تازه مطالب
Home » خبرتياوې » سوله د افغان ملت لومړیتوب !
سوله د افغان ملت لومړیتوب !

سوله د افغان ملت لومړیتوب !

د جګړې ضد خوځښت

پریکړه لیک

نیټه: ۸ جنوري ۲۰۱۷

هره جګړه په سوله تمامه شوي، دا چې د جګړې د غځیدو، اوږدیدو  او سختیدو دپاره دلایل لټول کیږي، د ځینو جګړه خوښونکوپکې ګټې دي  او بیا هم په ټوله کې ګټه یې یواځي پردیو  ته رسیږي، تاوان په کې د مظلوم افغان ولس دی، له دې امله، په وروستیو وختونو کې د افغان ټولنې له منځه ګڼو ځوانانو، مشرانو، علماؤ، روحانینو د سولې ږغ پورته کړی، ددې ږغ تر شا ولس ولاړ او د سولې د ږغ سره یې خپل ملاتړ ښودلی دی.

د سوله  غوښتونکو او جګړې ضد افغانانو تمه او هیله  ده  چې د سولې په راوستلو کې به بریالي او له پخوا څخه په بدلون اغیزمنې هڅې وکړي، تر څو سوله لازمي شي، د جګړې  ټغر را ټول شي او د افغانانو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

په دې برخه کې ګڼ خنډونه موجود دي، تر ټولو مهم خنډ یې په هیواد کې د بهرنیو پوځیانو شتون دی، د بهرنیانو د پوځي شتون د پاره په افغان خاوره کې هیڅ ډول جواز او اړتیا نه سته، هیڅ خپلواک ملت د بل هیواد پوځیانو ته پخپله خاوره کې د اوسیدو ، تلاشۍ، شپنیو عملیاتو، بمبارد او  بندیخانو درلودلو جواز نه شي ورکولای، ځکه نو اړینه ده چې افغان حکومت، طالبان او نړیوال د بهرنیو پوځیانو د وتلو په  مهالویش هوکړې ته ورسیږي.

دوېم ډیر مهم بحث  د بندیانو د تبادلې او بندیانو د خلاصون بحث دی، زموږ ګڼ شمیر افغانان په پلچرخې، باګرام او ګوانتانامو کې زنداني دي، داډول  د طالبانو په ولکه او ځینو پټو بندیخانو کې پرته له محاکمې بندیان  ساتل کیږي، د بندیانو شمیر باید معلوم شي، هویت یې  څرګند ، جرم یې ښکاره او عادلانه پریکړې وشي، کوم بندیان چې د تورونو څخه یې سپیناوی او برائت ورکول شوی وي او یا خو یې د بند موده پوره شوې وي، د هغوی دوسیې وتړل شي او بندیان خلاص  شي.

درېمه ډیره مهمه او اساسي  موضوع د روان سیاسي بحران څخه د وتلو بحث دی، د ناکامه تجربو د تکرار څخه ډډه وشي ، افغان شموله سیاسي جوړښت ته  لاره پرانستل شي.

همدې موخې ته د رسیدو لپاره باور جوړونې، د سولې مذاکراتو کې صداقت او یو بې طرفه درېم ګړي ګروپ ته اړتیا لیدل کیږي.

موږ د جګړې ضد او سوله غوښتونکې افغانان په جګړه کې پر شکېلو جهتونو او نړیوالو ږغ کوو، چې دروانې جګړې په درولو کې د افغان ولس غوښتنې واوري او  د هغوی د غوښتنو درناوی وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*