تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » حکمت خلیل کرزی اسلام اباد ته تللی
حکمت خلیل کرزی اسلام اباد ته تللی

حکمت خلیل کرزی اسلام اباد ته تللی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د تورخم په شخړه د خبرو لپاره یو شپږ کسیز افغان پلاوی نن سهار اسلام اباد ته رسیدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا وايي، چې د افغان پلاوي مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی کوي.هغه وویل، چې د دواړو خواو ترمنځ خبرې پیل شوي دي.

په دغو خبرو کې د پاکستان له اړخه ددغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عزیز احمد چودري په غاړه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دغه شپږ کسیز پلاوي کې چې مشري یې حکمت کرزی کوي، د افغانستان د ملي امنیت د شورا، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تخنیکي استازي هم برخه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وايي، چې د خبرو اجندا د تورخم او د د ډیودنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د تاسیساتو جوړولو په سر موضوعات شامل دي.

‎ښاغلي مستغني وویل”د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د پلاوي د بحث اجندا هغه ستونزې دي چې د تاسیساتو د جوړولو او په ځانګړي ډول په تورخم کې د دروازې د جوړولو له امله راپورته شوي دي “.

تېره اونۍ د تورخم په سیمه کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ وروسته له هغې نښتې وشوې، چې پاکستاني لوري په دغه سیمه کې د دروزې د جوړولو کار پیل کړ او افغان لورې یې مخالفت وکړ.