اسلامي امارت دتعليم اوتربيې کميسيون دښوونځيو نظارت کوي خوتړي يې نه بلکه دښمن په ځېنو ځايونوکې داسې يو عمل ته لاس اچوي ترڅو ښوونځي بند شي اوبيا د تبليغاتي وسېلې په توګه ورڅخه استفاده وکړي    .

پوښتنه : دمعارف کمیسیون دکار په وړاندې عمده ستونزې کومی دي ؟

ځواب : دتعليم اوتربيې په وړاندې عمده ستونزې زمونږ په ملک کې ددښمنانو ديرغل په سبب سخت امنيتي شرائط، اودمالي امکاناتو کمبود دي .

پوښتنه : د تعلیم او تعلم په باره کې داسلامي امارت رسمي پالیسي څه ده ، په دې اړه که معلومات راکړئ ؟

ځواب : دتعليم اوتعلم په اړه داسلامي امارت پاليسي ډېره روښانه او واضح ده لکه څنګه چې اسلامي امارت پخپله يوه علمي ټولنه ده نوځکه غواړي زموږ دملت هرفرد او وګړى دعلم اوپوهې له نعمت څخه برخمن  اودعلم رڼا دملک هر ګوټ ته ورسوي چې دهمدې هدف لپاره يې دتعليم اوتربيې کميسيون تأسيس کړي ترڅو له دې لارې دعلم اوپوهې دترويجولو لپاره ښه اومؤثر خدمت ترسره کړي .

پوښتنه : له  محصلینو او دهیواد دښاري سیمو له  تعلیمي ادارو سره مو رابطې څنګه دي ؟

ځواب : افغاني محصلين چې زموږ وروڼه او اولادونه دي په هره اداره اوهرځاى کې چې وي دحالا تو اوشرائطو په تناسب دامکان ترحده مونږ خپل روابط ورسره ساتو او وخت په وخت موږ دوى ته داسلام داصولو په رڼاکې داسلامي امارت پاليسي څرګندوو ترڅو ديهودو اونصاراوو اونورودښمنانو ددسيسو ښکار نشي اودخپلو اسلامي اوافغاني معيارونو دفاع وکړي ، کوښښ کوو چې رابطې نورې هم ښې ، منظمې اوګړندۍ کړو.

پوښتنه : که دمعارف کمیسیون دمسؤل په حیث  کوم پیغام لرئ ، هیله ده راسره شریک  یې کړئ ، ترڅو یې تر لوستونکو ورسوو .

ځواب : دتعليم اوتربيې دمسئول په حيث زما پيغام داده چې  دهيواد هروګړى بايد دتعليم اوتعلم په لارکې زموږ سره هرراز مرسته اوهمکاري وکړي هغه که دمشورې له لارې وي اوکه دتعليمي موادو اومالي امکاناتو له لارې اوهم بايد ددښمنانو په تبليغاتو دوکه نشي،  ددښمن ددسيسو مخه ونيسي خپل اولادونه تعليمي اداروته سوق کړي ، زموږ دولاياتو او ولسواليو مسئولينو سره همکاري وکړي ، اوله مجاهدينو څخه موهم هيله ده چې په دې اړه زموږ سره خپله مرسته ونه سپموي ، او دټولو علماوو اومسلکي اشخاصو څخه هم هيله کوو ترڅو ديوه سالم معارف دنورښه تنظيم اوبهبود لپاره لا زمي مشورې زموږ سره شريکې کړي ، پوره همکاري وکړي ، ديهودو اونصاراوو اونورو کفري کړيو ددسيسو مخه ونيسي اوخپل ملت په دې اړه متنبه اوباخبره وساتي.

په درنښت

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

يمكنك استخدام أكواد HTML والخصائص التالية: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>