کور پاڼه » تحليل » امریکا باید په منځني ختیځ کې له جنګه عبرت واخلي
امریکا باید په منځني ختیځ کې له جنګه عبرت واخلي

امریکا باید په منځني ختیځ کې له جنګه عبرت واخلي

چهارشنبه\ سرطان\ ۵مه

 دامریکا یوه جمهوري غوښتونکي  دسوریې  پشمول په منځني ختیځ کې  دواشنګټن لاسوهونکو سیاستونو، ته په نیوکو سره  لیکلي دي ، چې د افغانستان او عراق جنګونو کې په ټریلیونونو ډالر لګېدلي دي   او په زرګونو کسان پکې وژل شوي دي ،خو واشنګټن   مطلقا ترې هیڅ عبرت نه دی اخستی.

دامریکا د کینټاکي  ایالت زوړ پال  اوجمهوري غوښتونکی سناتور( ران پل)  په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  کې  په  یوې  مقالې  کې   لیکلي دي ، په داسې حال کې  چې  په منځني ختیځ کې  دامریکا دجنګونو یوه لسیزه تیریږي خودغه هیواد ترې هیڅ عبرت ندی اخستی .د هغه دمقالې په دوام کی،  په قطرکې دطالبانو ډلې ددفتر پرانیستو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي  که څه هم ددفتر له پرانیستو موخه  دافغانستان دجنګ د ختمېدا دڅرنګوالي  په باب  دخبرواترو لپاره دنوي ځای  دمرسته په  توګه یاد شوی  دی .خو لازیات  په جلاوطنۍ  کې یوه حکومت  ته ورته ښکاري .

 کلونه کېږي چې  له مونږ ډیرو دافغانستان له خاورې  دوتلو دضرورت  په باب استدلالونه کړي دي او په دغو ټولو کلونو کې  مونږ ته وويل شول چې  مونږ دغه هیواد نشو پريښودلی  که دم ګړۍ افغانستان پریږدو نو  طالبان به بیرته راوګرځي .

نو ډيری شناندي وایي که اټکل وکړو  چې  له دولسو کلونو وروسته  او  دغه راز د ټریلینونو ډالرو له خرڅ کولو او  دکابو دوه نیم زره امریکایي عسکرو  له وژنې  او ورسره په دغه جنګ ځپلي هیواد کې څه دپاسه پنځوس زره عامو خلکو او پوځيانو په مرګ ژوبلو پسې  بیا هم د  طالبانو ډله بیرته په راستنیدا ده نودا څرنګه پلانونه اوفیصلې دي ؟

 دغه امریکایي سناتور لیکلي  دي ، مونږ له یوې لسیزې جنګه وروسته  عراق پریښود؟، او که ددې هیواد وضعیت ،ورو ورو  له هغه وخت سره په پرتله کړو چې  حمله مو پرې کړې وه ،  لاخراب اوپيچلی کېږي . . دټریلیونونو ډالرو  له مصرف  او دلسګونو زره خلکو له وژلو وروسته  بیا هم عراق یو خطرناک ،ځای دی او.هیڅ څوک   داسې تصور نه کوي چې امریکا به  په عراق کې بریالۍ شوي وي  ،خو بیا هم مونږ عبرت نه اخلو .

 هغه په دوام کې  دې ته په اشارې سره  چه ټول هغه شیان چې  امریکا ،یې دافغانستان له جنګه لري ، دټریلینونو ډالرو ضایع کول او دلسګونو زره خلکو او پوځيانو  قرباني کول دي  لیکلي .  افغانستان  له یوه کمزوري او لاسپوڅي حکومت سره یو کنډواله  هیواد دی  او دم ګړۍ  مونږ  له همغو کسانوسره چې  د دولس کاله مخکې  راهسې ورسره جنګیږو، او ځانونه قدرت ته درسیدا لپاره چمتو کوي ،بیا هم ورځني درس او عبرت نه ا خلو .

دامریکا ولسمشر  دم ګړۍ   هم   له ماته خوړولو  او لاس وهونکو سیاستونو له امله  له دغو لویو او ښکاره ناکامېو   دعبرت اخستو په ځای مونږ ته وایي چې باید دسوریې جنګ پيل کړو .

دغه جمهوري غوښتونکي سناتور  دخپلې مقالې په پاي کې  لیکلي دي ، مونږ دسپتمبر دیولسمې نیټې له پيښې راپدېخوا تر اوسه پورې  په کابو پنځو هیوادونو حملې کړي دي .مونږ په نورو ډيرو سیمو کې دبې پيلوټه الوتکو په وسیله توغندوي بریدونه او عملیات ترسره کړي دي ،مونږ څومره  دیکتاتوران نسکور اوبهرني پوځونه تباه کړي دي ،خو بیا هم وګورئ  چې څه بریاوې مو درلودلي دي ،څرګنده  ده چې  ټول سره بې ربطه او بې پروګرامه اقدامات وو.

دغه مقاله په داسې حال کې خپریږي چې  سپینه ماڼۍ چې تل  دسوریې  له ترهه ګرو څخه  په ښکاره او پټو وسله والو او وسلو او دغه راز دماډرنه تجهیزاتو  په ملاتړونو سره دسوریې دداخلي  جنګ د شخړې   دحل لپاره  دډيپلوماټيک  کړچار مدعيان یو ،او بلاخره   ډیره دحیرانتیا او غور وړ خبره ده

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

يمكنك استخدام أكواد HTML والخصائص التالية: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>