تازه مطالب
Home » تحليل » ځانګړی نظر » ځیرکیار په خټه څوک دی؟
ځیرکیار په خټه څوک دی؟

ځیرکیار په خټه څوک دی؟

ډاکتر  رحمت ربی ځـیرکیار

د امریکې  نامتو عالم لوئیس  دوپرې (ارکیالوجیست، انــتروپولوجیست،او د افغانستان د کلتوري  تاریخ  چارپوه:۱۹۲۵ تر ۱۹۸۹) لاندې معلومات وړاندې  کړي دي. لکه چې وینئ  زیرک  یـا  ځیـرک په ۱۵  زییزه  پـیـړۍ کې په کندهار کې شتون لاره، او  پوپل، الیکو، اڅـک او بارک یې ورستنیان وو.

ابـدال: یولسمه زییزه پیـړۍ

Abdal(ca 11th century)

ځـیرک/زیـرک:۱۵ زییزه  پیـړۍ

Zirak (ca. 15th century)

PopalAlekoAtsak* Barak

Sado(early 17th century)             Mohammad

Mohammad Zaman( early 18th century)               Haji Jamal Kandahari

Ahmad ShahDurani(1747-72)

Timur Shah (1772-93):

Rahamdel Khan          Sultan Mohamad         Dost Mohamad Khan

Ghulam Moh. Tarzi                             Yahya Khan                       Sher Ali     Afzal         Moham.  Azam

Mahmud B. TarziMoham. YusafYaqob        Abdurrahman

Queen Soraya                                  Moham. NadarHabibullah

Moham.ZaherAmanullah

اڅــک*

See LouisDupree, Afghanistan. Princeton University Press, 1980-edition

د زیرکو یوه څانګه «سالارزی» نومیدله، او امکان لري چې پوپل قوم ته به نږدې  وه.  په  نامعلوم علت سالارزي  له کندهاره د  کونړ ولایت  اخري  برخې(اسمار اودانګام) ته کډوال شول.ورپسې غــټه  برخه یې د لــرافغانستان (پښتـونخـوا) د با جوړ په سیمه کې میشته  شوه.  دغه دره چې رود پکې بهیږي دسالارزو  په نوم مشهوره ده. په سالارزو کې درانیان هم  شته. سالارزي په باجوړکې په هوښیاراو خبر لوڅ قوم مشهور دي او کړکیچونه په جرګو حل کوي. لکه نور پښتون ټبر،هغـوی هم د ډیورنــډ دلعنتي تړون  په واسطه وېشل شوي دي. زما  موراو پلار په قوم سالارزي دي. کشرورور مې مسرورنومیـږي او تخلص یې «سالارزی» دی.

 ما له اوږدې مودې راهیسې ځان  «زیرکیار»  ګڼلی و. خو د ۲۰۱۳  د  نومبر  په پیل کې د کندهار پوهنتون علمي سیمینار ته بلل شوی وم. د میزونو شاتهکوربانه او میلمانه یوبل ته مخامخ ناست وواو د  هرچا په  مخ کې  د هغه یا هغې نوم په غټو تورو لیکل شوی و،  د دې لپاره چې د بحث په مهال هر څوک یـوبل وپـیـژني. زما نوم  د «زیـرکیار» په ځای «ځـیـرکیار» لیکل شوی و.

داسې برېښیدل چې د سمینار په تنظیم کې د کندهار پوهنتون پوهیدونکو او ډاکتر رشاد درنه برخه  لرله. زه د کره پښــتو د استاد صمـیم او ډاکتر رشاد تــر مـیـنځ د ګــډ  میز تر شا ناسست وم. زه  چې د خپلې وینا لپاره ویـنـادړې(سټیج) ته  ختلم، د خپل نوي نوم(ځیرکیار) پاڼـه  مې په خـپـل لاس کې  نـیـولې وه. د سـمیـنار پــه تـالار کې ناست او ولاړ خلک، په ځانګړي ډول مـیـرمنې، هـک پک وو چې زه په خـــپـل نـوم څــه کووم! په امریکا کـې زما د یو ارواښاد کابلي مــلګري یو «تکـلیـف» مې غوڼـډې ته واوراوه، ټـول  میرمنې او ناریـنـه په خندا شول، او ما ورغـبرګه کړه چــې زه د نـوم پـه  کـړاو اختـه شــوی یـم:  د زيـرکـیـار پــه  ځـاې

«ځـیـرکــیـار» شوی یـم! ټولـو زما نـوي نــوم ته چک چـکې  وکـړې او ما هـم  «ځـیـرکیـار»  ومانــه.

په پیښور کې د ۱۹۸۰ د می په میاشت کې د ممثـلې  لویې  جرګې د مشرانو/موســسینو غوڼـډې ته چې زه د پوهاند بهاالدین مجروح له خوا د مشاور  په څیر ورپــیـژندل شوم، یو (۸۰ یا ۸۵ کلن) سپین ږیريکندهاري ماته ووییل چې تاسې څه سوۍ ، ځیرک  خو د میروېس نیکه مشاوران وو. ارواښاد پوهاند بهاالدین مجروح ورغـبـرګه  کړه  چې  اوس دی (ځیرکیار) هم  زموږ مشاور دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*