تازه مطالب
Home » څار » نېکلسن ستونزه درک کړې، خو حللاره یې بیا هم ناسمه ده
نېکلسن ستونزه درک کړې، خو حللاره یې بیا هم ناسمه ده

نېکلسن ستونزه درک کړې، خو حللاره یې بیا هم ناسمه ده

د سرنوشت ورځپاڼې سرلیکنه 

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت او په دغه هېواد کې د مېشتو امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د پنجشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته د افغانستان په تړاو څرګندونې وکړې. نوموړي وویل چې حقاني شبکه او طالبان د پاکستان په کوټه ښار او نورو سیمو کې خوندي پټنځایونه لري. دده په خبره تر هغو چې وسله وال په بهر کې خوندي ځایونه ولري، ماتول یې سخت دي. له همدې امله نوموړي له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو د بیا کتنې غږ وکړ. جنرال جان نېکلسن دغه راز وویل چې ایران او روسیه هم هڅه کوي چې ناټو ځواکونه په افغانستان کې له ستونزو سره مخ کړي او له همدې امله د طالبانو ملاتړ کوي. نوموړي افغانستان ته د نورو څو زرو امریکايي ځواکونو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

له دې سره دا پوښتنه را پورته کېږي چې ټرمپ به له افغانستان سره څه کوي؟

امریکا لا هم داسې پالیسي لري چې افغانستان له تباهۍ سره مخ کوي. همدا وړمه شپه امریکايي ځواکونو په سنګین کې بمباري کړې چې ۲۵ ملکي وګړي یې شهیدان کړي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي. اوس هم که د جنرال نېکلسن په غوښتنه نور ځواکونه راځي، دا به هم له افغان وژنې او په افغانستان کې د نا امنۍ له زیاتولو پرته بله هېڅ پایله ونه لري. دا سمه ده چې اوس له طالبانو یوازې د پاکستان د ملاتړ خبره نه ده، بلکې اوس ایران، روسیه او ان چین د طالبانو ملاتړ کوي. کله چې  وسله وال طالبان دغه ډول سیمه ییز پیاوړي ملاتړي پیدا کوي، نو بیا یې په نظامي لحاظ ماتول هم ستونزمن او ان ناشوني برېښي.

ښکاري چې ټرمپ بیا هم پر نظامي حل تمرکز کوي. د افغانستان ستونزه سیاسي حللاره لري او د ستونزې لامل هم دلته د امریکايي ځواکونو حضور او امریکايي لوبې دي. اوس که امریکا د ستونزې د حل لپاره پر نظامي چارو تمرکز کوي او نور ځواکونه را لیږي، دا د ستونزې له حل سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولی.

که ټرمپ او یا امریکا په رښتیا غواړي چې د افغانستان ستونزه حل شي او یا دوی د افغانستان په جګړه کې ماتې ونه خوري، نو په کار ده چې پر سیاسي حل تمرکز وکړي. پر پاکستان او ایران فشار کولی شي له دې چارې سره مرسته وکړي. دا د ستونزې د حل یوه برخه ده، خو دا هم مهمه ده چې له روسیې، چین او ان هند سره د افغانستان په تړاو بحث وشي. په کار ده چې له روسیې، چین او نورو سیمه ییزو هېوادونو سره د خبرو له لارې ددې زمینه برابره شي چې له وسله والو طالبانو سره خبرې وشي. که امریکا رښتیا وغواړي چې جګړه ختمه کړي، نو د سیمې هېوادونه کولی شي چې طالبان سولې ته حاضر کړي. دا په دې معنی هم نه ده چې طالبان به لاس تړلي د سولې خبرو ته راوستل کیږي، بلکې د هغوی ځیني شرطونه به منل کیږي. په ځانګړي ډول هغه شرطونه به منل کیږي چې د سیمې د هېوادونو اندېښنې له منځه وړي او ګټې یې خوندي کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*