تازه مطالب
Home » افغانستان او نړۍ » نړۍ » د اخوان المسلمين مشر په عمر قيد محکوم شو
د اخوان المسلمين مشر په عمر قيد محکوم شو

د اخوان المسلمين مشر په عمر قيد محکوم شو

د اخوان المسلمين عمومي لارښود ډاکټر محمد بديع چې د مصري محکمې له لورې په مرګ محکوم شوی و، د عمومي مفتي له لورې يې د اعدام فيصله عمر قيد ته راټيټه شوه.

د بديع په څنګ کې د اخوان المسلمين پنځه نور مشران چې په مرګ محکوم شوي وو، د دوی د اعدام فيصله هم عمر قيد ته راښکته شوې ده.

د اخوان المسلمين شپږ نور مشران په غايبانه محکمه کې په مرګ محکوم شوي دي.

د اخوان عمومي لارښود ډاکټر محمد بدېع په تېر جون کې د محکمې له لورې په مرګ محکوم شوی و. د بديع جرم په لاريونو کې د پوليسو وژل ښودل شوي وو. محکمې د ده د وژنې وروستۍ فيصله د مصر عمومي مفتي ته وړاندې کړې وه.

ډېری سياسي شنونکي په دې اند دي چې دغه فيصلې سياسي دي او موخه يې پر اخوان المسلمين فشار اچول دي، څو له لاريونو او ګډوډۍ رامنځ ته کولو پښېمانه شي.

د بښنې نړيوال سازمان او د بشر د حقوقو نړيوالو سازمانونو د مصر د پوځي حاکمانو فيصلې غير عادلانه او له ديموکراسۍ او د بشر له حقوقو سره متناقضې ګڼي.

شهيره امين، قاهره مېشتې ژورنالېستې الجزيرې ته ويلي چې د دغو فيصلو موخه دا وه چې اخوان المسلمين د مصر له سياسي فضا لرې وساتي او اوس په فيصلو کې بدلون د عامو خلکو د فشار له امله دی. امين وايي چې د اخوان المسلمين دوامدارو لاريونونو د مرګ فيصله عمر قيد ته راښکته کړه، نه د عمومي مفتي فيصلې.

شهيره امين الجزيرې ته ويلي چې په مصر کې د پوځي مشرانو په حاکميت کې عدالت نه شته.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*