تازه مطالب
Home » تحليل » د موالاة(د کافرانو دوستي) تعریف او شرعي حکم یې/ قاري سعید خوستی
د موالاة(د کافرانو دوستي) تعریف او شرعي حکم یې/ قاري سعید خوستی

د موالاة(د کافرانو دوستي) تعریف او شرعي حکم یې/ قاري سعید خوستی

د كافرانو سره تعامل درې حالته لري

(۱) لومړی حالت یې کفر او د اسلام له ملت څخه ایستونکی دی چې په علمي ژبه ورته تَوَلِّيْ ویلی شي. چې همدا حالت مقصد په دې ایت سره دی. (ومن یتولهم منکم فانه منهم) ـ {المائدة ایت۵۱} چا چې له تاسې د دوی سره دوستي وکړه، له دوی څخه دی. او مقصد دی په دې ایت سره (ﺇﻧﻤﺎ ﻳﻨﻬﺎﻛﻢ اﻟﻠﻪ ﻋﻦ اﻟﺬﻳﻦ ﻗﺎﺗﻠﻮﻛﻢ ﻓﻲ اﻟﺪﻳﻦ ﻭﺃﺧﺮﺟﻮﻛﻢ ﻣﻦ ﺩﻳﺎﺭﻛﻢ ﻭﻇﺎﻫﺮﻭا ﻋﻠﻰ ﺇﺧﺮاﺟﻜﻢ ﺃﻥ ﺗﻮﻟﻮﻫﻢ ﻭﻣﻦ ﻳﺘﻮﻟﻬﻢ ﻓﺄﻭﻟﺌﻚ ﻫﻢ اﻟﻈﺎﻟﻤﻮﻥ ){الممتحنه ایت ۹} بیشکه الله تعالی تاسې د هغه خلکو له دوستۍ منعه کوي، چې ستاسې سره د دین په سر جګړه کوي، تاسې یې له خپلو کورونو ایستلي یی، له نورو سرکشه کافرانو سره یې ستاسې په ایستلو کې مرسته کړې. چا چې له تاسې څخه د دوی سره دوستي وکړه هغه د ظالمانو له ټولي څخه دی.

(۲)  دویم حالت یې حرام، ناروا دی خو کفر نه دی چې په علمي ژبه ورته موالاة ویلی شي. د کافرانو سره داسې دوستي چې د دوی د دین سره د محبت له امله نه وي، دا دوستي د بل مسلمان په ضرر نه وي بلکې د دنیوي مفادو لپاره وي، موالاة بلل کیږي.

(۳) دریم حالت یې مباح او روا دی. د هغه کافرانو سره چې د مسلمانانو په وړاندې نه جنګیږي، د تړونونو لاندې کافرانو سره، د ذمیانو سره، د خپلو اقاربو غیرمحاربو کافرانو سره دوستي روا ده. او دا مقصد په دې ایت سره دی.

(ﻻ ﻳﻨﻬﺎﻛﻢ اﻟﻠﻪ ﻋﻦ اﻟﺬﻳﻦ ﻟﻢ ﻳﻘﺎﺗﻠﻮﻛﻢ ﻓﻲ اﻟﺪﻳﻦ ﻭﻟﻢ ﻳﺨﺮﺟﻮﻛﻢ ﻣﻦ ﺩﻳﺎﺭﻛﻢ ﺃﻥ ﺗﺒﺮﻭﻫﻢ ﻭﺗﻘﺴﻄﻮا ﺇﻟﻴﻬﻢ ﺇﻥ اﻟﻠﻪ ﻳﺤﺐ اﻟﻤﻘﺴﻄﻴﻦ) {الممتحنه ایة۸}

ژباړه: الله تعالی تاسې د هغه کافرانو سره له نیکۍ کولو او عدل نه منعه کوي چې له تاسې سره یې د دین په سر جګړه نه وي کړي، تاسې یې له کورونو نه وی ایستلي. الله تعالی منځلاري او عدل کونکي خوښوي.

د لومړي او دویم حالت تر مینځ توپیر دا دی چې کله د کافر سره دوستي د ده د دین له امله وي، دا دوستي د بل مسلمان د ځپلو لپاره وي، دا حالت د تَوَلِّيْ دی چې سبب د کفر دی. د دویم او دریم حالت تر مینځ توپیر امام قرافي داسې کړی:

 په ځینې ایتونو کې د کافرانو سره دوستي منع شوي په ځینو کې بیا د کافرانو سره د عدل او نیک سلوک امر شوی خو د تولو تر مینځ جمعه دا ده چې هغه کافران چې زموږ په ذمه کې دي یا غیرمحارب خپلوان کافران او ټول هغه کافران چې د اسلامي امیر د حکم لاندې ژوند تیرول غواړي، ورسره ښه سلوک روا دی خو هغه کافران چې په دې شروطو نه وی خو ورسره دوستي د مسلمانانو د ضرر سبب نه کیږي، ناروا او حرام دی.

( الفروق للقرافي ج۳ص۱۴)

افغانستان ته د اشغالګرانو د راتګ سره هم مهاله دوی ځینې د بلعم بن باعورا په منصب ناست تش په نوم عالمان د دې لپاره وګومارل، تر څو پرې اسلامي مفاهیم تحریف کړي. د کافرانو سره د دوستی مفهوم هم ځینو کرایه شویو تحریف کړ او په افغانستان کې د داخلي ګوډاګیانو په مرسته سَرَه انګریزان د افغانانو کورونو ته اړول یې موالاة او هغه حالت معرفي کړی چې یا خو اصلا روا دی یا حرام دی خو کفر نه دی.

خو دا ناخبره د تَوَلِّيْ او مُوالاة تر مینځ علمی تفاوت هم نه پیژني.

باید ووایو چې د تَوَلِّيْ او موالاة تر مینځ معیار یواځې د کافرانو د دین سره محبت نه دی لکه ځینې خلک د افغانانو د امریکایانو سره تعاون د موالاة له ډلې بولي او وايي چې دلته افغانان د کافرانو سره یواځې د پیسو په بدل کې تعاون کوي حال دا چې هلته د مولاة او تَوَلِّيْ تر مینځ د مسلمانانو له خپلو کورونو شړل یا د دوی په شړلو کې مرسته یاده شوې.

نو چې د هغه چا دوستي هم تَوَلِّیْ او کفر دی چې د کافر سره یې د مسلمان په شړلو کې مرسته کړې، دا عسکر، پولیس او اردو واله به څنګه نه وی کافر چې د دې مسلمان په شړلو نیولو، وژلو، شکنجه کولو کې تر کافر مخکې دي؟

الله تعالی د تَوَلِّيْ په هکله داسې فرمایي: ﺇﻧﻤﺎ ﻳﻨﻬﺎﻛﻢ اﻟﻠﻪ ﻋﻦ اﻟﺬﻳﻦ ﻗﺎﺗﻠﻮﻛﻢ ﻓﻲ اﻟﺪﻳﻦ ﻭﺃﺧﺮﺟﻮﻛﻢ ﻣﻦ ﺩﻳﺎﺭﻛﻢ ﻭﻇﺎﻫﺮﻭا ﻋﻠﻰ ﺇﺧﺮاﺟﻜﻢ ﺃﻥ ﺗﻮﻟﻮﻫﻢ ﻭﻣﻦ ﻳﺘﻮﻟﻬﻢ ﻓﺄﻭﻟﺌﻚ ﻫﻢ اﻟﻈﺎﻟﻤﻮﻥ{الممتحنه ایت ۹}.

له احنافو څخه امام جصاص په احکام القران کې، امام نسفي په مدارک التنزیل کې، امام ابوالسعود په تفسیر ابوالسعود کې د یهودو او نصاراوو سره دوستي کونکي د دوي له ډلې بللي چې د تَولی دا ډول کفر او مخرج له ملت څخه دی. (احکام القران للجصاص ج۲ص۱۲/ مدارک التنزیل تفسیر النسفي ج۱ص۴۵۳/ تفسیر ابوالسعود ج۳ص۴۸)

امام قرطبي لیکي: یعنې څوګ چې له کافرانو سره دوستي کوي هغه له دوي څخه دی. حکم یې د دوی دی. چې له دې سره ثابته شوه چې له مرتد څخه مسلمان میراث نه شي وړلی. (تفسیر القرطبي ج۶ص۲۱۷)

علامه ابن حزم لیکي: څوګ چې له کافرانو سره د دې  لپاره ملګری شي چې د مسلمانانو په وړاندې د دې کافرانو سره کومک وکړي، مرتد ګرځي. کله چې پرې وس بر شي وژل یې واجب دي. مال یې روا دی. د ښځې سره یې نکاح فسخ شو. د مسلمانانو په هدیره کې به نه شي ښخولی. جنازه به نشي پرې کولی. (المحلی بالآثار لابن حزم ج۱۲ص۱۲۳)

بلکې د مسلمانانو په ضد د کافرانو سره تعاون کونکی د امت په اجماع کافر بلل شوی. امام ابن حزم په دې اړه د اجماع دعوی کړې.نوموړی لیکي: دا ایت په خپل ظاهر باندې دی او داسې کس کافر دي چې په دې کې دوه کسان هم مخالف نه دي

(المحلی بالآثار ج۱۲ص۱۲۵)

ځینې علم ته ځان منسوبونکي د حاطب بن ابي بلتعه قصه په دلیل کې راوړي او وایي چې له کافرانو سره مرسته مطلقاً کفر نه دی او تَوَلِّيْ یواځې په یوه حالت پورې خاص بولي چې د کافرانو سره د دوی د دین له امله دوستي کول دي.

خو د حدیث په علم ماهر خلک پوهیږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر رض ته داسې ونه ویل چې نوموړی مسلمان دی او مسلماني د نوموړي د وژنې مانع شوه بلکې داسې یې وفرمایل: حاطب بدري دی او بدریانو ته الله تعالی ویلي چې څه مو خوښه وي هغه کوئ. تاسې ته ما بښنه کړي ده.

حافظ ابن حجر په فتح الباري کې لیکي:

 ﻭﻭﺟﻪ اﻟﺪﻻﻟﺔ ﺃﻧﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺃﻗﺮ ﻋﻤﺮ ﻋﻠﻰ ﺇﺭاﺩﺓ اﻟﻘﺘﻞ ﻟﻮﻻ اﻟﻤﺎﻧﻊ ﻭﺑﻴﻦ اﻟﻤﺎﻧﻊ ﻫﻮ ﻛﻮﻥ ﺣﺎﻃﺐ ﺷﻬﺪ ﺑﺪﺭا ﻭﻫﺬا ﻣﻨﺘﻒ ﻓﻲ ﻏﻴﺮ ﺣﺎﻃﺐ ﻓﻠﻮ ﻛﺎﻥ اﻹﺳﻼﻡ ﻣﺎﻧﻌﺎ ﻣﻦ ﻗﺘﻠﻪ ﻟﻤﺎ ﻋﻠﻞ ﺑﺄﺧﺺ ﻣﻨﻪ.

ژباړه: له دې حدیث څخه د دلیل وجه دا ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر رض د حاطب د وژنې په اراده همداسې پریښود. که دغه مانع چې د حاطب د وژل کیدو مخه یې ډب کړه، نه وی، نو حاطب به وژل شوی ؤ او هغه مانع د حاطب بدریتوب ؤ او دا حدیث د نورو مسلمانانو لپاره دلیل نه شي کیدلی ځکه که اسلام مانع وی نو د اسلام یادونه به شوی وه خو دلته یې خاص ذکر وکړ.

(فتح الباري ج۸ص۶۳۶)

د الله رسول صلی الله علیه وسلم د حاطب په اړه ونه ویل چې دا مسلمان دی بلکې ویې ویل دا بدري ده.

علاوه له دې د حاطب قیصه بالعکس په دوی دلیل دی له درو املونو.

۱ – د معجم الأوسط په روایت کې دا حدیث د حضرت عمر رض په روایت داسې راغلی: قلت ﻳﺎ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ، ﺩﻋﻨﻲ ﺃﺿﺮﺏ ﻋﻨﻖ ﺣﺎﻃﺐ ﺑﻦ ﺃﺑﻲ ﺑﻠﺘﻌﺔ، ﻓﻘﺪ ﻛﻔﺮ. ﻗﺎﻝ: «ﻭﻣﺎ ﻳﺪﺭﻳﻚ ﻳﺎ اﺑﻦ اﻟﺨﻄﺎﺏ، ﻟﻌﻞ اﻟﻠﻪ اﻃﻠﻊ ﻋﻠﻰ ﺃﻫﻞ ﺑﺪﺭ ﻓﻘﺎﻝ: اﻋﻤﻠﻮا ﻣﺎ ﺷﺌﺘﻢ، ﻓﻘﺪ ﻏﻔﺮﺕ ﻟﻜﻢ.

ژباړه: ما ورته اویل: اې د الله رسوله ما پریږده چې د حاطب ګردن ووهم ځکه نوموړی کافر شوی دی.

(اﻟﻤﻌﺠﻢ اﻷﻭﺳﻂ ج۳ص۱۱۲ حدیث ۲۶۴۷)

 یعنې صحابۀ کرامو د کافرانو سره دا ډول دوستي کفر بلل.

۲ – رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت عمر رض په ځواب کې د ده خبره چې ګنې نوموړی کافر شوی، رد نه کړه بلکې د حاطب لپاره یې عذر بیان کړ.

۳ – حاطب رض داسې وویل:   ﻭﻣﺎ ﻓﻌﻠﺖ ﻛﻔﺮا ﻭﻻ اﺭﺗﺪاﺩا، ﻭﻻ ﺭﺿﺎ ﺑﺎﻟﻜﻔﺮ ﺑﻌﺪ اﻹﺳﻼﻡ. اې د الله رسوله ما دا کار د کفر او ارتداد له امله نه دی کړی او نه له اسلام وروسته په کفر رضا شوی یم (ﺻﺤﻴﺢ اﻟﺒﺨﺎﺭﻱ حدیث ۳۰۰۷/ﺻﺤﻴﺢ ﻣﺴﻠﻢ حدیث ۲۴۹۴)

د حاطب په باور هم له کافرانو سره دا ډول دوستي کفر وه.

دکافر سره د مسلمانانو په ضد مرسته کول تَوَلِّيْ او کفر دی. موږ یې له اسلامي تاریخ څخه لاندې مثالونه لرو.

(۱) د هجرت په دویم کال د بدر واقعه:

د بدر په غزا کې کافرانو ځینې مسلمانان د بدر میدان ته په زور راوستلي وو خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی سره د مسلمانانو معامله ونکړه بلکې د کافرانو په څیر تعامل یې ورسره وکړ. په داسې حال کې چې دوی په زور هم راوستل شوي وو. چې د دوی له ډلې یو هم عباس د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره ؤ.

(۲) د هجرت په یولسم کال چې کله مسیلمةالکذاب د پیغمبرۍ دعوی وکړه د بنوحنیفه قبیلې ډیرو مسلمانانو چې مسیلمة یې پیغمبر نه بللو خو د قومیت له امله یې د ابوبکرصدیق رض په وړاندې د مسیلمة مرسته وکړه چې د ابوبکر صدیق له لورې ورسره د کافرانو په څیر تعامل وشو.

(۳) په ۲۰۱هجري کال بابک الخرمي د کافرانو په مرسته د مسلمانانو په خاوره برید وکړ چې امام احمد یې د ارتداد فتوی ورکړه. (الفروع وتصحیح الفروع ج۱۰ص۱۸۵)

(۴) په ۴۸۰ هجري کال معتمد بن عباد د اشبیلیې حاکم افرنجیان راوستل او د ده په مرسته یې د مسلمانانو په زمکه برید وکړ چې عالمانو یې د کفر فتوی ورکړه.

(الاستقصا لأخبار دول المغرب الأقصی ج۲ص۷۵)

(۵) په ۶۶۱ هجري کال ملک ظاهر او ملک مغیث عمر بن العادل د شام د قبضه کولو لپاره د هولاکو مرسته وکړه چې ابن خلکان او نورو عالمانو یې د کفر فتوی ورکړه.

(البدایة والنهایة ج۱۷ص۴۴۸)

(۶) په ۷۰۰ هجري کال تتاریانو په شام حمله وکړه چې ځینو مسلمانانو یې مرسته وکړه. علامه ابن تیمیة د دوی د ارتداد فتوی ورکړه او ویې ویل: دوی مرتدان دي اګر که دوی روژه نیسي، لمونځ کوي، زکوة ورکوي. (مجموع الفتاوی ج۲۸ص۵۳۰)

(۷) په ۹۸۰ هجري کال محمدبن عبدالله السعدي چې د مراکش بادشاه ؤ، د پرتګال له کافر بادشاه سره د خپل تره ابو مروان المعتصم باالله په ضد مرسته وکړه چې د وخت فقهاوو یې د کفر فتوی ورکړه. (الاستقصا لأخبار دول المغرب الأقصی ج۵ص۶۹ )

(۸) په ۱۳۰۷ هجري کال فرانسویانو په الجزایر حمله وکړه چې ځینو مسلمانو قبیلو یې مرسته وکړه. فقیه المغرب ابوالحسن التسولي د دوی د کفر فتوی ورکړه.

(ﺃﺟﻮﺑﺔ اﻟﺘﺴﻮﻟﻲ ﻋﻠﻰ ﻣﺴﺎﺋﻞ اﻷﻣﻴﺮ ﻋﺒﺪ اﻟﻘﺎﺩﺭ اﻟﺠﺰاﺋﺮﻱ ص۲۱۰)

(۹) په ۱۳۵۳ هجري کال فرانسویانو او برطانویانو په مصر او لیبیا برید وکړ او ځینو مسلمانانو د دوی مرسته وکړه چې شیخ احمد شاکر د دوی د کفر فتوی ورکړه.

(کلمة حق للشیخ احمد شاکر ص۱۲۶)

(۱۰) په ۱۳۶۶ هجري کال چې کله یهودانو فلسطین قبضه کړ، د شیخ عبدالمجید سلیم په مشری د ازهر عالمانو د هغه مسلمانانو د کفر فتوی ورکړه چې د یهودانو سره یې مرسته کړی وه.

(۱۱) په ۱۴۰۳ هجری کال روسانو په افغانستان برید وکړ چې د نړۍ ټولو عالمانو د هغه کمونستانو د کفر فتوی ورکړه چې له روسانو سره یې مرسته کړي وه.

(۱۲) په ۱۳۹۸ هجري کال د عبدالعزیز بن باز په مشری د سعودي مخورو عالمانو د هغه مسلمانانو د کفر فتوی ورکړه چې په فلسطین کې یې د یهودانو مرسته کړی وه او یا په نوره نړۍ کې د کافرانو مرسته کوي.

(مجموع الفتاوی لابن باز ج۱ص۲۷۴)

پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*