تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » افغانستان » عبدالقیوم ذاکر د طالبانو د تحریک لپاره دنوې ستراتیژۍ غوښتنه کړې
عبدالقیوم ذاکر د طالبانو د تحریک لپاره دنوې ستراتیژۍ غوښتنه کړې

عبدالقیوم ذاکر د طالبانو د تحریک لپاره دنوې ستراتیژۍ غوښتنه کړې

دالجزیرې تلویزون د راپور له مخې دطالبانو پخواني نظامي لوی مسوول ملاعبدالقیوم ذاکر دتحریک سره دبیا یوځاکېدو پرمهال دیوې نوې شاملې او هراړخیزه ستراتیژۍ جوړیدلو غوښتنه کړې، چې پر مټ یې دامارت داخلي او خارجي سیاست، دامریکایانو اوغربیانو سره خبرې اترې، همدا ډول دکابل حکومت سره اړیکې او داساسي قانون تعدیل  سربیره پردې دتحریک نظامي، استخباراتي چارو او دخارجي مجاهدینو راتلونکې اړوند موضوعات ته بشپړ ځواب وویلی شي.

 نوموړي په خپل یو لیک کې  چې دطالبانو مشرانو او علماء کرامو ته یې لیږلی اشاره کړې چې دتحریک نوې زعمات یوه نیمه میاشت مخکې دده هغه ملاحظات چې دپخواني مشر مرحوم ملاعمر -مجاهدرحمه الله-  دوفات نه وروسته سبب  د اختلاف ګرځیدلي او سوء تفاهمات رابرسیره کړی و ومنل اوموافقه یی ورسره وکړه.

zakir-baiat-1732016

دطالبانو تحریک هم د ۲۰۱۴ز کال دجولای میاشت کې دخپل پخواني مشر ملامحمد عمر – رحمه الله – مړینه هغه وخت تاید کړه چې کله دافغانستان استخباراتو دا خبره افشا کړ، او ملا اخترمنصور دیوې بیړنۍ ناستې په ترڅ کې دهغه ځای ناستی وټاکل شو، طالبانو وویل  چې نوموړی دوه نیمه کال دمخه وفات شوي و.

 دملاعبد القیوم دلیک چې په  ۲۰۱۶ ز. کال د اپریل په څلورمه نیټه يی لیږلی و  اوالجزیری ئی هم یوه نسخه ترلاسه کړی وه، خلاصه دا وه چې دټولو اختلافاتو اصلی عامل دیوې کاملي او واضحې ستراتیژۍ او تګلارې نه شتون، مناسب او سهې داخلی او خارجي ادارې نظام نشتون، همدا ډول په مهمو او اساسي پریکړو کې یوازې دګوتو په شمار علماؤ اعتماد اوبسنه کول، دی.

دغه نظامي لوړپوړی چارواکی زیاتوي، چې دطالبانو مشرانو د -دمرحوم امیرالمؤمنین- ملاعمر –مجاهد رحمه الله- په حیات کې دکومې ځانګړي تګلارې اړتیا نه احساسوله، ځکه دهغه مبارک شخصیت په نظامي او سیاسي امورو کې  دیوژوندۍ تګلارې حیثیت درلود.

دتګلارې بندونه او ټکي:

ددغه پخواني نظامي لوړپوړی په لیک کې ستراتیژۍ لپاره چې نوموړی وړاندې کړه او مزعوم العمل ده  لاندې دولس(۱۲) ټکی یا بندونه راغلي چې هدف ېی ترې نه داشغال خاتمه او اسلامي نظام راستول دي:

1- د امریکا متحده ایالاتو او نورو غیراسلامی هیوادونو سره اړیکي او مذاکرات .

2- دکابل اداری سره مذاکرات اواړیکی جوړول.

3- دنړیوالو او سیمیزو مؤسساتو سره تعامل طریقه کار، همداډول حکومتي او عامه المنفعه تأسیساتو اړوند پالیسی لرل.

4- اساسی قانون کی تعدیل او شرعي او دینی مواد په کې ځای پرځای کول.

5- اسلامي هیوادونو سره داړیکو ساتلو معیار او پالیسی.

6- مالي او اقتصادي ادارې اړوند پالیسي .

7-  نظامي او عسکري کارونو سم تنظیم او تنسیق.

8- داستخباراتو اوبندیانو امورو اړوند ښکاره پالیسی لرل.

9- د رهبری شورا صلاحیت او د کار کولو څرنګوالی.

10- دقضاء، فتوا، او تعلیم او تربیه امورو اړوند ښکاره پالیسی.

11- سرتېري بریدګر چې دتحریک لویه سرمایه ده ددوي اړوند امور باید سهي ترتیب او تنظیم شي چې په چا او چیرته ترسره شي.

12- د بهرنیو مجاهدینو او مهاجرینو ائنده او راروان به څنګه وي؟

ملاعبد القیو م ذاکر دټولو جیدو او دینداره علماء کرامو  او پوهانو څخه ددې تګلارې اړوند مرسته غوښتې چې دده سره دې هدف ته درسیدو په لاره کی مرسته او همکاری وکړي که په داخل دافغانستان کی او یاهم خارج، په دې سربیره یي دتحریک دلوړ پوړو نظامی او سیاسي مشرانو څخه ېی هم نوموړې غوښتنه کړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*