تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » نړۍ » داعش ډلې د بیجي د تیلو چاڼځای مهمې برخې ونیولې
داعش ډلې د بیجي د تیلو چاڼځای مهمې برخې ونیولې

داعش ډلې د بیجي د تیلو چاڼځای مهمې برخې ونیولې

عراقي چارواکي وايي، چې د داعش ډلې جنګیالیو د بیجي پر تصفیه خانې (د نفتو چاڼځای) برید کړی او د تاسیساتو مهمې برخې یې نیولې دي.

د راپورونو له مخې، د داعش ډلې جنګیالیو تېره میاشت هم ډېرې هڅې وکړي، چې دغه تاسیسات ونیسي، خو بریالي نه شول.

د دغه دولتي شرکت یو چارواکي، چې د عراق د شمال نفت د تصفیې مسوولیت پر غاړه لري، رسنیو ته وویل، چې د دغې تصفیې خانې مهمې برخې اوس د داعش ځواکونو په کنټرول کې دی.

دغه چارواکي وویل، چې د دغې سیمې د بېرته نیولو لپاره به نن ناوخته د عراقي ځواکونو له خوا تازه عملیات پیل شي.

د عراق د پوځ یو جنرال هم وویل، چې داعش جنګیالیو له دوو جبهو څخه پر دغه تصفیې خانې بریدونه وکړل، او پر دې وتوانېدل، چې د چاڼځای دننه نفوذ وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*