تازه مطالب
Home » څار » څو ورځې وروسته ملي ماتم؟! حكومت د ورځې په نرخ روان دى
څو ورځې وروسته ملي ماتم؟! حكومت د ورځې په نرخ روان دى

څو ورځې وروسته ملي ماتم؟! حكومت د ورځې په نرخ روان دى

ویسا  ورځپاڼه

د تېرې سه شنبې د خونړيو بريدونو په پايله كې چې د متحده عربي اماراتو د پنځو ډيپلوماټانو په شمول تر اويا تنو زيات ووژل شول او تر اتياو نور پكې ژوبل شول، زموږ حكومت پرون دوه ورځنى ملي ماتم اعلان كړ.

معمولاً په دغسې غميزو كې د حكومت لومړنى غبرګون د ملي ماتم اعلان وي، متحده عربي اماراتو د خپلو ډيپلوماټانو په وير كې له پېښې يوه ورځ وروسته ملي ماتم اعلان كړ، د افغان حكومت دغه ځنډ ډېر معنا دار دى، دا له پېښو سره د دوى چلن ښيي او دا روښانوي چې متاسفانه حكومت د ورځې په نرخ روان دى، نه د خپلو ملي لومړيتوبونو خبره ورسره شته او نه يوه روښانه داسې تګلاره لري چې د پېښو په باب د هغو په رڼا كې ګام اوچت كړي.

د سه شنبې ورځې د خونړيو غميزو له لامله د بلې اونۍ په نيمايي كې د دوه ورځې ماتم اعلان آخر څه معنا؟ آيا دا دومره ورځې د دوه سره حكومت د بېلابېلو لوريو ترمنځ پر دې پلټنې كېدې چې آيا پر دغه پېښه او د بهرنيو ډيپلوماټانو په شمول د ملي شورا او حكومت د مهمو چارواكيو پر وژل كېدو ملي ماتم اعلان شي كه نه، او كه دوى د كوم بل لوري د اشارې انتظار وو؟!

په هر صورت كه څه هم زموږ په هېواد كې هره ورځ غميزې جوړې وي، هره ورځ د لسګونو تنو د وير ټغر غوړېدلى وي او زموږ ولس هره ورځ په ماتم كې ډوب دى، خو دا لومړى ځل ؤ چې د يوه دوست هېواد پينځه تنه ډيپلوماټان په يوه بده پېښه كې ووژل شول، سفير ټپي شو، زموږ والي ورسره ټپي شو، د ملي شورا غړي او دوالي مرستيال له يوه افغان ډيپلوماټ سره يو ځاى ووژل شول.

پر دې سربېره په همدې ورځ دوه نور همدغسې خونړي بريدونه شوي وو چې په لسګونو تنه پكې وژل شوي او ټپيان وو، حكومت بايد په همغه ورځ د دې خونړيو بريدونو د غميزو ژورتوب احساس كړى واى او په هماغه ورځ يې ملي ماتم اعلان كړى واى.

دا به پرېږدو چې د ملي ماتم په اعلان زموږ روانه ملي غميزه نه ختمېږي نه سپكيږي، نه په غسې اعلانونو موږ د وحشت له څپو راوتلاى شو، خو هغه عام عرف همدغه دى چې د ملي ماتم په اعلان به مو هم له اماراتو سره خواخوږي څرګنده وه هم له خپل ولس سره.

ښكاره ده چې له يوې څو ورځنۍ وقفې وروسته دغه اعلان،  د ښو اغېزو پر ځاى ښايي له ډېرو سره پوښتنې راپورته كړې وي چې ولې داسې وشول؟!

ولې دومره د غميزې ژورتوب احساس شو؟!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*