تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » افغانستان » د ملي اردو پر پوسته د امریکايي الوتکو درنه بمبارۍ
د ملي اردو پر پوسته د امریکايي الوتکو درنه بمبارۍ

د ملي اردو پر پوسته د امریکايي الوتکو درنه بمبارۍ

امریکايي هوايي ځواکونو نن سهار د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر ځواکونو بمبارد کړی دی.

ځايي سرچینې وايي، دغه بمبارد نن سهار (دوشنبه ) وختي د یادې ولسوالۍ په چلتن پوسته کې ترسره شوی دی.

د فاع وزارت او د لوګر د امنیتي سرچینو په حواله په یاد برید کې ۱۰ سرتیري وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي.  ویل کېږي، په یاده پوسته کې د ملي اردو ۱۴ عسکر موجود وو.

یو شمېر ځايي سرچینې دا هم وايي، چې تر برید وروسته په سیمه کې د افغان ملي اردو او امریکايي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده او په سیمه کې د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

مګر د لوګر امنیه قوماندان ښاغلي داوود احمدي دا خبره رد کړې ده او وايي چې سیمې ته د اردو او پولیسو ځواکونه د مرستې له پاره رسېدلي دي. ویل کېږي، د بمبارد تر لومړۍ پېښې وروسته د ملي اردو سرتیرو پر امریکايي چورلکو ډزې کړي دي.

له بلې خوا د بره کي برک ولسوالی رحيم امين هم افغان اسلامي آژانس ته ویلی، چې دوو امریکايي چورلکو په بره کي برک کې د ملي اردو پوسته تر برید لاندې راوستې ده.

امریکایانو د دغې په تړاو د معذرت غوښتنه کړې او ویلی دی، چې په اړه یې پلټنه کوي. ولسمشر غني پر یادې پېښې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا  د پوځ لوی درستیز، جنرال مارټین ډیمپسي تېره ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی وو.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*