تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » افغانستان » د پکتیا د ملي امنیت ریاست کدري مرستیال ووژل شو
د پکتیا د ملي امنیت ریاست کدري مرستیال ووژل شو

د پکتیا د ملي امنیت ریاست کدري مرستیال ووژل شو

د پکتیا ولایت د ملي امنیت ریاست کدري مرستیال ډګروال احمد شاه ګردیزي د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي د پېښې پخلی کوي او وایي چې دغه پېښه تېر ماښام شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوه.

د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي ویلي چې ناپېژاندو وسله والو په ګردیز ښار کې د پکتیا د ملي امنیت ریاست پر کدري مرستیال د کور مخې ته برید کړی او ځای پر ځای یې وژلی دی.

سهي وایي چې په دې برید کې د ډګروال احمد شاه ګردیزي زوي هم ټپی شوي چې د ګردیز مرکزي روغتون ته د درملنې له پاره وړل شوی دی.

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*