تازه مطالب
Home » دا هم ولولئ » بانه غوښتونکي ماشومان
بانه غوښتونکي ماشومان

بانه غوښتونکي ماشومان

ژباړن : عطا محمد میاخېل

ډېری میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو له بانه غوښتلو څخه ستړي کېږي او له هغوی سره سخت چلند کوي . په دې مقاله کې غواړو د بانه غوښتلو لاملونه او له هغو سره د مخامخ کېدلو لارې چارې له تاسو سره شریکې کړو .

بهانه غوښتل هغه مهال را منځته کېږي، چې ماشوم په کوم کار کې له ناکامۍ سره مخامخ شي یا د خپلو احساساتو د څرګندولو توان ونه لري . اروا پوهان په دې باور دي او وایي : ماشومان په دوه کلنۍ کې د بل هر وخت په پرتله ډېر بانه غوښتونکي کېږي . معمولاً په ماشومانو کې ناکامي هغه مهال را منځته کېږي، چې نور یې په خبرو نه پوهېږي یا د کوم کار په اړه له بریده ډېره هڅه کوي . نور هغه مسایل چې په ماشومانو کې د بانه غوښتلو سبب ګرځي، په هغه کې د اختلاف شتون دی .

د بېلګې په توګه یوه ورځ خواړه نه خوري، تاسو په ډېرې مهربانۍ نور خواړه ورته چمتو کوئ، خو په بله ورځ یې چې د خوړو له خوړلو څخه ډډه وکړه، نو له هغه سره سخت چلند کوئ . دغه اختلاف ماشوم له ناکامۍ سره مخامخ کوي .

د ماشوم په بد خلقۍ، لجبازۍ او بانه غوښتلو کې تر ټولو مهم ټکی، په دې مسئله باندې پوهېدل دي، چې دا چلند په بشپړه توګه ژر تېرېدونکی دی . هرکله چې د خپل ماشوم له بانه غوښتلو سره مخامخ کېږئ، نو لاندې تګلارې په پام کې ونیسئ :

۱ ـــ خپل ماشوم ته ډاډ ورکړئ، چې خبرو ته یې غوږ نیسئ .

۲ ـــ د خپل ماشوم فکر بل شي ته واړوي .

۳ ـــ ماشوم ته په پام سره دا پیدا کړئ، چې څه وخت او په کوم ځای کې ډېرې بانې غواړي. د دې هر څه په پېژندلو او په له منځه تګ کې یې په هڅه کولو سره، له خپل ماشوم سره مرسته وکړئ .

۴ ـــ ښایي دا لجبازي او بد خلقي یې د لوږې، تندې او یا هم د ناروغۍ په خاطر وي، یادو مسایلو ته ځیر شئ .

په پای کې هغو والدینو ته یوه بله سپارښتنه هم لرو، کوم چې بانه غوښتونکي ماشومان لري . د هغه مور او پلار په توګه چې له خپل ماشوم سره ډېره زیاته مینه لري، کله وخت باید د ماشوم لجبازي او بانه غوښتل ومني او له بریده زیات کنټرول کې دې یې هڅې نه کوي، په دې وخت کې نا لیدلي ګڼل تر ټولو غوره تګلاره ده .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*