تازه مطالب
Home » څار » کورني بې ځایه شوي، له عذابه تر عذابه
کورني بې ځایه شوي، له عذابه تر عذابه

کورني بې ځایه شوي، له عذابه تر عذابه

سرنوشت ورځپاڼه

د جګړې له افغاني کېدو او شدت سره یو ځای په کور دننه د بې ځايه شوو شمېر هم په بې ساري ډول زیات شوی دی. رسمي شمېرې وايي چې یو میلیون او درې سوه زره افغانان په کور دننه بې ځايه شوي دي. د ملګري ملتونو تازه رپوټ وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال پر مهال شپږ لکه او درویشت زره افغانان له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شوي دي. اټکل دا دی چې د کورنیو بې ځایه شوو شمېر تر رسمي شمېرو زیات وي، ځکه چې یوه برخه کسان له خپلو سیمو بې ځايه شوي، خو په نورو سیمو کې د خپلو خپلوانو په کورنو کې اوسي او یا هم د امکاناتو د لرلو له امله په ښاري سیمو کې د اوسېدو توان لري.

تر کډوالۍ وروسته په کور دننه بې ځایه کېدل د افغانستان ستره ستونزه ده. څومره چې جګړې زیاتیږي، په همغه کچه په کور دننه د بې ځایه شوو شمېر زیاتیږي. د پخوا په پرتله یو توپیر دا دی چې اوس خلک هېواد نه شي پرېښودلی، ځکه چې نه ګاونډي هېوادونه او نه هم نور هېوادونه د افغان کډوالو منلو ته تیار دي. له همدې امله خلک په کور دننه بې ځایه کیږي.

د کورنیو بې ځایه شوو په برخه کې ستره اندېښنه دا ده چې مرستې ورسره نه کیږي او یا هم هغه ډول مرستې ورسره نه کیږي چې دوی ورته اړتیا لري. افغانستان اوس یو میلیون او درې سوه زره کورني بې ځایه شوي لري او يو میلیون او شپېته زره نور افغان هم بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې دوی ټولو جدي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. له بده مرغه دغو بې ځایه شوو او را ستانه شوو ته نه د دولت له خوا او نه هم نړیوالو مرستندویو ټولنو له خوا وړ پام کیږي. که څه هم دولتي چارواکي بیا بیا وايي چې کورنیو بې ځایه شوو سره مرستې کوي او د همدې لپاره یې له نړیوالو د مرستې غوښتنه هم کړې ده. خو روښانه ده چې کورني بې ځایه شوي اوس هم له سختو ستونزو سره مخ دي. دغه راز نړیوالو مرستندویې ادارې او موسسې چې په دې نوم پیسې هم تر لاسه کوي، له کورنیو بې ځایه شوو سره سمه مرسته نه ده کړې. په کور دننه هم سوداګر، شتمن خلک او نور هغه کسان چې په دې برخه کې مرسته کولی شي، کورنیو بې ځایه شوو ته پام نه کوي.

کورني بې ځایه شوي د جګړې له عذابه تښتېدلي دي، خو خبر نه وو چې له عذابه په تښتيه به له بل عذاب سره مخ کیږي. د دوی ژوند رښتیا هم اوس له سختو ستونزو سره مخ دی. ژمی سخت دی، په دې ورځو کې هوا ډېره سړه ده، خو په ډېرو سیمو کې کورني بې ځایه شوي په خیمو کې ژوند کوي. ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ناروغان ټول له سختو ستونزو سره مخ دي.

افغان دولت، مرستندویو ټولنو، شتمنو افغانانو او په ټوله کې ټول افغان ولس باید له خپلې وسې سره سم باید له کورنیو بې ځایه شوو سره مرسته وکړي او خپل مسوولیت ترسره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*