تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » افغان دولت چین  ته ایغور مسلمانان وسپارل
افغان دولت چین  ته ایغور مسلمانان وسپارل

افغان دولت چین  ته ایغور مسلمانان وسپارل

افغان چارواکو تایید کړې ده، چې  چینايي ایغور مسلمانان یې چین ته تسلیم کړي دي.

ځینې بهرنۍ رسنۍ وايي، افغان دولت  چین ته د مسلمانو ایغوریانو سپارل ددې لپاره کړي، چې پر پاکستان فشار راوړي، تر څو د سولې خبرې بیا پیل شي.

د رویټرز آژانس وايي، ځینو افغان چارواکو د نوم نه د ښودلو په شرط ورته ویلي، چې چینايي ایغور وسله وال یې په کونړ او کابل کې نیولي وو او د چین دولت ته یې یوه میاشت مخکې سپارلي دي.

افغان چارواکي وايي نیول شوي ټول ۱۵ تنه وو، خو د سپارلو دقیقه نېټه یې نه ده په ډاګه کړې.

ایغوریان په چین کې اقلیت لري او د چین د کمونستي دولت له لورې په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي.

نږدې دوه اونۍ مخکې د چین دولت په چینايي مسلمانو په یوه میدان کې په زوره نڅا وکړه.

تر اوسه پیکنګ او یا هم په کابل کې د چین سفارت په دي اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*