تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » افغانستان » ولسي جرګه ګډ حکومت د امریکا نوکر بولي
ولسي جرګه ګډ حکومت د امریکا نوکر بولي

ولسي جرګه ګډ حکومت د امریکا نوکر بولي

د افغانستان پارلمان دملي وحدت حکومت يوغير قانوني او د جانکيري د کړنو غيرقانوني پايله بولي دوی وايي چې دا حکومت بهرنيانو جوړ کړی دی او د بهرنيانو په امرونو کارونه کوي.

ولسي جرګه چې د ولس له استازیو جوړه ده، د لومړي ځل لپاره څرګند اعتراف کوي چې دوی په یوه مزدوره اداره کې راټول دي.

د ولسي جرګې غړې شکېبا هاشمي د اجراییه رییس عبدالله عبدالله هغه څرګندونې چې دوی يې له سیاسي هوکړې نا خبره بللي و، هم د افسوس وړ وبللې.

هاشمي په ډاګه وويل چې له دې وروسته دې د دې په قول «شهید» نجیب ته هم د روس نوکر نه ویل کېږي، ځکه چې اوسنی ټول حکومت د امریکا اجیر او نوکر دی.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر هم د جان کېرې مداخله وغندله او له دولته يې غوښتنه وکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو پوښتنه دې وشي.

جان کېرې تېره شنبه کابل ته په ناڅاپي سفر راغی او د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره يې په جلا جلا ناستو کې په یوه بېړني تصمیم کې د حکومت عمر درې کاله نور اوږد وباله.

د نوموړي څرګندونو او خپل سرانه پرېکړې د ولسي جرګې غړي، د مشرانو جرګې غړي او ګڼ سیاسيون دې اعتراف ته اړ کړل چې هېواد اشغال دی.

تېره ورځ د ولسي جرګې بل غړي عبداللطیف پدرام بیا د حکومت پر ضد قیام پر خلکو واجب وباله، هغه په تونده لهجه ومنله چې هېواد اشغال دی، خو په وينا يې د اشغال په پایله کې د رامنځته شوي حکومت پر ضد پاڅون واجب دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*