تازه مطالب
Home » تحليل » ځانګړی نظر » امام شهید حسن البناء
امام شهید حسن البناء

امام شهید حسن البناء

قاضي نجیب الله جامع

او دهغه له هر اړخیزه شخصیته زما لږ اخځ وروسته له ډیرې مطالعې او څیړنې:

زه په جراءعت سره ویلي شم چې سلګونه کلونه کېږی چې مسلمانانو دشهید امام حسن البناء په شان سړي هغه څوک چې په یو مهال څو ارزښتمندي ځانګړتیاوی لری نه ده لیدلي داسې څوک چې لوړي او روښانه موخې یې دامت او انسانیت دسوکالې له پاره لرلي.

خلګو هغه پېژندل او دهغه په ریښتینولي یې ایمان لرلو او ماهم لکه دخلګو په شان هغه وپیژندل که جامع خبره وغواړم دامام البنا اړوند یی وکړم داده چې ( هغه په ټول وجود سره یعني ( روح او جسم سره ) د دالله ج له پاره ژوند کاوو .

نن غواړم څو لنډې کرښې داسلام دتاریخ د لوري بدلونکې څېری او دتاریخ د ترټولو ستر انقلابي خوڅښت دموسیس اړوند ولیکم او هغه بل څوک نه دي مګر قراني شخصیت امام شهید حسن البناء.

دلیکنی ډول

(ټکې پر ټکې)

۱. حسن البناء دمتضادو فکرونو دترسیم او یوځاي کولو معمار ولو هغه دسیدجمالدین افغان دواکمنانو داصلاح او دشیخ محمد عبده دټولنې د ښونی اړو روزنی فکر را یو کړل او یوښکلي پایله یې ترینه اوچته کړه.

۲. هغه به دښمن ته دنبوي (صلی الله علیه واله وصحبه وسلم) دسنت مطابق مخکښي له جګړې څخه د هغه دقناعت کوښښ کولو..

۳. هغه دپراخ عقل، آزاد فکر، روښانه روح، قوي او اوسپنېز ایمان خاوند ولو، هغه د تواضح پاکې ژبي او پاک قلم څښتن ولو او خپل ځان یې لدینه ساته چې دسختو ژبو دخاوندانو پر څېر شي.

۴. هغه په مصر کښې د داسې لاروی پر څېر تیرشو کوم چې بیا به بل همداسې لاروی پر دغې لاري تېر نشي هغه چې تاریخ یې جوړ او د امت دویښتیا په لار کښې یې دهرڅه لوري بدل کړل.

۵. هغه وکړاي شو چې له بیلابیلو پرګنو او قومونو سره پرته له هر ډوله ټکر څخه هغوي په نوی نظر روان کړي، هغه نوی نظر چې بې له حکمت او هوښیارې وړاندي شوی وایې نو پر ضد به یې ډیر خلګ داستعمار او باطلو پر ګټه دریدلي او جنګېدلي وای.

۶. دهغه پر شخصیت کې دسیاستوالو هوښیاري درهبرانو ځواک دعلماوو دلایل دصوفیانو ایمان دسپورټ مینانو ولولې او خروش دفیلسوفانو میعارونه دویناه کونکو ذکاوت او دلیکوالانو متانت او وقار راغونډ شوی وو.

۷. هغه به د عقل د قانع کولو له لاري احساسات راپارولو نه د تشو شعارونو او جاهلي چیغو او چک چکو په واسطه.

۸. د مالدارو او فقیرانو ترمنځ یې داړیکو او مهرباني بنسټ رامنځته کاوو داشان د حاکمانو او ملت ترمنځ یې دتسلط نه بلکې دمسولئت ځواب ورکولو او رسالت اړیکه تنظیموله.

هغه له ابوبکر صدیق رضي الله عنه )) ۹. څخه دبښنې له حضرت عمر (رضي الله عنه) څخه دسختي او مقاومت له حضرت عثمان بن عفان(رضي الله عنه) څخه یې د شهادت او یوالې له حضرت خالد بن ولید(رضي الله عنه) څخه یې ده دتنظیم او نبوغ له حضرت له علی(رضي الله عنه) څخه یې د علمیت او تواضوع زدکړی وله.

۱۰. هغه ددعوت ونه وکرله او دقران پر اوبو یې خړوبه کړله کوم چه د نوموړی له مرګه وروسته له اوچېدو بیا راشنه شوه او وځلیده.

۱۱. دهغه موخه ارمان شهادت او د کاروان روزلو نه موخه داه وله چې شرق باید د دنیا له پاره یوداسې نوی تمدن رامنځته کړې هغه چې له غربي تمدن څخه پر هر شکل غوره وی او دروح او مادی له ګډون اسمان او ځمکي له یوالی څخه تشکیل شوی وی.

۱۲. هغه به ویل چې اسلام یو داسي نفساني قوت دي کوم چې دشرقیانو پر ضمیر کښی پټ پورت دی او هغه کوالي شی چې د دوی مړاوي روحونو ته دژوند ساه ور وبښي هغه چې بیا به پرځمکه کې لکه د احد دایمان پر رسیو دګنډلیو غازیانو پر څېر خپل ورک ویجاړ او ټوټه شوی وجود رامنځته کړي.

۱۳. په پای کښې هغه په داسې حال کې له دی نړۍ نه سترګې پټي کړي کوم چې له استعمار سره پر مبارزه او جهاد کښې د شرق دامید سترګې د همده پرلور وی، ترڅو هغه هیله مندی چې شرق یوه داسي مصلح ته لرله ترڅو وکړای شي چې دهغوی ګډوډ او استعمار پاشلې صفونه یوځل بیا لکه د تبوک د غزا پر شان د خالید بن ولید پر څېر سره برابر او منظم کړي او امت د ژوند او عزت له کاروان سره پر روح او جسم ملګري کړي.

ولې داسي ونه شول دوخت ټولو ښکیلاګرو صهیونیسټې، غربي، اروپایې سيکولران ان او این کړېو د وخت د مستبد او جنایتکاره رژیم پر مرسته یې د دی کاروان له سره رابیل او پر بي رحمانه توګه یې د ټولو تاریخي تهذیباتو او درنښتونو خلاف د ده پر هیله او یوازني موخه شهادت ورساوه هغه مقام چې زما پر ګډون هر مومن مسلمان یې هیله لري.

هغه شهید شو پر شرق کې سمدستي د عزت پر لور د روښنایې ډیوه مړه شوه استعمار او مزدورو ګوډاګیو کړېو چې د شیطان دلښکر اساسي ارکان دي سره مل شول او ټول سرحدونه یې دخپل فطري وحشي طبیعت پر اساس سره ټوټه ټوټه کړل، هغه چې نن یی په سترګو او ټولو حواسو لمس کولای شو.

اما یو څه چې شهید امام حسن البناء یې پر لار کښی جدجهد او مبارزه کوله هغه دامت ویښتیا یوالی او دښکیلاک پر وړاندی دایمان پر رڼاه کښې دبدلون دلسیزی پرلور بدلون دي هغه چې د ټولو دسایسو پر شتون کښې ان شاءالله د بریالیتوب پرلور روان دی

انالله واناالیه راجعون

روح دې ښاد ا و ټول امت دی زما او زما د کورني دوستانو پر ګډون د دغه ویاړلي مجاهد او دعوتګر لاروی وی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*