تازه مطالب
Home » دا هم ولولئ » لس کارونه چې نباید له نوي زېږېدلي ماشوم سره یې وکړئ
لس کارونه چې نباید له نوي زېږېدلي ماشوم سره یې وکړئ

لس کارونه چې نباید له نوي زېږېدلي ماشوم سره یې وکړئ

ژباړن : عطا محمد میاخېل

د ځینې کارونو ترسره کول، کولای شي ستاسو د نوي زېږېدلي ماشوم روغتیا له خطر سره مخامخ کړي . تاسو وایئ کوم کارونه ؟ په دې لیکنه کې په لسو هغو کارونو رڼا اچوو، چې نباید له ماشوم سره وشي  :

۱ ـــ له غوږ پاکوونکي څخه ګټه اخیستنه :

هېڅکله د نوي زېږېدلي ماشوم د غوږ پاکلو له پاره، له غوږ پاکوونکي څخه ګټه مه اخلئ . دا کار ښایي د هغه د غوږ پردې ته زیان واړوي او یا د خپل سر په خوځولو سره د غوسې او خپګان سبب یې شي . له پستې او نرمې ټوټې څخه کار واخلئ او د هغې په مرسته د نوي زېږېدلي ماشوم د غوږ بهرنۍ برخه پرې پاکه کړئ . اړینه نه ده، چې کومه څه د هغه د اورېدلو کانال ته ور ننباسئ .

۲ ـــ له بالښت څخه ګټه اخیستنه :

له ساه بندېدنې څخه د مخنیوي له پاره، د خپل نوي زېږېدلي ماشوم په خوب ځای کې بالښت مه ږدئ . ټیکری، ناوکۍ یا  بل هرڅه، چې  ښایي د نوي زېږېدلي ماشوم په ښورېدو او خوځښت سره پرمخ یې را وغورځي هم ډېر خطر لري، ځکه ماشوم د دې توان نه لري، چې له خپل مخ څخه کوم څه لرې کړي .

۳ ـــ د سینې شربت ورکول :

سپارښتنه کېږي، هغو ماشومانو ته د سینې شربت مه ورکوئ، کوم چې عمر یې له شپږو کالو څخه کم وي . دا درمل نه یوازې ګټه نه لري، بلکې کولای شي خطرناک وي . که چېرې ماشوم مو ډېر ټوخېږي، نو کوټه یې مرطوبه وساتئ او هغه ته مایعات ورکړئ، ترڅو یې وڅکي او که چېرې ټوخی یې له پنځو ورځو څخه اوږد شو، نو له روغتیا پال (ډاکټر) سره مشوره وکړئ .

۴ ـــ د لمر ضد موښل :

له شپږ میاشتنۍ څخه مخکې د نوي زېږېدلي ماشوم پوستکی ډېر حساس وي، په دې عمر کې د لمر ضد کریم څخه د ګټه اخیستنې پرځای، خپل نوی زېږېدلی ماشوم په سیوري کې وساتئ او د اوږدو لستوڼو او خولۍ لرونکې جامې په مرسته  د لمر د ناوړه او مضرو وړانګو په وړاندې ترې ساتنه وکړئ .

۵ ـــ د موټر له صندلۍ څخه اوږد مهالې ګټه اخیستنه :

د موټر صندلۍ د ماشوم له ځانګړو وسایلو څخه شمېرل کېږي . د دې له پاره، چې ماشوم مو خوندي شي. نباید خپل ماشوم د ساعتونو له پاره په صندلۍ کې پرېږدئ، په لومړنۍ موکه کې یې را پورته کړئ او په خپل تخت باندې یې څملوئ، ترڅو ستوني ستغ ویده شي او یا په خپله خېټه باندې لوبې وکړي، د موټر په صندلۍ کې څو ساعته پاتې کېدل، ستاسو د ماشوم د ملا تیر باندې ډېر زیات فشار راولي او په اوږد مهال کې د ساه بندېدني له ستونزې سره مخامخ کېږي .

۶ ـــ په اړخونو باندې فشار راوستل عین ساه بندېدنه ده :

که خدای مه کړه د ماشوم ساه ایستنه مو له کومې ستونزې سره مخامخ شوه . د ساه ایستنې له لارې د کوم شي د بهر کېدو له پاره هېڅکله یې اړخونو ته فشار مه ورکوئ، که څه هم د لویانو له پاره دا کار اغېزمن دی، خو د ماشومانو له پاره د کارونې وړ نه دی .    که چېرې دا ډول پېښه را منځته شوه، خپل ماشوم په خېټه ښکته د مټو په لور ټیټ کړئ او په خپلو ګوتو یې خوله پرانیستې وساتئ، له دې وروسته په خپلو ګوتو مو د هغه سینه پنځه ځلې کېکاږئ او ژر تر ژره د بېړنیو روغتیایي مرستو له څانګې سره اړیکه ونیسئ .

۷ ـــ له کورني سپي سره د ماشوم یوازې پرېښودل :

نوی زېږېدلی ماشوم د انسان بوی نه ورکوي. په همدې دلیل نباید هغه له کورنیو حیواناتو په ځانګړې توګه سپي سره یوازې پرېږدئ، حیوانات ښایي هغه ته د خوړو ګمان وکړئ او زیان ور ورسوي .

۸ ـــ په ماشوم باندې د شاتو خوړل :

له یو کلنۍ څخه مخکې ماشوم ته د ځینو خوړو په ځانګړې توګه د شاتو ورکړه منعه ده . شات د بوتولیسم سپرومونو لرونکي دي، چې کولای شي د نوي زېږېدلي ماشوم د هاضمې په سیستم کې وروزل شي د نوي زېږېدلي ماشوم بوتولیسم کم پیدا ناروغي، خو وژونکې ده.

۹ ـــ د نوي زېږېدلي ماشوم درول :

د زېږون په لومړیو میاشتو کې د نوي زېږېدلي ماشوم ملا او پښې په هغه کچه پیاوړې نه وي، چې د هغه وزن وزغمي، هېڅکله نوی زېږېدلی ماشوم په پښو مه دروئ . د شپږو او اتو میاشتو ترمنځ ماشومان، کولای شي کېني او په تدریجي توګه درېدل زده کوي . حتا په دغو میاشتو کې هم نباید له څو دقیقو څخه زیات خپل ماشومان ودروئ .

۱۰ ـــ په ډېر شدت سره لوبې:

هغه ماشوم، چې نوې یې خندا زده کړې وي، ډېر جذاب او خوږ وي . له هغه سره په کراره لوبې وکړئ، له هغه سره تند او شدید چلند مه کوئ، ځکه د نوي زېږېدلي ماشوم بدن کمزوری وي، باید د هغه له اوږو او لاسونو سره ډېر پام وکړئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*