تازه مطالب
Home » مرکې » دپګواش دناستې له یوګډونوال ښاغلي قاضي محمد حسن حقیار سره د ژمن مرکه
دپګواش دناستې له یوګډونوال ښاغلي قاضي محمد حسن حقیار سره د ژمن مرکه
حسن حقیار

دپګواش دناستې له یوګډونوال ښاغلي قاضي محمد حسن حقیار سره د ژمن مرکه

دپګواش ناسته کې د ښکېلو خواوو ترمنځ صمیمیت، عاطفه او د هېواد سره مینه وه . داسې نه محسوسېده، چې دلته مخالف خلک ناست دي، بلکې فضا دوستانه او هر یو له جګړې څخه ستړی او د سولې پلوی و.
طالبان د پخوا   په پرتله ډېر نرم شوي وو او په دریځ کې یې ډېر بدلون راغلی و

ژمن: د پګواش اوسنۍ ناستې د نورو سره څه توپیر درلود؟

حقیار: بسم الله الرحمن الرحیم. د پګواش تېرو ناستو کې زه نه وم؛ خو تېرې ناستې مې هم د رسنیو له لارې څارلې. په اوسنۍ ناسته کې د پخوا په پرتله د ګډونوالو ترمنځ صمیمت ډېر وو. دغه ناسته کې د ښکېلو خواوو ترمنځ صمیمیت، عاطفه او د هېواد سره مینه یې ګډ ټکی و. داسې نه محسوسېده، چې دلته مخالف خلک ناست دي، بلکې فضا دوستانه او هر یو له جګړې څخه ستړی او د سولې پلوی و.

په دې ناسته کې د تېر او اوسني حکومتونو لوړ پوړي چارواکي وو او هم د طالبانو دسیاسي دفترډېرو مشرانو په کې ګډون کړی و، ټولو په یوه خوله د هېواد پرمختګ، ابادي، سوله او امنیت غوښت . طالبانو په څوارلس مخیز مقاله کې خپل تحریک له پیله، تر ننه تشریح کړ. په دغه مقاله کې طالبانو د روغتیا، امنیت، بیارغونې، د بیان ازادۍ، د ښځو حقوق او نورې برخې تشرېح کړې او په دغه برخو کې یې خپل نظر وړاندې کړ. طالبانو هم یو اړخیز حکومت نه غوښته، بلکې داسې نظام یې غوښته، چې ټولې خواوې پکې وي او هر افغان پکې برخه واخلي.

ژمن: په دغه غونډه کې افغان دولت خپل استازي نه وو لېږلې، د سولې په بهیر به یې اغېز څه وي؟

حقیار: په دغه ناسته کې د دولت له خوا په رسمي توګه څوک نه و لېږل شوي؛ خو ډېرو چارواکو په کې ګډون کړی و. دغه چارواکي د دولت په ټولو اړخونو اودريځ پوه دي او اوس هم ورسره اوږه پر اوږه ولاړ دي.سمه ده چې رسمي استازي یې نه وو، خو دوی هم دولت ته ښې مشورې ورکولی شي. خوکه چېرې د دولت رسمي استازو هم پکې ګډون کړی و نوښه به وه. د پګواش د ناستې په دویمه ورځ موږ ته وویل شول چې دولت یوه اعلامیه خپره کړې او طالبان یې د سیاسي مخالفینو په حیث وپېژندل او دپګواش له ناستې یې خپل ملاتړ اعلان کړ. دا چې د دولت استازي پکې نه و، نو دا ددې معنا نه لري، چې دغه ناسته به بې پایلې وي. د پګواش ناستې به دوام لري، ترڅو سوله حاکمه شوې نه وي.

ژمن: طالبان د پخوا په پرتله نرم شوي وو، که اوس هم پر خپل دریځ ولاړ وو؟

حقیار: طالبان د پخوا په پرتله ډېر نرم شوي وو او په دریځ کې یې ډېر بدلون راغلی و. هېوادنۍ مینه، عاطفه او صمیمت پکې و، چې د شمال ټلوالې یو غړي د ملا محمد عمر مجاهدد فاتحې وړاندیز وکړ او د پګواش په ناسته کې یې فاتحه واخېستل شوه. دغه کس په قوم تاجک و او طالبانو سره یې پخوا جوړه نه وه، خو کله یې چې له نږدې ولیدل، نو ډېر ترې اغېزمن شو.ښاغلي محمد عمر داودزي وویل، چې په افغانستان کې هر چا تېروتنه کړې او یوبل باید وبښو. هغه د طالبانوپه اړه وویل چې پر دوی ډېر ظلم شوی او اوس هم ورسره ظلم روان دی. داودزي وویل، زه په تېر نظام کې د ولسمشر د دفتر رییس وم، سفیر وم او د کورنیو چارو وزیر وم، که زما له لاسه له کوم طالب سره ظلم شوی و، نو زه ترې بښنه غواړم.

دا یوازې داودزی نه و، چې دريځ یې ډېرمنطقي او سوله ییز و، بلکې هغه خلکو چې د طالبانو په اړه یې پخوا پوچ تبلیغات کول، خو د پګواش د ناستې وروسته یې دریځونه بدل شوي دي. کومو ښځو چې په دې ناسته کې ګډون کړی و، هغوی هم ډېرې متاثره شوې وې او دطالبانو اوسنی دریځ یې وستایه.

ژمن : په اسلام اباد او کابل کې د سولې څلور اړخیزې ناستې وشوې، ستاسې په نظر کومه یوه یې ډېره مهمه ده، پګواش، که څلور اړخیزې ناستې؟

حقیار: پګواش یوه نړیواله ټولنه ده، چې په ټوله نړۍ کې د جګړې ښکېلې خواوې سره کېنوي، تر څو یوې روغې جوړې ته سره ورسېږي. دوی کوم اجراییوي ځواک نه دی، بلکې ښکېلې خواوې تفاهم او روغې ته رابولي. د پګواش په غونډه کې د طالبانو دریځ نړۍ ته ښکاره شو او هغه خلکو چې د طالبانو په اړه یې پوښتنې درلودې د هغوی هم پوښتنې حل شوې.

څلور اړخیزو ناستو کې د جګړې مهم لوری« طالبان» نشته. افغان دولت، امریکا، چین او پاکستان دغه ناستې پر مخ بیايي. طالبان د پاکستان په نیت شک لري او امریکا او افغان حکومت یې هم دښمنان دي. داسې ناستې چې د جګړې مهم لوری پکې نه وي، نو دوی سوله له چاسره کوي؟

د پګواش په غونډه کې خو ټولې ښکېلې خواوې بلل شوې وې او دسولې خبرې هم باید همداسې وې، چې د ټولو خواوو غږ پکې واوریدل شي او یوې روغې جوړې ته سره ورسېږي.

ژمن: د سولې په برخه کې افغان دولت ډېر ګرم بولئ، که وسله وال طالبان؟

حقیار: طالبانو د پګواش په غونډه کې وویل، چې موږ په واشنګټن، کالفورنیا، نبراسکا او یا د امریکا په کوم بل ښار کې نه جنګیږو، بلکې په خپل هېواد کې امریکا د وتلو لپاره جګړه کوو.طالبانو ویل، چې «امریکا» موږ پسې راغلې، موږ یې له کورونو پسې اخېستې یو او موږ یې جګړې ته مجبوره کړي یو موږ ورپسې نه یو ورغلي .

طالبانو ویل، چې موږ له افغانانو سره ډېره ستونزه نه لرو، زموږ ستونزه له امریکایانو سره ده او کله چې دوی ټول ووځي او یا خپل مهال وېش اعلان کړي، نو موږ سولې ته اماده وو او یو.له بده مرغه زیاته ستونزه په دولت کې ده، دولت ددې پرځای چې د طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، نو ډېرې منډې پاکستان ته وهي او داسې ناستې به کومه پایلې هم ونه لري.

ژمن: څوک سوله نه غواړي، امریکا، پاکستان، افغان دولت او که طالبان؟

حقیار: اوس خو داسې ښکاري چې افغان دولت هم سوله غواړي، چې د اسلام اباد او کابل غونډې یې ښې بېلګې دي. امریکا هم د افغان دولت د سولې هڅې ستایلې او د منځګړې په رول کې میدان ته شوې ده.اوس ظاهراٌ سوله ټول غواړي، ځکه سیمه کې ورځ تر بلې نوې پېښې رامنځته کېږي او د سیمې حالات ورځ تربلې ترینګلي کوي.

ژمن: که د پګواش غونډې وغځیږي، ایا سولې شوني ده؟

حقیار: د پګواش په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې دغه ډول ناستې به دوام کوي. د پګواش مشرانو ژمنه وکړه، چې له افغان دولت سره به خبرې کوي او دغه لړۍ به غځیږي، تر څو په افغانستان کې ټیکاو راشي.پګواش ژمنه کړې، چې دوی به له امریکا او افغان دولت سره خبرې کوي او کېدای شي دا ځل ښکېلې خواوې سره پر یوه مېز خبرو ته کېنوي.

ژمن: مننه

حقیار: له تاسې هم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*