تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » افغانستان » احمدضیا مسعود له خپلې دندې استعفا کوي
احمدضیا مسعود له خپلې دندې استعفا کوي

احمدضیا مسعود له خپلې دندې استعفا کوي

په ښې حکومتولۍ او د ګډحکومت د لومړي مشر اشرف غني درېیم مرستیال او سلاکار احمدضیا مسعود له خپلې دندې استعفا کوي او اوسنۍ دندې پرېږدي.

احمد ضیا مسعود دغه څرګندونې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي دي. نوموړي ویلي دي، د ملي یووالي حکومت ضعیف دی او تر اوسه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او هغه ژمنې چې دوی د ټاکنو په وخت کې له خلکو سره کړې وې، سرته یې نه دي رسولي.

له دې مخکې ویل کېدل، چې مسعود د اشرف غني سره اختلافات پیدا شوي او اشرف غني مسعود سره کړې ژمنې هم نه دي پوره کړي.

احمدضیا مسعود په اوسني حکومت کې ډېره ونډه غوښتنه؛ خو اشرف غني کمه ونډه ورکړې وه.

د یادونې وړ ده، له دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل او د کانونو وزیر داود شاه صبا هم له خپلو دندو استعفاوې کړې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*