تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » افغانستان » امریکا د ګډحکومت پر بدیل کار کوي
امریکا د ګډحکومت پر بدیل کار کوي

امریکا د ګډحکومت پر بدیل کار کوي

کابل نیوز راپور ورکړی، چې ارګ ته نږدې سرچینو ورته ویلي چې امریکا د ګډحکومت پر بدیل کار کوي او اوسنی ګډحکومت یې ناکام بللی دی.

د کابل نیوز پرحواله، د امریکا استازی له تېرې یوې اونۍ راهیسې په کابل کې دی او له افغان لوړپوړو چارواکو سره پر لیدنو کتنو بوخت دی.

امریکايي استازي د ګډحکومت دواړو مشرانو ته ښکاره ویلي، چې اوسنی حکومت یې ناکام دی او دوام یې نشي زغملی.

کابل نیوز وايي، ممکن د ملي امنیت د شورا  اوسنی مشر حنیف اتمر او یا هم د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی د اشرف غني ځای ناستي شي او امریکا اوسنی ولسمشر اشرف غني ګوښه کړي.

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې ګوندې مخکنی ولسمشر حامد کرزی ممکن بیا واک ته راشي؛ خو د نوموړي له امریکا سره اړیکې خړې پړې دي او امریکا یې ممکن بیا واک ته ونه رسوي.

د اوسني حکومت د ممکنه بدلون په اړه د سیاسي چارو شنونکي نظرمحمد مطمئن ژمن ته وویل، د اشخاصو ادلون بدلون د هېواد اوسنۍ ستونزه نشي حل کولی، تر څو د سولې لپاره بنسټیز کار ونشي او د وسله والو طالبانو سره روانه شخړه د خبرو له لارې حل نشي.

د مطمئن په خبره، غني په تېرو دوه کلونو کې د سولې لپاره ښه موکه لرله؛ خو له بده مرغه چې نوموړي د سولې پرځای پر جګړه ټینګار وکړ او د هېواد حالت یې نور هم خراب کړ.

تراوسه معلومه نه ده، چې راتلونکی حکومت به هم د اوسني حکومت په شان د ملي یووالي حکومت وي او که نه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*