تازه مطالب
Home » پرون او نن » د تاریخ یاداشت ډیر قوي دی/ قاري سعید خوستی
د تاریخ یاداشت ډیر قوي دی/ قاري سعید خوستی

د تاریخ یاداشت ډیر قوي دی/ قاري سعید خوستی

اشغالګر د اسلامي هیوادونو د مستعمره کولو لپاره له دوو شیانو ګټه پورته کوي تر څو د خپل اشغال لپاره مبرر پیدا کړي. لومړی کرایه شوي رسنۍ او مطبوعات او دویم کرایه شوي عالمان.

تاریخ وګورئ. پورته انځور له نن څخه ۸۶ کاله وړاندې اخیستل شوی. په انځور کې دوه شیان ډیر د پام وړ دي.

لومړی: د برید برقة په نوم رسنۍ چې هغه وخت د ایټالویانو په مالي لګښت د دوی  اشغال ته د جواز ورکولو لپاره چلیده، د عمر مختار د نیول کیدو خبر داسې خپور کړ:

د باغیانو مشر عمر مختار ونیول شو.

د صحراء زمری، د اشغالګرو د سترګو اغزی، د لیبیایي ولس حقیقي محسن، د اسلام په تاریخ کې ځلاند ستوري ته کرایه شوي رسنۍ د باغي او یاغي لقب کاراوه.

تاریخ تکراریږي. نن هم د اشغالګرو په لګښت چلیدونکي رسنۍ، بی بي سي، ازادي راډیو، امریکاغږ او نورې لسګونه کورنۍ رسنۍ د اشغال د جواز لپاره لاس په کار دي.

دویم: په انځور کې د سپینې پګړی واله ملا شیخ احمد نجار دی چې د اشغالګرو همکار عالم ؤ او د عمرمختار د نیول کیدو په ورځ د ایټالوي جنرالانو سره یوځاي راڅرګند شو او د لیبیا ولس ته یې زیری ورکړ چې عمر مختار چې ستاسې د پرمختګ او ترقۍ په وړاندې خنډ ؤ، د ایټالوي دوستانو له لورې ونیول شو او ډیر زر به د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسول شي.

نن هم امریکایي ځناورو یو څو ملایان د دې لپاره استخدام کړل چې د افغان ولس د عقیدوي صلابت څخه یې د سپر په توګه وکاروي.

د اشغالګرو تاریخ مطالعه کړئ. دوی تل د ولسونو د ایل کولو لپاره د بهبود، ترقۍ، پرمختګ، سړک، پل، کلینیک جوړولو شعارونه کارولي. خو د نړۍ په مخ هیڅ اسلامي هیواد څوګ په مثال کې نه شي پیش کولی چې اشغالګرو دې جوړ کړی وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*