تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » افغانستان » د ملي مشارکت گوند په کابینه کې د ایراني جاسوسانو ادعا کړې
د ملي مشارکت گوند په کابینه کې د ایراني جاسوسانو ادعا کړې

د ملي مشارکت گوند په کابینه کې د ایراني جاسوسانو ادعا کړې

د افغانستان د ملي مشارکت گوند رییس نجیب الله کابلي تېره ورځ په کابل کې خبریالانو ته ویلي، د افغانستان په کابینه کې ۲۵ سلنه غړي د ایران جاسوسان دي او د ایران په ګټه کارونه کوي.

نوموړي همدارنگه وویل، ددغو وزیرانو په اړه کره اسناد لري او که ولسمشر غني وغواړي دی به ټول اسناد ورسره شریک کړي.

د نجیب الله کابلي په خبره، کله چې کابینه کې د گمارنو وخت وي، تر هغه چې د ایران له سفر او د ایران له دولت نه تاییدي وانه خلي تر هغه وخته نه معرفي کېږي.
دی وايي، دغه اسناد به یواځې حکومتي چارواکو او ولسمشر غني سره شریک کوي؛ خو نن یې د کوم کس نوم وانه خېست.

د ملي مشارکت گوند مشر د ملي یووالي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې ټول هغه وزیران له دندو گوښه کړي، چې بهرنیو کړیو سره اړیکې لري او د هغوی په گټه کار کوي.

ښاغلي کابلي وویل، د ایران د نفوذ مسئله یې له امنیتي چارواکو سره شریکه کړې؛ خو هغوی هم تراوسه کوم اقدام نه دی کړی.

نوموړي همدارنگه وویل، ایران له وسله والو طالبانو څخه ملاتړ کوي او د افغانستان ملي گټو او پراختیايي کارونو پر وړاندې یې خنډ جوړوي.

د ملي مشارکت گوند مشر په داسې وخت کې د ایران د نفوذ خبره کوي، چې تېره ورځ د هلمند والي حیات الله حیات ویلي وو، چې ایراني، پاکستاني او طالب مشرانو د هلمند په گرمسیر کې لویه غونډه کړې وه.

د روانې میاشتې پر دویمه نېټه افغان حکومت د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي هم د خیانت په تور له دندې لرې کړ؛ خو وروسته ځینو رسنیو وویل، چې د مخابراتو وزیر ایران ته پټ اسناد ورکړي وو.

حقوقي کارپوهان د ملي مشارکت د گوند د اوسنۍ ادعا په اړه له حکومت څخه غواړي، چې په دې اړه دې څېړنې وکړي او د پردیو هېوادونو جاسوسان دې گوښه او مجازات کړي.

په افغان حکومت د بهرنیو هېوادونو د استازو شتون کومه نوې خبره نه ده، بلکې له دې وړاندې زیات لوړ پوړي چارواکي بهرنیو هېوادونو ته په جاسوسۍ تورن شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*