تازه مطالب
Home » مرکې » استاد عبدالرحیم صراف سره د ژمن ځانګړې مرکه
استاد عبدالرحیم صراف سره د ژمن ځانګړې مرکه
عبدالرحیم صراف

استاد عبدالرحیم صراف سره د ژمن ځانګړې مرکه

استاد عبدالرحیم صراف د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي پخوانی استاد دی. د افغانستان د روانو چارو په اړه ژوره مطالعه لري. ژمن ورسره د هېواد د روانو حالاتو په اړه مرکه کړې.دلته یې بشپړه مرکه لوستلی شئ.

ژمن: استاده! ټاکنې وشوې. میلیونونه خلکو رایې ورکړې؛ خو حکومت ورته جان کېري وټاکه، اوس جان کېري دوه کلن نظام پنځو کلونو ته وغځاوه. که چېرې لویه جرګه جوړه نشي، اوسنی حکومت دوام کولی شي؟

صراف: بسم الله الرحمن الرحیم:کله چې حکومت جوړ شو او د ټاکنو کمېسیون  خلکو ته څوکۍ اعلان کړې، له هماغه ورځې ګډوډي پیل شوه. د ټاکنو د کمېسیون دنده د ټاکنو اعلانول دي؛ خو دوی خلکو ته څوکۍ اعلان کړې، چې اشرف غني یې ولسمشر او عبدالله یې اجراییه رییس اعلان کړ. د ټاکنوکمېسیون د څوکیو د اعلانولو واک نه لري، بلکې دوی د ټاکنو پایلې ملت ته اعلانوي. په اساسي قانون کې اجراییه ریاست نشته، خو دوی پکې ځای کړ.په ټاکنو میلیونه ډالر لګښت وشو، افغانان پکې مړه شول؛ خو حکومت زموږ په خوښه نه، بلکې د جان کېري په خوښه جوړ شو.مخکې یوه اوازه دا هم وه، چې عبدالله عبدالله به لومړی مرستیال کېږي او دوستم به مارشال یا د دفاع وزیر شي؛ خو جان کېري دغه دوه کلن تړون پنځو کلونو ته وغځاوه او پاتې درې کاله به حکومت په همداسې ضعیف شکل سره روان وي.

که احیاناً لویه جرګه جوړه شي، هغه به هم یوه فرمایشي جرګه وي. په لویه جرګه کې به هغه خلک وي، چې څه ورته ویل شوي وي، هماغه به ووايي. اساسي قانون کې به تغیر راولي او عبدالله به په قانوني ډول اجراییه رییس کړي. موږ تېره جرګه « له امریکاسره د امنیتي تړون» په باره کې ولیده، چې څوک تللي وو؟ هغه خلک تللي وو، چې د امریکايي ګټو لپاره یې خبرې کولې. کېدای شي ځینې ښه خلک هم پکې وو؛ خو د هغوی خبره چا نه اورېده.

اوس تاسې وګورئ، چې زیاتې څوکۍ تشې دي. علت یې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ اختلافات دي. د اشرف غني کس عبدالله نه مني او د عبدالله کس اشرف غني نه مني. که چېرې دوی پنځه کاله دوام وکړي، نو هېواد ته ښه ډالۍ نه لري، بلکې هېواد به مو له سختو ستونزو سره مخ کړي.

ژمن: صراف صاحب! د اوسني ګډ حکومت په منځته راتګ وسله وال مخالفین قوي شول. ډېرۍ ولسوالۍ یې ونیولې او خبره د ولایت تر سقوط ورسېده. که چېرې اوسنی حکومت په همداسې ضعیف شکل سره روان وي، ایا اوسنی حکومت به خپله پنځه کلنه دوره پوره کړي؟

صراف: د اوسني حکومت بد چلن خلک طالبانو ته ورنږدې کړل. طالبانو مخکې له خلکو سره عادي چلند کوو؛ خو اوس یې چلند« په هغه سیمو کې چې طالبان پرې واکمن دي» د حکومت کولو چلند ته اوښتی دی. خلک خپلې فیصلې اوس په حکومت نه، بلکې په طالبانو کوي. په حکومت خلک طالبانو نه دي بې اعتباره کړي، بلکې حکومت پخپله ځان بې اعتباره کړی دی. په حکومت کې که له یوه ښوونځي بل ښوونځي ته بدلون پاڼه وړې، نو یوه اوونۍ وخت پرې لګیږي. دا یوه عادي خبره ده، که چېرې دې د یو کس په قضا او څارنوالۍ کې کار بند شي، نو هلته خبره بیا بیخي بل ډول ده. دغه ډول چلند د عامو خلکو په منځ کې د طالبانو محبوبیت زیات کړ، ځکه طالبان خپلې فیصلې ژر کوي او د حکومت په څېر خلک نه په عذابوي.

د حکومت دننه د ځینو چارواکو استعفاوو هم خلک په حکومت بې باوره کړل. د کورنیو چارو وزیر، د ټاکنو د کمېسیون او د کانونو د وزیر استعفاوو خلک په حکومت بې باوره کړل او خلک یې طالبانو ته ورنږدې کړل. په طالبانو کې یو قومانده ده، یوه خبره ده او تر ډېره ځایه له فساد څخه خالي دي.

اوس د هلمند د سقوط اوازه ده او داسې هم ویل کېږي، که چېرې هلمند سقوط وکړي، د طالبانو لپاره به یو ادرس شي او ډېر طالبان به هلمند ته راشي. د اوسني حکومت ضعیف مدیریت تر شاه کېدای شي بهرني لاملونه هم وي؛ خو په حکومت کې دننه فساد هم ډېر دی. د حکومت د ضعیف مدیریت لامله خلکو په حکومت خپل باور د لاسه ورکړی او د طالبانو تله درنه شوې ده.

ژمن : استاده! د اوسني حکومت په منځته راتګ بې کاري زیاته شوې. په بې کاره ځوانانو کې زیات لېسانس، ماسټران او حتی P.HDلري، خو بیا هم بې کاره دي. زرګونه ځوانانو هېواد پرېښو او په سختو لارو یې ځانونه اروپا ته ورسول. ځوان قشر په ډېر بدحالت کې دی. دغه ډول حالت د هېواد  راتلونکې ته څومره په زیان بولئ؟

صراف: بې کاري یوه بُنیادي قضیه ده. دلته په زرګونه ځوانان چې لوړې زده کړې لري، بې کاره دي.تر دوه سوه ډېر ځوانان چې اروپا ته تللي زیات یې تعلیم یافته قشر دی. څو ورځې مخکې یو تلویزون یو ځوان سره مرکه کړې وه، هغه کس په اقتصاد کې ماسټري لرله؛ خو د بې کارۍ له امله پوډري شوی و.په حکومت کې اوس هم په زرګونه خلک تقاعد شوي؛ خو بیا یې هم له خپلو دندو لاس نه دی اخېستی. زړو مامورینو سره د نوښت کوم فکر نه وي، دوی اوس هم مکتبونه د عینکو په زور لولي او لیکي.یو ځوان چې په سختو شرایطو کې خپلې زده کړې وکړې؛ خو د واسطې د نشتوالي له امله یو دولسم پاس مقرریږي؛ خو هغه پاتې کېږي. لوستي ځوانان تر ډېره حده رشوت نه ورکوي، ځکه دنده خپل حق بولي. په حکومت د ځوانانو بې باوري ورځ تر بلې ډېریږي. که چېرې کوم سپین ږیری بې باوره شي، هغه څه نشي کولی؛ خو که ځوانان بې باوره او زړه ماتي شي، د ځوانانو د لاسه هر څه پوره دي او هر څه کولی شي. زموږ د ټولنې ۷۰ سلنه ځوانان دي او دغه لوړه سلنه ځوانان مو هېواد ته په ګټه دي. په حکومت کې اوس هم داسې خلک شته، چې څلوېښت نه تر پنځوسو کلونو پورې یې ماموریت کړی؛ خو بیا هم په خپلو څوکیو ناست دي. حکومت دې د خدمت دوره رالنډه کړي. د خدمت دوره دې دیرشو څخه پنځه دیرش کلونو پورې کړې، که چېرې داسې وکړي، په زرګونه ځوانان به مقررشي. اوسني ځوانان له نوې ټیکنالوجۍ سره اشنا دي او د کارکولو وړتیا او انرژي لري. که چېرې بې کاري همداسې روانه وي، نو حکومت به د تعلیم یافته ځوانانو او یا ځوانانو له افلاس سره مخامخ شي او حکومت سره به محدود شمېر ځوانان پاتې شي.

په حکومت کې د بې کارۍ له امله هغه ځوانان چې په هند، امریکا او انګلستان او یا نورو هېوادونو کې زده کړې بشپړې کړي، همالته پاتې کېږي. دغه ډول حالت هم هېواد ته په زیان دی، ځکه په هغه ځوانانو ددې ملک سرمایه مصرف شوې، خو له انرژۍ او پوهې به یې نور خلک ګټه اخلي.

ژمن: میاشت مخکې یوه ټولپوښتنه شوې وه، چې د اوسني ګډحکومت څخه ۸۱٪ سلنه خلک ناراضه وو. اوسنی د ملي یووالي حکومت خپلې ټولې نیمګړتیاوې د مخکني ولسمشر حامد کرزي په دوره وراچوي. اوسني حکومت په تېرو ۱۹ میاشتو کې کوم داسې کار وکړ، چې ملت ته یې وړاندې کړي؟

صراف: د ځان د خلاصون لپاره دا ښه ټکی دی، چې اوسنی حکومت خپلې ټولې نیمګړتیاوې د کرزي په حکومت ورواچوي. کرزی په داسې وخت کې افغانستان ته هوايي راوستل شو، چې دلته هر څه له صفره شروع شول. کرزي سره د خپلو  ټولو نیمګړتیاوو، بیا هم ډېر کارونه وکړل. ادارې، پولیس، اردو او د افغانستان ټول بُنیادونه یې له صفره شروع کړل او په خپله دیارلس کلنه دوره کې یې یوه اداره جوړه کړه.

کرزي د زیاتو ادارو بنسټونه کېښودل. که په هغه بنسټونو کې ادراي فساد، ناسم خلک او نورې ستونزې وې، اوسني حکومت باید هغه له منځه وړی وای او دغه بنسټونه یې قوي کړي وو. د ملي یووالي حکومت خپله غټه ستونزه ده. که اشرف غني سره د نوښت کوم فکر و، هغه اوس نشي پلی کولی او یا په حکومت کې دننه داسې کړۍ شته، چې اوسنی حکومت پرمختګ ته نه پرېږدي.

بهرنیان هم نه غواړي، چې افغانستان کې دې یو قوي مرکزي حکومت وي او عام افغانان په خپل حکومت باور وکړي. که چېرې داسې حکومت راشي، نو بیا د بهرنیانو د پاتې کېدو کوم سوال نه پیدا کېږي. د اوسني حکومت نړیوال دوستان اوس نړۍ ته داسې ښيي، که چېرې موږ دلته نه یو، نو افغانستان به داسې حالت وي؛ خو دغه حالت خپله بهرنیانو راوستی دی.

اوسني حکومت ته ډېره غټه پروژه د «ټاپي» پروژده؛ خو وبه ګورو، چې دغه پروژده اوسنی حکومت مخته وړی شي او کنه؟ اوسنی حکومت دې خپلې نیمګړتیاوې په تېر حکومت نه وراچوي. دوی دې هم ملت ته د خپلو ۱۹ میاشتو حساب ورکړي، چې موږ دغه کار کړی؟

استاد عبدالرحیم صراف

استاد عبدالرحیم صراف

ژمن: استاده! اوسنی حکومت وايي، چې بهرنیانو له کرزي ډېر ملاتړ کوو او له موږ یې نه کوي.کرزی او اشرف غني امریکا، ناټو او متحدینو ته یې څه توپیر لري، چې له کرزي یې ډېر ملاتړ کوو او له اشرف غني یې نه کوي؟

صراف: بهرنیانو ته اشرف غني او کرزی کوم توپیر نه لري، بلکې خپلې ګټې ورته مهمې دي. کله چې امریکا راتله، نو افغانستان کې یې جګړه د القاعدې، طالبانو او ترهګرۍ سره د مبارزې پرضد وه او له دې لارو یې ځان افغانستان کې ځای کړ. د کرزي نه یې ډېر ملاتړ هم ددې لپاره کوو، چې هغه وخت یې ګټې دلته ډېرې مهمې وي او اوس یې څه نا څه خپلې ستراتیژیکې ګټې لاسته راوړي دي. امریکا اوس د جګړې لمن تر اوکراین، سوریې، عراق، یمن او لیبیا پورې ورسوله. په یادو هېوادونو کې یې هم جګړې ته بېلابېل عنوانونه ورکړي. د امریکا ګټې د اشرف غني په نسبت د کرزي په دوره کې څه ناڅه تر لاسه شوي. د کرزي په نسبت اشرف غني لویدیځ ته ډېر ګټور دی، ځکه کرزي له امریکا سره تړون لاسلیک نه کړ؛ خو اشرف غني لاسلیک کړ. بل په فکري لحاظ هم اشرف غني لویدیځ ته ډېر ګټور دی. امریکا له افغانستان او افغانانو سره کومه خواخوږي نه لري، بلکې خپلې ګټې ورته مهمې دي. امریکا اوس غواړي د جګړې لمن د منځنۍ اسیا هېوادونو ته وغځوي. د امریکا ستره موخه په چین کې د جګړې پیلول دي او په منځنۍ اسیا کې د جګړې د پیلولو لپاره به له افغانستانه د پُل په حیث کار واخلي او ددې جګړې ډېره قرباني به موږ ورکوو او لګیایو.

ژمن: جګړه ورځ تر بلې ګرمیږي. افغان دولت د سولې خبرې د طالبانو پرځای له پاکستان سره کوي. له بل لوري طالبان د سولې خبرې د افغان دولت پرځای له امریکا سره کوي. که چېرې سوله ونه شي او جګړه وغځیږي، افغانستان، افغانانو او زموږ راتلونکي ته به یې زیانونه څومره وي؟

صراف: طالبان باید د تېرو مجاهدینو د تجربو نه ګټه واخلي.کله چې ډاکټر نجیب د سولې طرحه وړاندې کړه، داچې دغه طرحه چا او د کومې موخې لپاره ناکامه کړه، دا بېله خبره ده؛ خو د وروستیو حالتونو نه دا ښه وه، چې مجاهدینو له نجیب سره سوله کړې وای. مجاهدینو هم ویل، چې موږ له نجیب سره نه، بلکې له روسانو سره خبرې کوو. که چېرې مجاهدینو له نجیب سره خبرې کړې وای او یوه روغه جوړه یې کړی وای، اوس به په دغه حالت کې نه وو. اوس طالبان هم وايي، چې افغان دولت سره خبرې نه کوو، افغان دولت بیا د طالبانو سره خبرې نه کوي. د سولې خبرې باید د افغانانو ترمنځ وشي، نه د نړۍ د نورو هېوادونو سره. افغانستان ته د نړۍ د جنګي ډلو مخه شوې ده او هره یوه ډله خپل اهداف لري. د نړۍ یو شمېر هېوادونه د افغانستان د تجزیې طرحه هم لري. د سولې عالي شورا کوم کار نه دی کړی، بلکې رسنیو ته خپل تبلیغات وړاندې کوي. کله د لسو کسانو د تسلیمیدو خبره کوي، کله د سلو. هغه خلکو سره هم «دره واله» وسله وي او قوارې یې یو جنګي کس ته نه پاتې کېږي. سوله کې باید دواړه لوري په ځینو برخو کې تنزول وکړي او سولې ته د زړه له اخلاصه کار وکړي. د سولې په برخه کې حکومت باید ډېره برخه واخلي. اوس امریکایان په خپلو بیسونو کې ناست دي، خو د جګړې دواړه خواوو ته افغانان مري. که کور ورانیږي، که اقتصاد ضعیفه کېږي او که در په دره کېږي، هغه ټول افغانان دي.

علامه اقبال وايي، «په ثانیو غفلت کلونه هم نه شي جبیره کولی» جګړه زموږ تعلیمي، پرمختیايي او ټولې خواوې په ټپه ودروي او زیان زموږ اوسني حالت ته هم دی او راتلونکي ته هم. افغانستان ته دې دواړه خواوې په ژور نظر وګوري او خبره دې د سولې له لارې حل کړي.

ژمن: طالبانو ته څه کول پکار دي؟

صراف: د طالبانو ادرس اوس معلوم دی او طالبان باید له افغان دولت سره خبرو ته کېني. افغاني ډیالوګ له امریکا، پاکستان او نورو هېوادونو څخه غوره دی. که چېرې طالبان راشي اوسنۍ زیاتې نیمګړتیاوې ورسره له منځه ځي. په دیني برخه زموږ زیات شکایتونه دي، کېدای شي طالبان هغه حل کړي. افغان دولت د سولې په برخه کې «اساسي قانون» سره کرښه ګرځولې؛ خو خپله پرې عمل نه کوي. زه بیا هم وايي، چې جګړه نوره زموږ په ګټه نه ده. طالبان باید د تېرو مجاهدینو تاریخ له سره مطالعه کړي او هغه نیمګړتیاوې دې نه تکراروي، چې مجاهدینو تکرار کړې.

ژمن: ډېره مننه استاده!

صراف: له تاسې هم!

د مرکې پي ډي ایف بڼه له دې ځایه ښکته کړئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*