تازه مطالب
Home » څار » د دې غميزو له تكراره د مخنيوي لاره شته؟!
د دې غميزو له تكراره د مخنيوي لاره شته؟!

د دې غميزو له تكراره د مخنيوي لاره شته؟!

ویسا ورځپاڼه

ولسمشر غني وړمه شپه د پاكستان له لوى درستيز جنرال قمر باجوه سره ټيليفوني خبرې كړې، د رسنيو د راپور له مخې ولسمشر نوموړي ته ويلي چې د كابل، كندهار او هلمند د وروستيو بريدونو عاملين په پاكستان كې روغ رمټ، آزاد ګرځي.

د ولسمشر غني له دې خبرو ښكاري چې دى هم د امنيتي ادارو هغه راپور تائيدوي چې د وروستيو بريدونو تور پر طالبانو او پاكستاني استخباراتو لګوي، دوى وايي چې دغه بريدونه په كوټه كې پلان شوي وو.

د تېرې سه شنبې بريدونه په هېواد كې لومړي بريدونه نه وو او نه به وروستي شي، دغه تراژيدي ډرامه له كلونو راهيسې په همدغه بڼه را روانه ده، په دې تېرو ۱۶ كلونو كې په لسهاؤ څه چې په سلهاؤ داسې بريدونه شوي دي چې په لسګونو زره افغانان پكې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

له اوږدو كلونو راهيسې د دغسې بريدونو په باب زموږ د حكومت او چارواكيو غبرګون هم له دې پولو وانه وښت چې په آى اس آى او پاكستان پړه واچوي او د كوټې شورا، حقاني شبكه او يا كوم بل لورى پكې ښكېل وبولي چې د آى اس آى نېغ ملاتړ ورسره دى.

پوښتنه دا ده چې كه دغه ادعاوې ريښتيا وي چې په قوي احتمال ريښتيا دي، نو بيا زموږ چارواكي تر دې وړاندې بل ګام ولې نشي اخيستلاى؟

د پخواني حكومت په وروستيو كلونو كې ځيني داسې دريځونه غوره شول چې خبره له كليشه يي تور پورې كولو راووزي او حكومت په تېره پخواني ولسمشر يو څو جدي خبرې مطرح كړې، لږ تر لږه حكومت د پاكستان او نړيوالې ټولنې پر گډ دوه مخيتوب نيوكې پيل كړې چې هم د پاكستان او هم د امريكا اړيكې ورسره خرابې هم شوې.

د ولسمشر غني په مشرۍ نوي حكومت بايد د تېر حكومت ترخې تجربې بابېزه نه واى گڼلې، دوى له سره له پاكستان سره د دوستۍ او آن يو طرفه امتياز پر بنياد لاره غوره كړه، د دې پايله دا ده چې اوسنى حكومت اوس يوازې د پاكستان په اړه د حامد كرزي د وروستيو وختونو دريځ ته راغى. دغه اوسنى دريځ لا هم نيمګړى دى، امريكا او نړيواله ټولنه په دې برخه كې تر پاكستان زياته پړه ده، كه نړيواله ټولنه له افغانستان سره په خپلو ژمنو كې صادقه واى، پاكستان به ولې ۱۶ كاله په افغانستان كې جګړو او بدمرغيو ته لمن وهله، همدغسې ولې به تراوسه د هېواد د ننه د دولت مخالفين پاتې وو.

حكومت چې دوه نيم كلونه په تكراري تجربو ضايع كړل، ځواب يې ولس ته څه دى؟ همدغسې نور تر كومه وخته پر دې صبر وكړو چې زموږ د بدمرغيو تر شا پاكستان دى، د كوټې شورا ده، حقاني شبكه او نور… آخر زموږ حكومت او ولس د غميزو له تكراره د مخنيوي كومه بله لاره لري كه نه؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*