تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » افغانستان » غزني کې یو محصل اربکیانو وژلی
غزني کې یو محصل اربکیانو وژلی

غزني کې یو محصل اربکیانو وژلی

د غزني د قره باغ ولسوالۍ یو محصل د ځايي اربکیانو له لوري وژل شوی دی.

د قره باغ قومي مشران وايي، سیدالرحمن د عبدالرحمان زوی، چې د ارباب کلا اوسېدونکی و، اربکیانو څو ورځې مخکې نیولی و او نن یې جسد د ولسوالۍ په بازار کې پیدا شو.

د قره باغ ځايي خلک وايي، سیدالرحمن د سختو شکنجو او وهلو ټکولو وروسته وژل شوی دی.

د وژل شوي تن کورنۍ غړو ویلي، چې سیدالرحمن د پوهنتون په رخصتۍ کور ته راغلی و او اربکیانو یوړ، چې نن یې جسد مړ پیدا شو.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې نن د غزني د اندړو د پوهنې مدیر تازه ګل ننګیال هم د نامعلومه وسله والو له لوري ووژل شو.

د یادونې وړ ده، دوه اوونۍ مخکې د ننګرهار په خوږیاڼیو کې هم یو محصل د اردو له خوا وژل شوی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*