تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » په واګه بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شوې
په واګه بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شوې

په واګه بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شوې

افغانستان  ته د پاکستاني پلاوي په راتګ  دافغانستان ــــ پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ورکړې راکړې او د ترانزیتې لارو د حل په موخه د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرُم دستګیرخان په  ځانګړې ناسته کې د پاکستان په واګه په بندر کې د افغان سوداګرو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شو.

په دغه ناسته کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرُم دستګيرخان ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به په واګه بندر کې افغان سوداګر له ستونزو سره نه مخ کېږي او افغان سوداګر کولی شي، چې له دغه بندر څخه دخپل مالونو لېږد رالېږد ترسره کړي.

خرُم دستګیرخان ژمنه وکړه، چې د کراچۍ په بندر کې به هم د افغان سوداګرو ستونزې حل کړي او د ۲۴ ساعتونو څخه نیولې تر ۴۸ ساعتونو پورې به د افغان سوداګرو مالونه پروسس کېږي او افغانستان ته به لېږدول کېږي.

د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر په وینا په روان کال د جولای په میاشت کې به  د واګه، کراچۍ، چمن او پېښور له لارې ۴۰۰ کانتینرونه افغانستان ته ولېږدول شي

په دغه ناسته کې اشرف غني ژمنه وکړه، چې افغانستان چمتو دی، پاکستاني توکو ته د منځنۍ اسیا ته د لېږد زمینه برابره کړي.

اشرف غني د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې د پاکستان له لارې د افغاني توکو هند ته د لېږد زمینه برابره کړي او هندي توکو ته هم اجازه ورکړي.

له دې ناستې مخکې د خیبر پښتونخوا ایالتي وزیر پروېز خټک هم ژمنه کړې وه، چې په دغه ایالت کې به نور افغان کډوال نه ځورول کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*