تازه مطالب
Home » څار » پر خپلو د مرستې غږ دا غږ بدرګه ګړئ!
پر خپلو د مرستې غږ دا غږ بدرګه ګړئ!

پر خپلو د مرستې غږ دا غږ بدرګه ګړئ!

سرنوشت ورځپاڼه

بیا یخنی ده، ژمی دی، واوره وریږي، خو زموږ ګڼ هېوادوال په همدې سخت ژمي کې په خیمو کې ژوند کوي او ګڼ نور په داسې کورونو کې شپې تېروي چې د ځان ګرمولو لپاره هېڅ نه لري. همدا اوس د کابل په ځینو سیمو کې زموږ هېوادوال خپل وجود له واورینې او یخې هوا سره مخ کوي. د دوی د وجدونو او یخې هوا ترمنځ یوازې د خیمې نرۍ تیکې دي. د ماشومانو، ښځو، سپین ږیرو او سپین سرو ډنګر وجدونه له وژونکي یخنۍ سره مخ دي. څو ورځې مخکې د همدې سختې یخنۍ له امله د کابل په ځینو همداسې خیمو کې د څو ماشومانو د مړینې خبرونه خپاره شول. اوس به بیا ناروغۍ وي، په هره خیمه او هر ساړه کور کې به ماشومان او بوډاګان له سختو ناروغیو سره لاس او ګریوان وي. دا حالت رښتیا هم دردونکی دی او هېڅ وجدان لرونکی انسان یې نشي زغملی.

دا ځل په دولت نیوکې نه کوو، دا ځل په نړیوالو مرستندیو ادارو نیوکې نه کوو، دا ځل نور نه ملامتوو، دا ځل هېڅوک نه ملاتوو، دا ځل له نړیوالو د مرستې غوښتنه نه کوو، دا ځل له دولت څخه هم د مرستې غوښتنه نه کوو. دا کارونه مو پخوا کړي، بیا بیا مو کړي. دا ځل یو بل غږ کوو، یو متفاوت غږ، پر ولس غږ، پر هر افغان انسان غږ. راځی! له خپلو دغوو خویندو او ورڼو سره مرسته وکړو، راځی له خپل وس سره سم ورسره مرسته وکړو. راځی! نن ورځ یو څاښت ډودۍ ونه خورو، راځی! نن خپلو ماشومانو ته میوه را نه وړو، راځی! یوه ورځ سخت ژوند وکړو او سپما شوې پیسې یې دغو بې وزله انسانانو ته ورکړو. نږدې هر افغان له دغه هېوادوالو سره د مرستې توان لرو، کیدای شي چې یوه برخه کسان د ډېرو مرستو توان ولري، هغوی دې ډېره مرسته وکړي، خو هغوی چې د ډېرو مرستو توان نه لري، نورو ته باید منتظر نه شي، له خپله اړخه باید یو څه وکړي. کیدای شي، یو څوک د لسو افغانیو مرسته وکړلی شي، یو څوک د یوې زړې کمپلې مرسته کولی شي، یو څوک د یو جاکټ مرسته کولی شي، یو څوک د یو جوړه بوټانو مرسته کولی شی. هر څه چې کولی شی، که ډېر واړه هم وي، مرسته وکړئ. همدا اوس فکر وکړی چې څه کولی شی، ستاسې مرسته کیدای شي ډېره وړه وي، مه شرمیږی! پاڅیږی او مرسته وکړی! ستاسې وړه مرسته لوی کار کولی، که همداسې موږ هر یو بې توپیره پاتې نه شو او ونه شرمیږو، چې وړې وړې مرستې وکړو، لویې مرستې ترې جوړیږي. په دې ډول خپل اسلامي او ملي رسالت ترسره کوو، خپل وجدان اراموو او پر ځمکه د یوه ژوندي او مسلمان انسان په توګه ځان ثابتوو.

زموږ دا غږ بدرګه کړئ، نورو افغانانو ته یې ورسوئ او خپل وروڼه او خویندې سختې او وژونکې یخنۍ ته مه پریږدئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*