تازه مطالب
Home » ژمن ليکوال » عبد الهادي ژمن » داعش، طالبان او د سيمې راتلونکی
داعش، طالبان او د سيمې راتلونکی

داعش، طالبان او د سيمې راتلونکی

عبدالهادي ژمن

پر عراق د امريکا له يرغل نه د څو کلونو په تېرېدو د عراقيانو او امريکايي یرغلګرو ترمنځ جګړه لا روانه وه، چې د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ د جګړې اور هم بل شو.

د جګړې لامل له امريکايي پوځ سره د ایران پلوه شیعه ملیشو ائتلاف او د سني مقاومت کوونکو پر ضد ګډه جګړه وه، چې په پایله کې د نوري المالکي شیعه رژیم په سني ميشته سيمو کې د ستم او بربريت يو تاریخ جوړ کړ. په سني میشته سیمو کې د شیعه رژیم مظالمو داعش وزيږاوه. د داعش کلمه چې د (دولة الاسلام في العراق والشام) مخففه بڼه ده، د لومړي ځل لپاره د سوريې د بحران له پیل نه لږ وروسته د القاعدې نه يوې جلا شوې ډلې د خپل نوي تنظيم لپاره د نوم په توګه اعلان کړه. دغه ډله چې په عراق کې د القاعدې د پخواني مشر ابو مصعب زرقاوي د يوه همکار ابو بکر بغدادي له خوا تاسیس شوه، د عراق په سني میشته سیمو کې يې له پخوا نه لا ډېری فعاله پلويان لرل، خو د سوريې بحران هغوی ته نوي فرصتونه په لاس ورکړل. هغوي خپلوپلويانوته په ازاده فضا کې فوځي روزنه پیل کړه، نوي وسايل يې ترلاسه کړل، با تجربه جنګيالي يې پيدا کړل او د سیمي او نړۍ نه يې مسلمان ځوانان راجذب کړل.

د سوريې د حکومت پر ضد پاڅون ته د خليج رسمي مفتيانو د جهاد حثيت ورکړ او د خليجي هيوادونو ځوانان په اساني سره د خپلو هيوادونو نه سوريې ته د پاڅون د ملاتړ لپاره راغلل، ځکه چې د خلیجي حکومتونو رضايت هغوی ته په تللو کې اساني رامنځ ته کړه، خوسوريې ته له راتګه وروسته دغه عرب ځوانان اکثره د داعش ډلې ځان ته جلب کړل. له دې وروسته داعش له نوي ځواک او تاکتیک سره دعراق سني میشته سیمو کې نفوذ وکړ او ستم ځپلي سني قبايل يې هم تر شا ودريدل، په څو مياشتو کې يې پر مختګ پيل کړ، چې له دې سره يې د نړۍ پام ځان ته واړاوه او بيا وروسته دغه ډله تقريبا په ټولوسني میشته سيمو کې خپره شوه. هغوی په انتقامي ډول له شیعه مسلکه عراقیانو سره ډیرتوند او تريخ چلند وکړ، په ځانګړي ډول هغه شیعه مسلکه افراد چې له عراقي رژیم سره يې اړه لرله او په حکومت کې يې کار کاوه، د نيولو پر مهال يې يو هم ژوندی نه پريښود او د هغوی د وژنو ویډيوګاني يې پرانترنيت خپرې کړې، چې دې کار سره په نړۍ کې پراخ غبرګونونه راوپارول. دې ډلې بالاخره د داعش نوم په دولة الاسلام (اسلامي دولت) واړاوه او خپله واکمني يې په خلافت ونوموله، خو په نړيواله ميډيا کې اوس هم د داعش کلمه دود ده او حتی په ځينو سیمو کې يې پلویان هم په همدې لومړي نامه پيژني.

د داعش د پلويانو په ډيرښت کې د سيمې حالاتو او پيښو مهم رول لاره

د روانې اوونۍ په پيل کې د پاکستاني طالبانو پخواني وياند شاهد الله شاهد په افغانستان او پاکستان کې د داعش د شتون اعلان وکړ او د داعش له مشر سره يې بيعت اعلان کړ.

د داعش خوځښت په داسي وخت کې سر راپورته کړ، چې په منځني ختيځ اوعربي نړۍ کې د مسلمانانوعامه ذهنيت له يو ډول ناهيلۍ سره مخ و. له يوې خوا په مصر کې د جمهوري اسلام نسخه ناکامه شوه، له بلې خوا د سعودي په مشرۍ د ستروعربي او خلیجي هيوادونو حکومتونو، د لويديځ په ملګرتيا د مصر د اخوانيانو په ځپلو او د فلسطين د حماس غورځنګ په کمزوري کولو کې ډيرمنفي او اسلام ضد رول ادا کړ. دغه پېښو نوره هم د دې سبب شوې، چې د مظلومو مسلمانو يوه لويه برخه ذهنيت د خپلې دفاع د وروستي حد پلوي شول.

د نړۍ پر مهمو سازمانونو او ادارو د مسلمانانو بې باورۍ هم د داعش ډوله ذهنيت په رامنځ ته کولو کې مرسته کړې.

اوس دا دی د داعش ليکو ته اروپايي او امريکايي مسلمانانو هم لاره کړې او د نړې هره برخه کې د داعش نوم ياديږي.

يوې سروې ښودلې چې يواځي د سعودي اتيا په سلو کې ځوانان د داعش خيرخواهان دي.

د طالبانو او داعش ترمنځ اساسي توپير

زموږ د سیمې حالات او شرايط په بشپړه توګه له عراق او سوريې سره توپير لري. په افغانستان کې د سني او شيعه په نومونو، نه پخوا جګړه شوې او نه اوس شته. دلته د عراق پرعکس شیعه يو اقليت دی او زيات مذهبي تعصب هم نلري، که څه هم د شیعه مسلکو په وړاندې ځينې پيښې رامنځ ته شوې دي؛ خو د هغو پېښو انګیزه هم مذهب نه دی.

بل پلو دلته د مقاومت صف طالبان رهبري کوي او طالبان نه غواړي چې په دومره حساس وخت کې د ایران په څير مهم ګاونډي سره د دښمني لاره غوره کړي. که څه هم طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال له ایران سره ښې اړیکې نه لرلې، خو اوس جوته شوې چې طالبان دا مهال له ايران سره پټې او ښکاره اړيکې لري، چې رسنيو ته هم په دې اړه څو څو وارې اسناد او شواهد راوتلي دي.

ممکن ایران د داعش د نفوذ له ويرې نور هم طالبانوته نږدې شي

او دا هم يوحقيقت دی، چې د فلسطين د حماس غورځنګ په څېرطالبان او القاعده دواړه د ايران تر يو لړاحساناتو لاندې دي، ځکه خو د طالبانو تر څنګ القاعده هم له ايران سره محتاطه رويه لري. د القاعدې له ډیرو مشرانوسره ايران په خوندي انتقال کې مرسته کړې. تراوسه يې د هغوی يو مشر هم امريکا ته نه دی سپارلی او د هغوی کورنيو ته يې په درنه سترګه کتلي. له همدې امله خو د القاعدې اوسنی مشر ایمن الظواهري د ايران پر ضد د جګړې پلوی نه دی، چې له ظواهری سره د داعش ډلې د مخالفت يو مهم ټکی دغه هم ګڼل کیږي.

خو په ټولیزه توګه د افغانستان طالبان چې د خپل غورځنګ نوم يې د افغانستان اسلامي امارت ايښی، له القاعدې او داعش سره يو اساسي توپيرلري، هغه دا چې طالبان نه دا مريکا او لويديځې نړۍ پر ضد جوړ شوي او نه هم د شیعه په څير د کومې مذهبي ډلې پر ضد پاڅيدلي، بلکې د افغانستان داخلي ناخوالې د هغوی د پاڅون سبب شوی، چې بيا ورسته د امريکا او لويديځو هيوادونو له خوا د طالبانو د مخالفينو تقويه، په افغانستان کې د القاعده تنظيم دغړوشتون چې د پخواني شوروي د يرغل پر ضد جګړې له دورې نه همدلته پاتې وو او طالبانو د هغوی له نيولو او سپارلو ډډه وکړه، د دې اسباب شول چې طالبان يې له يوه نوي دښمن سره مخ کړل، چې بالاخره پر افغانستان د امريکا له خوا يرغل وشو.

د تيرو دیارلسو کالو راهیسي د امريکا د یرغل پر وړاندې تونده او پېچلې جګړه وشوه، چې امريکايانو پکې پراخه ځاني او مالي خساره وليده او هغه غرور يې په مازغو کې ختم شو، چې د افغانستان کنترولول يې د څو میاشتو او يو کال کارګاڼه، بلکې يوعسکري نسل يې پکې کنډ و کپراو په جسمي او رواني لحاظ د يوې غیر متوقع جګړې قرباني شو.

که څه هم امريکايان افغانستان ته يواځې په القاعدې او طالبانو پسي نه دي راغلي، بلکې په دې سیمه کې د پوځي حضور اراده د امريکا يو زوړ پلان و، خو له طالبانو سره جګړه امريکايانو ته درنه تمامه شوه او امريکايانو هڅه وکړه چې طالبان د جګړې له زوره وغورځوي، چې داسي ونه شول. بالاخره امريکانو له طالبانو سره د مفاهمت وړانديز وکړ، خو د مفاهمت په جريان کې د طالبانو لومړی شرط له افغانستان نه دامريکايي ځواکونو په بشپړه توګه وتل او د اشغال مکمله خاتمه وه.

له دې نه ښکاري چې طالبان هڅه کوي له يوې خوا خپل هدف او شعار ته وفادار پاتې شي او له بلې خوا د امريکانو له شره هم ځان خلاص کړي.

د جګړې له پيل نه هم طالبانو څو څو وارې پخپلو رسمي اعلاميو کې ويلي و، چې دوی د نړۍ په کچه د امريکا پر ضد د جګړې پاليسي نه لري، بلکې له خپله هيواده دا مريکا د يرغل خاتمه غواړي.

په افغانستان کې د داعش موجوديت واقعيت دی که تبليغات؟!

دوه اونۍ وړاندي د ناټو پخواني سرمنشي اندرفوګ راسموسن له بې بې سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې داعش د منځني ختيځ لپاره خطر دی، خو د افغانستان لپاره په ګټه ده، هغه دغه جمله دومره بې تفصيله پرېښوده، لکه يو راز چې يې له خولې وتلی وي.

راسموسن د افغانستان لپاره داعش ګټور بولي/ AFP

بل پلو ته لويديځو او لويديځ پلوه رسنيو په افغانستان کې د داعش د موجوديت په اړه له کچې وتلې مبالغې ته مخه کړه، تر څو په سیمه کې خپل سخت دښمن (طالبان) له يوې خوا له رواني فشارسره مخ کړي او له بلې خوا يې د هغو محدودو کسانوسختو ځپلو ته وهڅوي چې د داعش نوم په ځان ږدي، چې په دې کار سره به طالبان په يوه نوې او بدنامه جګړه کې ښکيل شي، چې هم به يې حثيت ته تاوان ورسيږي او هم به يې زور کم شي. دغه حالت به امريکا او افغان حکومت ته د طالبانو پر وړاندې د فتحې حثيت ولري.

امريکا په دې پوهيږي چې د داعش ډله چې له افغانستانه لرې، د عراق په څو ښارونو کې واکمنه ده، په افغانستان کې يو ريښتينی رول نلري، بلکې دلته د داعش نوم يواځې تبليغاتي او سمبولیکه بڼه لري؛ ځکه خو امريکا او افغان چارواکو ته کوم ريښتينی خطر نه دی، خو که د هغوی دغه سمبولیک حثيت برقرار پاتې شي، نو طالبانو ته يوه نوې صدمه ده. له همدې امله د ناټو پخوانی سرمنشي د داعش موجوديت د افغانستان لپاره ګټور ګڼي.

خو له بلې خوا طالبان ښايي د داعش د موجوديت په اړه سوړغبرګون ولري او هڅه وکړي چې په دې نامه د بیرغ پورته کوونکو په وړاندې محتاطه رويه غوره کړي، تر څو د وخت په تېرېدو د دې دسيسې مخنيوی په حکيمانه طريقه وکړې؛ ځکه چې هغوی هم په دې پوه شوي چې په افغانستان کې د داعش د موجوديت په اړه د لويديځپاله رسنيو تشويقي تبلیغات د لويديځ له خوا طالبانو ته يوه نوې کنده کيندل دي.

2 comments

  1. د داعش په اړه د ژمن صاحب لیکنه می ډيره خوښه شوه ، ډيره بی طرفانه او له حقایقو ډکه وه ، مونږ ته یی هم زمینیه مساعد کړه چه افغانستان کی د داعش په اړه د طالبانو په دریز څه ولیکم :
    له القاعدی وروسته د داعش رامنځته کیدل ، مسلمانانو او نورو نړیوالو ته ډيری پوښتنی ایجاد کړی ، چا ویل چه ښه او چا ویل چه بد ( د امریکا له خوا تمویل شوی او تجهیز شوی ) خلک دی ، ځینو شعوری یا غیر شعوری لیکنی هم ورباندی وکړی چه دا د امریکا له خوا رامنځته شوی او کله به یی د د مجهولو الهویت په نوم مسمی کول . وایی دوست د دشمن سره د اړیکو له مخی هم تشخیص کیږی ، وروسته وروسته مونږ پوه شو چه داعش د امریکا له خوا نه بلکه د امریکا په مقابل کی رامنځته شوی ، په هغه سیمه کی موثره کړنی تر سره کړی چه نړی یی ماتولو ته حیرانه او ناکامه معلومیږی ( الحمدالله ) .
    ولی هماغسی چه راسمسن د ناتو وحشی مشر لیکلی یا ویلی چه منځنی ختیز کی نړیوال استعمار ته خطر مګر افغانستان کی ګټه لری ، ماته هم داسی معلومیږی ، ډير کوشش روان وو چه د طالبانو د ویشلو د باره د داعش تومله راوړی ، دا چه د داعش جهادی کړنی په عراق او سوریه کی د مسلمانانو دمنلو او ویاړنو وړ وی کیدی شی د داعش دغه تومله په افغانستان کی ډیر ژر خبره شی او دا کار به د اسلامی امارت د پاره کیدی شی درد سر خلق کړی ، اشغلګرو او غلامی اداری ته به د طالبانو د ماتیدلو او فتح په معنی وی یعنی لاړی به یی تیری شی چه د ډالرو بهیر به څه وخت زیات پاتی شی .
    مګر زه چه د اسلامی امارت په اړه اوس فکر کوم ، هغوی هغه پخوانی اسلامی امارت نه دی چه هر باد یی ترځای وښوروی هغوی اوس ډيره تجربه لری او د جهادی کړنو په واسطه الله ج هم ورسره مرسته کوی ، که دا ۱۳ کلونه د الله ج مرسته او ساتنه نه وی د نړی د ۵۰ هیوادونو سره جنګ کولو توان څه چه اوس به د طالبانو خبری هسی افسانی وی مګر د الله ج رحم وو چه اسلامی امارت د دی په ځای چه کمزوری شی د بریاوو په دروازو کی ولاړ دی الحمدلله .
    افغانستان کی د داعش په اړه د طالبانو د دریز د پاره زما وړاندیز :
    لمړی : د عراق د داعش د مشرانو سره اړیکی باید ونیول شی چه افغانستان کی دغه نوی داعش رامنځته کیدل د هغو له خوا دی او که د هغو له نوم څخه څوک غواړی د اسلامی امارت په ضد ناوړه ګټه پورته کول غواړی ؟ که د هغو ځواب دا وی چه مونږ تری خبر نه یو او یا مونږ ورسره توافق نه لرو ، نو په دغه صورت کی د طالبانو برخورد به د دوی سره لکه د اربکانو سره چه برخورد لری ، وی د دشمن په سترګه باید ورته وکتل شی
    دوهم : که چیری د هغه داعش ځواب دا وی چه ( هو ) زمونږ له خوا او زمونږ په ملتیا افغانستان کی کار کوی په دغه صورت کی اسلامی امارت باید د عراق د داعش د مشرانو څخه ګیله وکړی او غوښتنه تری وکړی چه ستاسی بودن به د مجاهدینو د صفونو تر منخ ویشل او بی باوری رامنځته کړی کفارو او څو مخو ته به د راننوتلو زمینه مساعد شی به نتیجه کی به مونږ دواړو اړخونو ته په افغانستان کی صدمه متوجه شی ، د دی په ځای چه دا کار کوی زمونږ سره د وروری اړیکی وساتی کیدی شی په راتلونکی کی مونږ یو د بل سره د وروری اړیکی ( د اسلامی امت په کچه ) سره وساتلی شو . خپلو دغو بی تجربی ملګرو ته امر وکړی چه ستاسی په نوم نوی جهادی صفحه خلاصه نه کړی .
    دریم : که اوله او دوهمه ماده د ناکامیو سره مخ شی ، زما په نظر د طالبانو دریز د نوی داعش په اړه باید بررسی شی چه دوی کی ننوتی کسان رښتینی مجاهدین او که د اسلام او جهاد په نوم له دشمنانو مادی لاسته راوړنی یی هدف دی او حتی د عراق د داعش مشران یی هم غلط پوه کړی دی . په دغه صورت کی بیا هم ورته اخطار ورکول شی او په ډير احتیاط یی په جهادی صفونو کی دوی مجاهدینو ته وروپيژندل شی چه دوی څوک دی د دوی کړنی د نظر ، څیړنو او ضمن کی په ډیره ماهرانه او حکیمانه ډول د کنترول لاندی ونیول شی چه د دوی کړنی بی اثره پاتی شی .
    څلورم : که دوی ښه خلک وی ، په کار خو داوه چه بل محاذ یی نه جوړولی ، لمړی ورسره د متحد کیدلو هڅی ولری ، که ځواب یی هو یا نه وی ، لږ تر لږه ورسره ځینی قیودات او جهادی لایجه جوړه شی چه یو د بل سره به ټکر نه کوی ، یو د بل پسی به منفی تبلیغات نه کوی دشمن ته به ښودنه او زمونږ د ترصد لیاری چاری نه په ګوته کوی ، لکه د عراق د القاعدی د النصر په شان هغوی د ی خپلی جهادی کړنی او دوی دی خپلی جهادی کړنی پرمخ بیا یی .
    پنځم : کیدی شی دوی د دشمن له خوا یوه بله نوی فتنه او وسیله وی او کیدی شی د الله ج له خوا یوه بله نوی تحفه وی چه د مجاهدینو مټی لا پیاوړی کړی څه وخت مخکی حزب سلامی د مقاومت یو اړخ وو ، ولی یا له اوله د دشمن له خوا د همدی جهادی صفونو د کمزوریو د پاره ګمارل شوی وو او یا په منځ او اخر کی د نفس سره په مقابل جهاد کی یی ماتی وخوړله تسلیم شو ، مګر الله ج د هغو خالیګاه کیدی شی په دی نوی خوځښت ډکوی . او یا لکه د اسلامی امارت په واسطه چه پخوانی مجاهدین لیری شول کیدی شی د دی نوو داعش ( خلافت ) په واسطه اوسنی اسلامی امارت ( که د الله ج له لیاری لیری کیدونکی شی ) لیری شی دا هم امکان لری .
    یادونه :
    په هر صورت ، نوی پدیده ده ، له ډیر احتیاط ، اسلامی اخلاقو او اسلامی حکمت څخه پکی کار واخلی بده به نه وی ، دشمن په کمین کی ناست دی ، څه شیان جوړوی او څه شیان چه خپله رامنځته کیږی له هغو هم د ځان به ګټه او د مسلمانانو په تاوان استفاده کوی ، اوسنی جنګونه د پخوا په شان په زور نه تر سره کیږی یوه برخه له زور او دوه برخی له بیلابیلو تریکونو او سیاسی برخوردونو څخه تر لاسه کیږی ، همدغی ته ورته مګر اسلامی پلانونو څخه کار واخلی داسی نه چه په دغه فتنو مو لاندی نه باسی مننه

  2. جزا ک الله افغان ځلمی وروره ښکلی نظردی ورکړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*