تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » نړۍ » خیبر پښتونخوا : پر شمالي وزیرستان د بې پېلوټه الوتکې برید کې څلور وسله وال وژل شوي
خیبر پښتونخوا : پر شمالي وزیرستان د بې پېلوټه الوتکې برید کې څلور وسله وال وژل شوي

خیبر پښتونخوا : پر شمالي وزیرستان د بې پېلوټه الوتکې برید کې څلور وسله وال وژل شوي

د خیبرپښتونخوا ایالت امنیتي چارواکي وايي، چې تېره شپه امریکايي بې پېلوټه الوتکې پر شمالي وزیرستان بمبار کړی، چې له امله یې څلور وسله وال وژل شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، برید تېره شپه ناوخته د شمالي وزیرستان پر شوال سیمه کې پر یوه موټر شوی، چې له امله یې موټر په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

تر دې مهاله د وژل شویو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

پاکستان په ښکاره د امریکايي بې پېلوټه الوتکو بریدونه غندي، خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا دغه ډول بریدونه د پاکستان په اشاره ترسره کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*