تازه مطالب
Home » دا هم ولولئ » نوروز منگل څوک دی؟
نوروز منگل څوک دی؟
نوروز منګل د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان

نوروز منگل څوک دی؟

راټولونه: روح الامین نیازی

په  کال ۱۹۸۴د جولای په ۱۵نېټه په کابل کې زيږدلى دى.

د افغانستان د کرکېټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان دی. هغه په ښي لاس بيټينگ او ورو بالينگ کوي اصلآ د خوست ولایت  اوسيدونکى دى.

نوروز منګل هم د کرېکټ پیل د ګډوالو له کمپ نه کړی. نوروز منګل د ځوانۍ ډېر عمر د پاکستان د کډوالو په کمپونو کې تېر کړی او د کرېکټ لوبه یې هم هماغلته زده کړې ده.

د نوموړي استعداد د لومړي ځل لپاره پخواني افغان لوبډلې روزونکي تاج ملوک عالم په نښه کړ او منګل یې وهڅاوه چې مسلکي کرېکټ پیل کړي. منګل د افغان ملي لوبډلې پخوانی کپتان پاتې شوی او تر اوسه یې ۴۰یو ورځنیو لوبو کې برخه اخیستې ده. په ۲۰۰۷کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

د نوروز منگل په کپتانۍ کې د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې د اسيا د دويمې درجې د شلو اوورونو اتلولي وگټله ، د دۀ په سرلارۍ کې افغانستان د ٢٠١١ کال نړيوالو اتلوليو د غوراوي يا انتخاب پنځم او څلورم پړاو وگاټه. د نوروز منګل  خوښې لوبغاړى سچن ټنډولکر دى چې د هند په وتليو ستوريو کې گڼل کيږي نوموړي په بیټنګ کې دوه سلیزې وهلي چې د ۲۰۱۴کال د دسمبر په میاشت کې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې.

د نوروز منګل د ژوند تر ټولو احساساتي شیبه په لومړي ځل له هندوستان لوبډلې سره په نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې د ملي سرود د اوریدلو شیبه وه، نوروز وایي “ د ملي سرود شیبه ډبره احساساتي وه” له هند سره د افغانستان تر لوبې وروسته د بهرنيو خبريالانو ډکې خونې ته د خبرو پر وخت کپتان نوروز منگل وويل چې د ملي سرود د غږيدا پر وخت ډيرې احساساتي شوى و او ټول لوبغاړي يې وياړيدل چې د خپل هيواد استازيتوب کوي.

نوروز منګل خپله لومړۍ یو ورځنې نړیواله لوبه په کال ۲۰۰۹کې د سکاټلینډ په خلاف ترسره کړه چې په یاده لوبه کې یې ۳۲منډې جوړې کړې وې او خپله شل اوریزه  نړیواله لوبه یي بیا په کال ۲۰۱۰کې د ایرلینډ په خلاف ترسره کړه چې دې لوبه کې یې ۲۷منډې جوړې کړې وې.

نوروز منګل تردې دمه په څلویښتو نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړی چې ټولې یې ۱۰۶۸منډې جوړې کړي تر ټولو زیاتې منډې یا های سکور یي په یوه لوبه کې ۱۲۹دي په یو ورځنیو لوبو کې یي دوه سلیزې هم وهلي دي همداراز څلور نیمه سلیزې هم لري، په یو ورځنیو کې یې ۹۱څلوریزې او ۲۷شپږیزې وهلي. همدارنګه یې ۱۴کیچونه هم نیولي دي.

په ۲۴شل اوریزه لوبو کې یي برخه اخیستې ده چې ټولې ۲۸۸منډې جوړې کړیدي تر ټولو زیاتې منډې په یوه لوبه کې ۳۶دي، په شل واریزه لوبه کې یې ۲۳څلوریزې او ۱۱شپږیزې وهلې دي او  ۱۲کیچونه یې هم ترلاسه کړیدي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*