تازه مطالب
Home » مرکې » کابل پوهنتون استاد پوهاند  ډاکټر ودیر ساپي سره د ژمن ځانګړې مرکه
کابل پوهنتون استاد پوهاند  ډاکټر ودیر ساپي سره د ژمن ځانګړې مرکه
پوهاند ودیر ساپی

کابل پوهنتون استاد پوهاند  ډاکټر ودیر ساپي سره د ژمن ځانګړې مرکه

پوهاند ډاکټر ودیر ساپی د کابل پوهنتون استاد او افغانستان په روانو حالاتو د ژوند نظر څښتن دی. ژمن وېبپاڼې د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت، سولې او داعش په اړه ورسره مرکه کړې او د نوموړي نظر یې پوښتلی.

ژمن: د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت څنګه ارزوئ؟

ساپي: د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت تر اوسه بشپړ شوی نه دی، نه دولت جوړونه شوې او نه ملت جوړونه. د بُن د کنفرانس نه وروسته دغه وضعیت نه کرزي صیب بشپړ کړ او نه د نړۍ دویم مفکر اشرف غني. اوسنی ګډ حکومت هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په خوښه جوړ شو، چې اشرف غني یې ولسمشر او عبدالله یې اجراییوي رییس کړ. دغه موافقه د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانیونو سره په ټکر کې وه، خو دوی د واک لپاره ټول قوانین مات کړل؛ خو واک یې تر لاسه کړ. دوی موافقه کړې وه، چې دوه کاله وروسته به لویه جرګه جوړه وي او په دغه جرګه کې به اساسي قانون تعدیلوي.شمالې ټلوالې چې په راس کې یې عبدالله و ګواښونه کول، که واک ور نه کړل شي، نو د افغانستان وضعیت به خراب کړي. له بده مرغه اشرف غني ورسره ومنل او اوسنی د ملي یووالي حکومت ترې جوړ شو. ټاکنو کې نه ناکام معلوم شو او نه کامیاب. له بده مرغه د افغانستان اوس نه کورنی سیاسي وضعیت سم دی او نه بهرنی، ځکه موږ اوس په یوه ناوړه حالت کې یو.

ژمن: ډاکټر صاحب! د ملي یووالي حکومت کې ورځ تر بلې اختلافات ډېریږي، هېواد ته یې زیان څه دی؟

ساپی: هېواد ته یې زیان ډېر دی. له بده مرغه تراوسه زموږ نه کورنی سیاسي وضعیت او نه هم بهرنی سیاسي وضعیت سم دی. ملت ګنګس دی. ملت نه پوهېږي، چې دواړو مشرانو کې څوک رښتیا وايي؟ داسې حالاتو کې موږ نه سیاسي، نه اقتصادي او نه فرهنګي پرمختګ کولی شو. هره ورځ په زرګونه ځوانان له هېواده تېښته کوي او هېواد پرېږدي. ملت د خپلې راتلونکې په اړه نه پوهېږي. اوسنیو دواړو مشرانو ویل، چې سهامي شرکت نه جوړوي؛ خو دواړو مشرانو سهامي شرکت جوړ کړ. دوی هر څه تقسیم کړل او هېواد یې ډېر بد حالت ته راوستو. زموږ کورنی وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، نو په داسې شرایطو کې د پرمختګ هېڅ موقع نشته.

ژمن : دواړو مشرانو منلې وه، چې دوه کاله وروسته به لویه جرګه جوړوي؛ خو اوسني دواړه مشران لویې جرګې جوړېدو ته حاضر نه دي. پایله به یې څه وي؟

ساپی: اوسني دواړه مشران ملت ته رښتیا نه وايي. اوس داسې ویل کېږي، چې دواړه مشران نه غواړي، چې لویه جرګه جوړه شي. دوی دواړه به خپله پنځه کلنه دوره پوره کړي. یو ته به وايي، چې ته به پنځه کاله ولسمشر یې او بل به اجراییوي رییس. د دوی دواړو مشرانو د دورې پای کې به معلومه شي، چې بیا څه کوي؟ اوس یې په اړه وړاندوینه نشي کېدای.

ژمن : په رسنیو کې زیات وخت د سولې موضوع ګرمه وي؛ خو عملاً د سولې لپاره هېڅ نه کېږي؟

ساپی: اوس وخت کې ټول افغانان غواړي چې سوله راشي او ملت نور په ارامۍ کې ژوند وکړي؛ خو له بده مرغه دلته داسې مشر نشته، چې هغه دې سولې ته له زړه کار وکړي. ملت نور له جګړې ستړی دی او سوله غواړي. اوسنی حکومت باید له خپلو مخالفونو سره یوې روغې ته ورسېږي او د سولې لپاره کار وکړي. که طالبان د اوسني نظام پر ضد جنګېږي، خو د امریکا په مشرۍ د هغوی نظام دې دولت ړنګ کړ. دلته یې یو داسې نظام راوست، چې په بهر کې جوړ شوی وو. اوسني او مخکني حکومت اوس بېرته د هغوی سره نه جوړیږي، چې د چا نظام یې ړنګ کړی وو.

ژمن : د ټاکنو پر مهال به اوسني ولسمشر اشرف غني ویل، چې د سولې «کیلي» زما سره ده؛ خو اوس ددې پرځای چې د وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، پاکستان سره  خبرې کوي. ایا پاکستان کولی شي، چې سوله راولي؟

ساپی: د ټاکنو پر مهال خو  هر کاندید چې څومره دروغ یې زده وي، هغه وايي؛ تر څو ډېرې رايي واخلي او ځان واک ته ورسوي؛ خو کله چې واک ته ورسېږي، بیا هرڅه هېروي او بیا هغه کارونه کوي، چې ددوی په ګټه وي او په قدرت کې پاتې شي. اشرف غني ته شاید داسې څه معلوم وو، چې هغه مخکني ولسمشر کرزي ته نه و معلوم. کله چې په ۱۹۹۴ زکال کې د طالبانو تحریک پیل شو او په تشو لاسونو یې ټول هېواد ونیو، نو هغه وخت کې ټولو خلکو طالبانو ته ښه راغلاست ووایه، ځکه خلک د پاټکونو او پاټکیانو نه په تنګ شوي وو. طالبانو خپلمنځي جګړه پای ته ورسوله او دوی ته سپین بیرغونه له کندهاره تر ننګرهار ورپول شول او خلکو یې تود هرکلی وکړ. طالبانو بیا د خپل قدرت ساتنه ونشوای کړای، ددوی ډلې ته هرډول خلک ورننوتل او  طالبان یې له خپل منځه تخریب کړل او دې ډول خلکو مشکلات راپیداکړل. دوی د نظام چلولو په چل نه پوهېدل او نه یې هم د بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو په جوړولو. طالبانو سره د ظاهرشاه ډلې وعده کړې وه، چې موږ به بیا راځو او تاسې به زموږ لښکر یاست؛ خو د ظاهرشاه ډلې هم پر خپله کړې وعده وفا ونه کړه او ظاهرشاه او ډله یې بیا د امریکا سره یوځای راغله.

ژمن : که سوله ونشي، زیان به یې کومې ډلې ته ډېر وي؟

ساپی: زیان یې ټولې ډلې ګوري، هغه که دولت دی او که یې مخالفین. افغانستان د اسیا زړه دی او که چېرې د اسیا زړه نارامه وي، نو ټوله اسیا به نا ارامه وي. ددغه نا ارامۍ تر ټولو ډېر زیان به د افغانستان ګاونډیان ګوري. که چېرې سوله رانشي، نو د «ټاپي» پایپ لاین غځول هم ناشوني کېږي، چې زیان به یې ترکمنستان، پاکستان، هندوستان  او افغانستان ته وي. دلته چې جګړه وي، ددې جګړې څخه چین، مسکو، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ټول ګاونډیان وېره لري، ځکه یوه ورځ به ددغه جګړې لمن ددوی هېوادونو ته هم وغځیږي.

DSC05304

پوهاند ودير ساپی

ژمن : د سولې په برخه کې افغان دولت ډېر ګرم دی، که وسله  وال مخالفین؟

ساپی: دواړه خواوې ګرمې دي، خو افغان دولت ډېر ګرم دی، نسبت طالبانو ته، ځکه اوسنی دولت د امریکا په زور راغی. امریکا دلته یو نظام بمبار کړ او د هغوی نظام یې ړنګ کړ، اوسني چارواکي یې په چوکیو کېنول. د کرزي نظام هم لاسپوڅی و او اوسنی هم د امریکا لاسپوڅی دی. امریکا له ځان سره اساسي قانون، چارواکي او هر څه راوړل.

له بل لوري طالبان هم ګرم دي، ځکه طالبانو کې هم داسې خلک دي، چې هغوی جګړه غواړي او په جګړه کې خپلې ګټې ګوري. زه دا منم چې اوسني دولت کې هر څه د امریکا په خوښه کېږي، خو طالبان هم په بشپړ ډول خپلواک نه دي.

ژمن: د طالبانو جلا کېدل، دولت، سولې او د افغانستان راتلونکې ته څومره په زیان دي؟

ساپی: طالبانو په لومړي وخت کې ویل چې موږ واک نه غواړو، بلکې د افغانستان ژغورل غواړو، چې په رښتیا سره یې افغانستان وژغوره. هغه وخت کې اووه ګوندونو او شمالي ټلوالې ددوی مقابله ونشوه کړای او ډېر ژر یې د افغانستان ۹۵سلنه خاوره ونیوله. دولت که طالبان هر څو بولي؛ خو یوه خبره ده، چې دوی په واقیعت کې یو ځواک دی او ډېری ځوانان ورسره دي. د طالبانو جلا کېدل یو لوري ته هم ګټه نه لري، چې زیات زیان یې سولې ته دی.

ژمن : استاده! د ولسي جرګې څو غړو وویل، چې داعش د افغان دولت پروژده، ستاسې نظر څه دی؟

ساپی: زموږ دولت په دې حد کې نه دی، چې د داعش غوندې پروژه دې پرمخ یوسي؛ خوکه داسې ووایو، چې نړیوالو دغه پروژه د افغان دولت پر سر سپره کړې، نو بیا سهي ده، ځکه زموږ دولت په هر اړخیز ډول کمزوری دی. دوی خپل ځان نشي ساتلی، نو داعش به څه وساتي؟ دولت خپلې پروژې پرمخ نشي بېولی، نو داعش پروژه به څه ډول پرمخ بوځي.

ژمن: داعش اوسمهال په ختیځ کې یوازې د طالبانو سره په جګړه کې ښکېل دي، فکر نه کوئ، چې وروسته به دولت ته هم سرخوږی جوړکړي؟

ساپی: داعش ماته خپله یوه مرموزه پدیده ښکاري، که دغه پدیده په منځني ختیځ کې وای، نو موږ به فکر کړی و، چې داد اسراییلو پروژه ده او غواړي له دې لارې خپل خلک په عربي هېوادونو کې واک ته ورسوي.دوی ته د «عربو پسرلي» هم ښه نتیجه ورنه کړه، ځکه په مصر کې اخوان المسلمین واک ته ورسېده. اوس په سوریه کې نړیوال قدرتونه د داعش پرضد په ښکاره ټول بمبار کوي. دا چې داعش بیا افغانستان ته راځي، نو ښکاره ده، چې امریکا او ملګري یې په داعش خپل رقیبان وېروي.

ژمن : ایا جګړه د اوسنیو ستونزو حل دی؟

ساپی: جګړه د ستونزو حل نه دی، د نړۍ ډېرې ستونزې په جګړو نه، بلکې په خبرو حل شوي. دلته باید هم ښکېلې خواوې د جګړې پرځای خبرو ته سره کېني او روانو ستونزو ته د حل لاره پیداکړي.

ژمن: استاده ډېره مننه

ساپی: ستاسې نه هم مننه

پي ډي اېف (PDF) بڼه له همدې ځايه ښکته کړئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*