تازه مطالب
Home » دا هم ولولئ » نن ساینس دا ومنله چی د مرګ نه وروسته ژوند شته !!
نن ساینس دا ومنله چی د مرګ نه وروسته ژوند شته !!

نن ساینس دا ومنله چی د مرګ نه وروسته ژوند شته !!

ژباړه او زیاتونه: امین شینواری

انسان الله جل جلا له پیدا کړ او هغه ته یی د ژوند ټولی اسانتیاوی برابری کړی او د سمی او کږی لاری لارښونی یی ورته وکړی. اوس انسان ته پوره اختیار دی چی کومه لار غوره کوی؟ ښه- که بد؟ دا ده پوری تړلی خبره ده. خو انسان ته الله یو مسؤلیت ورپه غاړه کړی او ورته یی ویلی چی ما هسی او بی ځایه نه یی پیدا کړی. لکه قرآن عظیم الشان کی راځی:

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاریات ۵۶ آیت)

ژباړه: ما پیریان او انسانان ندی پیدا کړی مګر د خپل عبادت لپاره.

اوس انسان که ښه وکړی یا بد؟ په ژوند کی کله د هغی سزا او جزا وخوری او کله نه؟ نو که په ژوند یی سزا او جزا ولیدله نو سهی ده او که وی نه لیدله نو بیا……؟

د بیلګی په ډول که انسان په چا ظلم وکړی او مظلوم تری په ژوند خپل بدل وانخیستی شو نو اوس دی به څه کوی؟ کوم عدالت ته به ځي؟ وو شته یو عدالته چی هغه بعد له مرګه دی او هغی ته د قیامت ورځ او د آخرت ژوند وايي. د مرګ په هکله په قرآن کی ډير آیتونه شته دلته یی یو کافی بولم ، الله جل جلاله فرمایی:

 آل عمران: كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُون َ

  ژباړه:  هر نفس څکونکی د مرګ دی او بیا یی راتګ موږ طرفته(الله) دی. آل عمران

یانی کله چی انسان مرګ وڅکی نو بیا یی تګ الله جل جلا له طرفته دی.

اوس راځو دیته چی ننئ ساینس پس له مرګه ژوند په هکله څه وایی.

د مرګ څخه بعد روح ژوندی پاتی کیږی یا هر څه له مینځه ځی. دا دومره قدیمی بحث دی لکه څومره چی د انسان تاریخ دی (البته د ساینس په اند). ساینسپوهان د ډیر وخت راهیسی پدی هڅه کی وو چی ددی سوال ځواب ولټئ او بلاخره د آلمان د د ذهنی(نفسیاتو) څیړنکو او ماهرینو دا دعوه وکړه چی د هغوئ کړو تجربو دا ثابته کړی چی د مرګ نه پس ژوند شته خو هغه ژوند ددی ژوند څخه ډیر توپیر لری.

دغه څیړنی او تجربی د آلمان په تیکنالوجی پوهنتون  کی د کارډیو پلونری ریسی ټیشن په مرستی سره وشوی چی په دی تجربو کی د مختلفو مذاهبو ۹۴۴ رضا کارانه وګړو برخه اخیستی وه. په دغه تجرباتو کی برخه اخیستونکو وګړو ته د یو ډول درمل پواسطه د ۲۰ دقیقو لپاره کلینکی مرګ  ورکړل شو. دا کټ مټ د فزیکی مرګ (یا الهی مرګ) غوندی دی خو یوه خبره ده چی  سی پی آر مشین او د درملو پواسطه بیرته زندګی په خپل حال کیدی شی (یانی ژوندی کیدی شی).

په دغه تجربو کی وګړو یی یو شانته تجربی واورولی او وی ویلی چی کله چی پاس لاړ شی (روح پاس لاړ شی) نو دوئ ډیر راحت ، آرام او سکون محسوسولو.

ددی څیړنی مشر او سربراه ډاکټر برتهولډایکرمین وویل چی دی تجربو دا په ثبوت ورسوله چی د جسم مړ کیدو سره داسی نده چی هر څه دی له مینځه ولاړ شی بلکه انسان یوی بلی لطیفی او نازکی دنیا ته لاړ شی او د یو نوی ژوند پیل وکړی.

17 comments

  1. دا څیړنه خو نه منم. که دا څیړنه سمه وی نو بیا هر څوک جنت ته ځی او روح یی خوشحاله وی حال دا چی اسلام داسی نه وایی. اسلام وایی چی څوک چی دوزخی وی د هغه روح به نا آرامه وی. په پورتنی څیړنه کی ویل شوی چی ټول خلک له ټولو مذهبو څخه خوشحاله وو.

  2. شاید وخت ونیسي چې د دې موضوع نور اجزاء هم د ساینس په واسطه ثابت شي.. لا شروع ده.
    که ممکنه وي له لیکونکي غوښتنه ده چې یاده شوې طبي اصطلاحات تصحیح کړي.
    Cardiopulmonary Resuscitation کارډیو پلمونري ریسوسیټېشن
    او که طبي اصطلاحات لږ نور هم تشرېح شي نو لوستونکو ته به ډیره دلچسپه وي
    مننه

  3. آمین شینواری

    اکبر ورور ته !!
    دا څيړنه خو کفر کړی مسلمان نده کړی؟
    خو دا ومنه چی دوئ هم دا ومنل چی پس د مرګه هم ژوند شته !!
    موږ خو دا یقین لرو چی ښه ته به جزا او بد ته به سزا ورکول کیږی.
    خو دا څيړنه کوم مسلمان نده کړی !!
    هیله ده چی پوه شوی یاست !!
    مننه

  4. آمین شینواری

    عثمان ورور ته !!
    مننه وروره !! دا ځل خو پاتی شو، خو په نورو لیکنو/ژباړو کی به ورته پوره پام وکړم.

    مننه له نیک نظر مو !!
    ښاد اوسئ.
    امین شینواری

  5. فضل الرحمن

    اسلام علیکم ورحمه الله

    اکبر وروره دوی لیکلی دی چی یو کلینیکی مرگ د شلو دقیقو لپاره ورته ورکړل شوی وو او هغه معامله چی په حقیقت کی خدای د بندګانو سره کوی هغه د انسانانو نه بیله ده نو دا یو مصنوعی مرګ وا او هغه به حقیقی مرګ وی اجر او عذاب به هم حقیقی وی.

    ددی معلومات د نشر کوونکی دی کور ودان وی.

  6. آمین شینواری

    فضل الرحمان
    وروروه ستاسی د ډیر ښکلی وضاحت نه نړئ مننه !!

    آمین شینواری

  7. سمیع الله

    ټولو دوستانو ته په احترام او اجازه زه به هم دا خپله خبره در سره شریکه کړم.

    البت دا بحث علمی ده . زما لار ښود قران عظیم الشان ده او پر هغه ایمان لرم.

    اما قرانکریم د څیړنو ، فکر ، تحقیق ، او حکمت مخالفت نکوی بلکه امر کوی.
    پورته خبره می ددی په خاطر وکړه چه کوم یو چابک ځوان زر راباندی د کفر ټاپه ونه وهی او ځان ګنهګار نکړی.

    ما په خپل ژوند کښی خپل زیات وخت په همدی موضوع ضایع کړی چه ایا د حجری له مړنی سره د انسان ( د وجود له مړنی سره ) به ورسته د هغه عدمی حالت څنګه وی ؟ وی به او که نه ؟ او که وی څنګه به وی ؟ او څنګه ثابته شی چه شته ؟

    ما ار این ای او ډی این ای ډیره وڅیړله چه د هر انسان ار این ای او ډی این ای (RNA & DNA) له بل انسان سره فرق کوی او دا بیخی دومره کوچنۍ ذری دی چه د چرسی په چم مه یی بوله دومره کوچنۍ دی.

    عجبه داده چه په هر ډول انسان مړ کړی یا ووژنی نو د هغه پوه یا دووه (RNA & DNA) پاتی کیژی ساده مثال ماشوم چه پیدا شی نو مور یی نس په ساحه کشی مونژ (نه) ورته وایو پری کوی

    همدا کافی ده چه په ذرهاوی (RNA & DNA) او ډی این ای به ژوندی پاتی شی ورسته که حتی انسان وسوځی هم هغه پاتی دی .

    اوس د حیرانتیا خبره داده چه (RNA & DNA) دا په میلیاردو کلونو کښی هم نه مری او د هم هغه انسان د تشخصی مکلمه تذکره یا پیژند پاڼه ده او د هغه انسان ټول خصوصیات پکشی وی او دغه (RNA & DNA) که بیرته محیط ورته په طبعی ډول ډیر وخت لوند یا نو چک او بیا سخت تدریجی لمریز تودخه ورکړه شی ۹۹ په سلو کښی باوری خبره ده چه همدا به بیرته را شنه شی

  8. سمیع الله

    ادامه دا بحث می په احادثو کښی هم داسی لوستی چه تر قیامت د مخه به الله ج د موظفو ملایکو په وایسطه ټول انسان ووژنی او بیا به ….( په یوکمزوری روایت کښی زر کاله) او ا په بل روایت کشی ځلویشت کاله داسی باران وشی چه دونیا به اوبه واخلی بیا به داسی سیلی راشی چه دونیا به وچه کړی او لمر به ځمکی ته تدریجی نژدی او حتی دومره به توده شی چه تصور یی ګران دی. په دی وخت چه نړي څخه اوبه وچیژی دونیا به همواره شی او د ملکی له شپیلی سره به انسانان د یو نبات د تخم په شان تیغ ووهی یعنی را شنه او بیرته به زوندی شی

    که ځه هم پورته روایت په بیلابیلو اشکالو راغلی خو تقریبا د ټولو هدف می مختصر بیان کړ.

    اوس بیرته ګرځو (RNA & DNA) ته هو باالکل دا نه مری او که میحط لکه پورته په روایت کشی داسی تغیر ورته وکړی نو ټول تجارب دا شیی چه بیرته به هم هاااااغه انسان را ژوندی او تری جوړ شی.

    د فکر خبره دا ده چه ایا دا یو هسی فضول چټی خلق کیدای شی چه په درسته نړۍ کشی ددوو انسانانو (RNA & DNA) یو شان نشی کیدای ؟

    او د هر انسان (RNA & DNA) د هغه مکمله تذکره یا تفصیل پاڼه ده ؟

    دوهمه خبر د روح په هکله

    دا ډیر نازک او ډیر باریک بحث دی

    را ځو د روح اثبات ډیر په اسانه ده که چا کمیا او فزیک لوستی وی نو لاندی مثال ته د متوجی شی.

    را ځو یو اتوم (ذره) د یوه کیماوی عنصر هر یو چه مو خوښه وی انتخابوو

    مثلا اکسیجن چه هر څوک یی پیژنی مثال را اخلو

    یو اټوم اکسیجن تجربه شوی پیژندل شوی ده چه

    دوه مدارونه لری او ټول اته ۸ الیکرانونه لری (برقی دوری) او اته ۸ په مرکز کښی پروټانونه لری او د هر پروټان سره په مقابل کښی ۸ نیوترا نونه لری

    ایا پوهیژی اټوم څومره کوچنی ذره ده ؟

    دا هم دومره کوچنۍ ذره ده چه د چرسی په چم مه یی بوله یعنی په خاص ذره بین لیدل کیژی .

    اوس بیا دا وګوره چه د هغی په منځی کښی بیا لا پسی نوری کوچنی ذری موجودی دی.

    ایا پوهیژی یو الیکتران به څومره کوچنی وی؟

  9. سمیع الله

    ادامه

    دا دومره کوچنی مګر تند تیز او چابک ده چه په هره یوه ثانیه کښی د خپل پروټان په شاوخوا یعنی له کیڼ لوری ښی لوری ته تر اویا میلیارد ځله لا زیاته دوره وهی او دا ګردش دایمی جاری وی او که کله هم ودریده نو ذره وچاودیژی او نتیجه به یی ریډی ایشن یعنی لکه د اټومی بم دایمی نه ورکیدونکی داسی تندی وړانګی وی چه تر هر قسم سخت پاسته وچ لانده فلزی او غیر فلزی وجود چه په یوه ثانیه کشی په میلونونو کیلومتیره فاصله وهلی شی.

    همدا راز پروټانونه هم بیا په داخل کشی له ښی لور څخه د چپ لور په طرف دایمی دوران وهی چه ددی رفتار هم په عین مساوی رفتار د الیکترون ده . که چیری یواځی یو عدد یا درجه په رفتار کښی ورستو وړاندی راشی بیا هم ذره چوی یعنی چاودنه کوی یعنی ذره مفسیده کیژی او بیا یی هم نتیجه د اټوم بم د مثال ده او دا وړانګی به په میلیونونو انسانان ووژنی او داسی نور.

    اټوم بم چه ورته وایی هغه دا ده چه د یورانیمو او هایدروجنو د ذرو داسی فساد را منځ ته کول وی چه الیکترون او پروتون سره په تضاد شی او په نتیجه کښی د یورانیم اټومونه وچاودیژی چه بدترین رید ایشن را منځ ته کوی او نتیجه یی تاسو حتما خبر یاست.

    خبره اوس دا ده چه د هر کیماوی عنصر اټوم هم یو له بل سره فزیکی کیماوی الیکترونیکی توپیر لری

    او یو خاص قدر (میزان لری) چه دغه قدر یا میزان ته هیڅ ځوک تغیر نشی ورکولای او نه تر اوسه چا ورکړی ده .
    او که یی ورکړی نو بیا یو بل ذات تری جوړیژی چه نوموړی خاصیت له لاسه ورکوی

    دوهم د بل وجودی یا اټومی قوت (قدر ) یا اندازی څخه به په ګټه یا استفاده مطلوب تغیر را منځ ته کوی

    په دی ما نا بیا هم انسان بی وسه شو یعنی داسی معلومه شوه چه قدر یا اندازه او د هغی اساسی منځنی میزان چه په ذرو کښی تړل شوی دا ابدی فیصله ده چه نه چا تغیر ورکړی او نه به یی ورکړی.

    اوس نو خبره داده چه په هره ذره کښی روح یا ژوند په یو نه یو ډول پروت ده .

    خو مونژ یواځی انسانی روح یا حیوانی روح تر مطالعی لاندی نیسو همدا سبب ده چه نتیجه هم نشو اخیستلای.

    په یو حدیث کښی می داسی ولوستل چه روح په هکله یواځی الله ج پوره معلومات لری. هیڅ انسان دا قدرت نلری چه روح (تحریک او برق) درست تعریف کړی خو له د برق او بریښنا مثال لری.

    دقیقا محمدص روح درست مثال ورکړی.

    نیوټن ، السانډر ، این سټاین ، فرایډ دا ټول په همدی نتیجه رسیدلی هغه هم د ژوند په اخیر کښی چه پورته می تشریح کړ او ایله یی پر دی اکتفا کړی چه د تحریک اوبرق یا روح علم څخه انسان عاجز دی چه سبب یی د روح وسیع او تیت وجود ده مثلا زمونګ په هره ذره او اټوم کښی دننه په هره ډبره کښی دننه او په هره ونه کښی وجود لری چه د هغی د تیت او زیاد وجود له امله مونګ هغه نه محسوسو مثلا تاسو د خپلو سترګو هغه اینه وینی چه د هغی په وایسطه هر څه وینۍ؟

  10. سمیع الله

    ادامه بیا زوند

    له پورته بحث څخه دری نتیجی اخلو

    اول بیا ژوند حتمی او اثبات ده لکه د لمر په شان که چا تر لسم پوری درس ویلی وی نو له پورته لیکنی هر څه ورته روښانه کیژی

    دوهم : روح یو منلی حقیقت دی چه د هر وجود حرکت او قوت تشکیلوی او د ذری له مثاله جوته شوه چه له وجوده روح وزی او که ووزی بیا نو روح لکه محمدص چه مثال ورکړی چه په مثال د برق او پړک ده . واقعا بیا د چا دوس کار نه دی چه یایی وکچی یا یی را ونیسی بلکه هغه نوره د انسان له فکری نړۍ څخه ډیره لوړه شی.

    دریم : سپیڅلیو اسلامی دینی عالیمانو ته په ټول احترام سره اما دا چه نیمه ملایان چه د قرانکریم او اسلامی علم د حکمت له څانګی بی خبره وی دوه خبری دایم خلکو ته غلطی بلکی ډیری غلطی کوی چه سبب ددوی خپل جهالت دی او زما له څیړنو سره سم ۹۹ په سلو کښی مسلمانان ددی دوو ناسمو جوابمونو په نتیجه کښی یا کمیونست شی او یا کومه بله ګمراه بلا شی.

    هغه دوه خبری دادی

    اول بده خبره او ګمراه کونکی خبری

    نیمه ملایان د علم غیب او علم وجود تر منځ فرق نشی کولی

    الذین یومينون بالغیب

    او هغه کسان چه ایمان یی راوړی په غیبو باندی

    دا ډیره ساده او سانه ترجمه ده خو دوی نیمه بد بخته یی داسی کوی چه په هم هاغه اوله ورځ به د په فکر او عقیده کښی تضاد ځای ولری او یو جبری مسلمان به یی.

    ددی غیب څخه هدف عدمی نړۍ ده لکه قیامت – جنت – دوزخ – له مرګه ورسته حالت – د روح وتل اوبیا یی حالت معلومول دی ته غیبی دونیا وایی چه ددی په هکله محمد ص هم دومره پوهیده څومره به چه وحی ورته راتله .

    باقی ټول معلومات یی د الله ج سره دی. او بی له اللج حتی هیڅ یوه ملایکه هم عدمی نړۍ (ماورا جهان) معلومات پوره نلری بلکه جزی تر هغه حده چه موظف کړی شوی دی. که څه هم پخپله ملایکه د عدمی نړۍ مخلوق دی.

    باقی پاتی شو وجود وجود همیشه موجود ده او موجود غایب نشی کیدای او نه ورته غایب ویلای شی . فرق دومره ده چه له سترګو پناه شو خو غایب ندی . مثلا اکبر ورور یا رمضان بشرودست یا مثلا د په غره کښی الماس دا هر چیری چی دی وجود دی یعنی مجود دی . پس وجودی علم خلیفه د ځمکی پر سر الله انسان ګرځولی

    هر څه کولی شی حتی لمر تسخیر کولی شی لکه دا اوس تاسو ګوری شمسی ګانی چه تاسو تری برق اخلی.

    له سترګو پناه څیژ یا وجود د شرعی حکمت له نظره په دری قسمه کشفولای شی.

    ۱- د حکمت په وسیله کشف . چه مثال یی اسانه دا چه ډاکتر ستا په وجود کښی نه وینی خو پوهیژی چه ملاریا نیولی یی او ستا په وینه کښی د غوماشی څخه پرازیټ ننوتی ده . یا د التراساونډ په ذریعه د وجود دننه هر څه مطالعه کړی. په عین مثال سره د غره په خیټه کښی یا دری زره متره یا څورز زره متره تر ځمکه لاندی طلا او تیل او داسی نور موجوادا د برقی الاتو یا وجود پانګ په وایسطه درکوی

  11. سمیع الله

    لکه پورته مو وویل ګرده نړی کښی برقی څپی او متحریکی څپی تیت دی نو دا څپی انسان تسخیرولی چه یو قسم تسخیر یی فکری دی . چه لری لید پوهه یا ټیلی پیهتی ورته وایی او بل قسم تسخیر یی برقی ده چه مخابراتی سیستم ورته وایی چه په دی دوو طریقو سره تاسو یو تصویر یا غژ یا وجود د نړۍ له یوه سره په بل سر کښی لیدلای شی . دا لیدلو ته نه جادو وایی او نه طلسم او نه کوډه او نه کفر بلکه دا حکمت دی او دا قدرت او خلافت الله ج پخپله په انسانی کښی اچولی او انسان ته یی فرمایلی چه مثبه ګټه د ځان او د بل د خیر ښیګړی لپاره ورڅخه پورته کړه.
    خو ملا صیب دا یو طرز ته کفری علم وایی استغفر الله چه عین واقعی اسلامی علم دی . او دا بل ډول ته غیب ګویی یا جادوو وایی چه استغفر الله د ا دالله ج له هغه قول سره شدیدا مخالفت ده چه فرمایی انی جاعل فی الاض خلیفه او همدا رنګه می د ټولی نړۍ علم د انسان په سر کښی اچولی دی.

    ۳- علم الالهام : وروڼو خوب ، مراقبه ، تفکر دا بیروته نژدی ټيلی پیتی ته ورته دی چه د روحی او فکری تمرکز په نتیجه کښی د انسان فکری څپی له محیطی څپو سره د تکراری او مقررو تمریناتو په وایسطه را منځ ته کیژی مثلا د ملا صاحیانو نقبندیه چه ۱۲ سبقه لری دا پخپله د تمرکز او تکرار او تقرر تمرین دی چه په نتیجه کښی د انسان د عقل شعور باطینی له محیطی څپو سره رابطه محکمه کیژی او د مطلوب انځور در کوی . همدا رنګه د جوګیانو باوا ګان یا د هندوانو پنډتان یا د سایکلوجی بخش د هیپناټیزم او ټیلی پیتی یا لری لید تربیه ډاکتران دا هم نه جادو دی نه کوډه او نه بزرګی او نه پیری نه کومه درجه د ولایت بلکه د ا انسانی کرامات او خصوصات دی چه په هر انسان ولو مسلمان یا کافر کښی شته خو چه په درست ډول کار تری واخلی.

    دوهم بده خبره:

    بحث اوژدیژی د تفصیل لپاره زماسره رابطه ونیسی په مختصر ډول

    نیمه بی خبره ملایان وای : د هری پیشی یا واقعی د وقوع فیصه لا تر پخوا الله ج په ازل کښی کړیده او ولقدر خیر وشره یعنی ټول خیر او شر د الله ج له جانبه ده. ددی خبری تشریح درسته نشی ورکولی او که یی ډیره عالی او سمه هم در کړی چه بس خو بیرته بیا الله ج تاته اخیتار در کړی چه که په ښه لار ځی او که په بده لار

  12. سمیع الله

    وروڼو داخبره هم پورته په دقت سره ورته ځیر شی د ذری یا اټوم په مثال کښی ډیره ښه ځواب شویده دلته یواځی متخصر تشریح ورکوم. مثلا اکسیجن او هایدروجن که دوو اټومه هایدورجن او یو اټوم اکسیجن سره یوځای کړو نو اوبه به تولید کړی چه اوبه ډیر ښه شی دی خو اوبه په خپل ذات کشی شر هم لری خیر هم لری کولای شی د شر استفاده ځینی وکړی او یا د خیر .
    همدارنګه هایدورجن څخه ډیر زیات د خیر کارونه هم اخیستل کیژی خو اټومی بم هم ځینی جوړیژی

    نو د ذری یا اټوم دا د خیر او شر قدر او میزان لوی قادر داسی تړلی چه له ابده پکشی دی او هیڅوک یی اساسی خصوصیاتو یا قدر ته تغیر نشی ورکولای یعنی فرق کړه د هر عنصر په اټوم کښی چه څومره د خیر او څومره د شر امکانات له پخوا اولی قدر شوی او میزان شوی دی همدومره به وی ځوک پکشی کمی زیاتی نشی راوستلای او دا داوړه مخلوق دی او الله ج خلق کړی یعنی خیر او شر.

    اوس خبر داده چه که دقیق وګورو نو کیدای شی شر بیخی در څخه ورک شی. یعنی اصلا که انسان په حکمت سره چلیژی او قدر او میزان وپیژنی نو له طبعی پیښو څخه علاوه به شر هیڅ شی ونلری چه بدترین شی هم اور ده او بهترین هم اور ده دا یی ښه مثال شو.

    اوس پورته بحث په نظر کښی نیولو سره یو حدیث شریف

    یوه ورځ یو اصحابی رض ناروغ شو او محمدص یی پوښتنی ته ورغی او ورڅخه یی پوښتنه وکړه چه د خپل رنځ د تداوی لپاره دی د دوا هڅه کړی ؟ اصحابی ورته وویل چه څه فایده لری؟ دا مرض خو به له ازله راته لیکلی وو ، او که علاج راته لیکل شوی وه خو هرومرو به جوړ شم او که علاج را ته نه وه لیکل شوی نو بیا خو په دوایی هم نه جوړیژم

    محمدص مسکی شو او ورته یی وویل چه ګوره هم هااااغه دوا چه د مرض د دفعی لپاره ده هم د قدر یا ازل څخه ده یعنی که ستا د مرض قدر یا اندازه چه څومره ده پر هغه غالب قدر په هغی دوا کښی هم له ازله ده.

    اومید ده ښه پوه شوی یاست چه د لته الله ج غالب او مغلوب قدری قانون او توازن ابدی خلق کړی.

    نو مونژ ته په کار ده چه د وجود یا وجود غالب او مغلوب اړخ او پکشی دننه حکمت درک کړو
    چه بی شکه هر څومره چه د یو مسلمان حکمت پراخیژی همدومره له الله ج ته لا زیات نژدی کیژی او
    د محمد ص په احادثو او د قرانکریم په کره ترجمه به پوهیژی.

    یعنی انسان د ځمکی پر سر خلیفه ده . الله ج د قدر میزان حکمت مکان امکان زمان د پیژندولو توان او استعداد ورکړی او هدایت یی ورته کړی چه له حکمته څخه کار واخله عبادات د د روح تزکیه ده او د روح غذا دی

    خو جسمی وجود او موجود کښی ته خلیفه یی د روحی غذا تر څنګ باید څه وکړی؟ باید دا وپیژنی چه څومره قدر په دی وجود کښی خیر ده او څومره شر؟ او د شر د غالیبیدو نقطه کومه ده او د مغلوبیدو کومه ده ؟ پر کوم څه غالیبژی او کوم یو شی پری غالب کیژی؟

    همدا شوه د خیر او شر خبره.

    البت لګ تفصیل غواړی که هر څوک له داسی متضادو افکارو سره مخ شوی وی او درست ځواب یی نه وی تر لاسه کړی کولای شی ماته ایمل ولیژی د الله ج په فضل او کرم به خپل کوشش وکړم او هیله لرم سم ځواب به ومومی.

    په درنښت

  13. totally wrong they want to improve secularism

  14. سمیع وروره ډير ښایسته او په زړه پوری معلومات دې شریک کړی دی خو د حیرانیتا خبره خو دا ده چی د لیکنی څخه تبصیره ډیره اوږده ده باید ستاسو دعه لیکنه هم په دې سایټ کی نشر شی خامخا …

  15. سمع الله ورور
    ستاسو تفصيلي او هر اړخيز معلومات واقعن چه ډير جالب وو زياتي مبهمي پوښتني پکي تفصيلي ځواب شوي الله پاک د په دنيا او اخرت جزاي خير درکړي

  16. سمیع الله

    د محترم کفایت الله او همایو ورور ځخه د زړه له تله مننه کوم او د ګردی نړۍ او کیایناتو د اټومونو د شمیر سره سم سلامونه وایم:

    کفایت الله وروره

    که ځه هم پورته (نن ساینس دا ومنله چی د مرګ نه وروسته ژوند شته !!) سیاسی او مرضی ده ،ځکه دا بحث لا پخوا هغه وخت تثبیت شوی چه ار این ای او دی این ای کشف شول : او خصوصا چه اټوم او د اټوم ځانګړی قدری میزان او قانون چه د انسان له فکره ډیر پورته بیا ژوند اثبات کړی.

    خو دا بحث د حکمت او فلسفی وه ، که په فلسفی الفاظو خبره را غونډوو نو دا به د ډیر خلکو لپاره ستونزمنه وه د مثال په ډول

    بیا زوند یا اخیرت او د قبر سوال جواب دا ټول د عدم د نړۍ خبری دی

    چه عدم سوفیسطایان (دهریان) داسی هیځ کوی

    هغه چه موجود دی هغه شته او هغه چه موجود ندی نو هغه نشته

    یعنی مختصر داسی وایی عدم نشته وجود حقیقت دی،

    جواب یی دا چه کله داسی وایو چه عدم نشته

    پخپله د هغه د وجود اعتراف دی یعنی که (عدم نشته) خبری ته ځیر شی

    دا چه نشته په دی مانا ده چه زه یی نه وینم خو شته .

    په هر حال

    د تبصری مرض : پورته تبصره یا پروپکینډی مرض دا دی چه لکه د کارتو لیکانو او سیکولرانو عقیده چه د هر انسان روح پاکه او د مړینی د جهان کیفیت یی یو دی :

    یعنی له مرګه ورسته به په ارم وی یعنی دینی بحث او مذهبی ځیړنی فضول دی او د هر چا دین ته درناوی پکار دی او هر ځوک باید خپل دین پر مخ واخلی (دا د تبصری مرض ده )

    هو دا د حیرانتیا خبره نده هغوی د خپلو پروپیګنډو لپاره او د خلکو د غولو لپاره تر دی لا پیچلی ډرامی جوړوی

    مطالعه یو ډیر ښه عادت دی خو مطالیعه کونکی باید د لیکنی پر متن تیکه ونکړی او همیشه خپل منطق او استدلال په کار واچوی

    د استدلال قوه هم ورسته له هر اړخیزو مطالعو ځخه را منځ ته کیژی.

    دبی د الله ج له کلامه او د محمدص له کلام ځخه را په دیخوا نور د هر چا په کلام کښی یا لیکنه کښی حتمی ښیګړی او بد ی حتما وی

    چه که بدی قصدا شوی وی نو مرضی او غرضی ده او سهوا وی نو نیمګرتیا ده.

    وایی بنده مانده ده . په هر حال ځینی بحثونه داسی وی چه یا به یی نه شروع کوی او یا به یی مجبوبا مطلوبی نتیجی ته رسوی کنه لیکنه به غرضی مرضی او زیاته نیمګړی شی.

    په خورا درناوی

  17. M Ehsan Raheemi

    Dear Habib brother if don’t mind please giive me information that which part is improving secularism.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*